د سولې مړژواندی بهیر

احمدالله احمدزی

د ډاکټر اشرف غني په مشرۍ د ملي يووالي حکومت له پيله طالبانو سره د سولې په اړه پاکستان ته ډېره توجه وکړه او د طالبانو د رامولو لپاره يې پاکستان ته په پټه او څرګنه ډېر څه ومنل، خو له دې ټولې قربانۍ سربېره هم اشرف غني هېڅ تر لاسه نه کړل او د کابل شاه شهيد کې له مرګونې چاودنې وروسته يې پاکستان سره د سولې پروسه ودروله او پر پاکستان يې تور ولګاو، چې د افغانستان په سوله کې له زړه همکاري نه کوي.

تېره اوونۍ ځینې پاکستاني پښتانه يو ځل بيا د پاکستان صدر اعظم نوازشريف په سلا او اشرف غني په غوښتنه کابل ته راغلل.

په دغو مشرانو کې محمود خان اڅکزی، اسفنديار ولي خان، افتاب احمد خان شېرپاو، افراسياب خټک او ګڼې نورې سياسي څېرې وې. دوی ولسمشر اشرف غني سره په خپلو خبرو کې نوموړي ته د نوازشريف ښې پېرزوينې وړاندې کړې او له اشرف غني يې وغوښتل، چې د سولې په اړه يو ځل بيا پاکستان سره اړيکه ونيسي او د پاريس غونډه کې يې نوازشريف سره د ليدو بلنه ورکړه.

اشرف غني هم له ځنډ او حکومتي چارواکو سره له مشورې پرته د پاکستاني پلاوي غوښتنه ومنله او تېره ورځ يې پاريس کې نواز شريف سره د افغانستان په اړه خبرې اترې وکړې.

نواز شريف د خپلې ليدنې پر مهال ولسمشر اشرف غني ته بلنه ورکړه، چې راتلونکې اوونۍ اسلام اباد کې د «اسيا زړه» کنفرانس کې ګډون وکړي.

پاکستاني صدر اعظم ولسمشر ته وويل، چې د پاکستان، چين، امريکا او افغانستان په هڅو بايد يو ځل بيا د سولې درېدلی بهیر روان شي او د افغانستان روانې کشالې ته د پای ټکی کېښودل شي.

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان ولسمشر اشرف غني به د روانې مياشتې په نهمه نېټه اسلام اباد ته سفر کوي او تر څنګ به يې د چين او امريکا په مشرۍ يو ځل بيا طالبانو سره د سولې ځنډنۍ پروسه روانه وي.

پاکستان وايي، چې دوی هېڅکله په دوه مخيزې لوبې باور نه لري او د زړه له تله افغانستان سره د سولې پروسه کې مرسته کوي. پاکستان د ساري په توګه د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مري مذاکرات يادوي، چې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مړينې د خبر په اعلان وځنډول شول.

پاکستاني صدر اعظم افغان ولسمشر ته ډاډ ورکړی، چې هېڅکله به د خپل هېواد خاوره د ګاونډي افغانستان پر ضد کارولو ته پرې نږدي.

ډيپلوماتيکې سرچينې وايي، چې واشنګټن او بيجينګ ولسمشر غني هڅولی، چې د پاکستان بلنه ومني او د پاکستان له لوري د سولې پروسه کې د مرستې وړانديز د يو زرين چانس په توګه ومني.

اوس خبره دا ده، چې پاکستان به په دې وتوانيږي، چې افغان سوله کې مرسته وکړي، يا په بله معنا طالبان به افغان حکومت سره د سولې لپاره تيار کړي؟

دا خبره ډېره ستونزمنه بريښي؛ ځکه چې طالبان ټينګار کوي، چې دوی د بهرنيو عسکرو تر وتلو افغان حکومت سره خبرو ته نه دي تيار او دوی کولای شي، چې د بهرنيو عسکرو په وتلو امريکايانو سره مذاکرات وکړي، له هغې وروسته بيا افغان لوري سره هر ډول خبرو ته تيار دي او هغوی سره د دوی ستونزې په ډېره اسانۍ حل کېدای شي.

تر هغو چې بهرني عسکر په افغانستان کې وي، دا ډېره ستونزمنه ده، چې طالبان دې افغان حکومت سره خبرو ته تيار شي. همدارنګه که اشرف غني غواړي، چې هېواد کې سوله راشي، نو بايد د يو رښتيني مشر په توګه د سولې لپاره عملا قرباني ورکړي، د پاکستان له منځګړيتوب پرته طالبانو سره د خبرو اترو مستقيم کانال پيدا کړي او د خپل واک له مخې د طالبانو بنديان خوشې کړي، ولس ته دا وښيي، چې دی هېواد کې سولې ته د زړه له تله ژمن دی.

اوس ولسمشر په نړيوالو کانفرانسونو کې نړيوال د طالبانو پر ضد جګړې او کرکې ته رابولي، نو دا امکان نه لري، چې په تشو خبرو او پاکستان سره د تورو پردو تر شا د پټو توطيو له مخې طالبان د خبرو مېز ته کينول شي.

ولسمشر بايد پر دې خبره پوه شي، چې نړيوال اوس پوهيږي، چې طالبانو سره په دښمنۍ کې د نړيوالو هېڅ ګټه نه شته، هغوی هره پرېکړه د خپلو ګټو له مخې کوي او هېڅکله به د ولسمشر په دغسې غولوونکو خبرو تېر نه وځي؛ ځکه چې په تېرو څوارلسو کالو کې نړيوالو د طالبانو مقاومت او دښمني ليدلې او هغوی اوس پوهېږي، چې طالبان د نړيوالو لپاره هېڅ ډول ګواښ نه دی او طالبانو هم د خپلو ډيپلوماتيکو کانالونو له مخې نړۍ ته ډاډ ورکړی، چې د دوی هڅې او مقاومت يوازې د خپل هېواد د ازادۍ لپاره دي.

که ولسمشر اشرف غني په رښتيا هم سوله غواړي، نو بايد د پاکستان او نورو هېوادو پر ځای دې اول خپل حکومتي جوړښت کې طالبانو سره د خبرو اترو په اړه په يو ګډ ميکانېزم کار وکړي او خلکو ته دې وښيي، چې طالبانو سره په دغو ټکو او شرطونو خبرو ته تيار دي او له هغې وروسته طالبانو سره د خبرو اترو مستقيم کانال غوره کړي، د هغوی غوښتنې او شرطونه واوري، فکر پرې وکړي او له سلامشورې وروسته پرې پرېکړه وکړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د