نړۍ

د کالیفورنیا بریدګر پاکستانیان وو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لېندۍ ۱۲مه، ۱۳۹۴ل): د امریکا متحده ایالاتو د کالیفورنیا ایالت پولیسو اعلان کړی چې بالاخره یې د هغه دوه بریدګرو هویت معلوم کړی چې د دغه ایالت په برناردینو ښار کې یې د معلولینو په یوه مرکز وسلوال برید وکړ، چې له کبله یې ۱۴ تنه ووژل شول او ۱۷ نور ټپیان شول.

ددې تر مخه پولیسو ویلي و چې بریدګر ۳ کسان و، چې یو نارینه او بله ښځه یې د پولیسو سره د ډزو په تبادله کې وژل شوي او یو کس تر اوسه پولیسو ته په لاس نه دی ورغلی.

نن د پولیسو له لوري په اعلان کې ویل شوي چې د تیري ورځ دوه تنه بریدګرو څخه یو ۲۸ کلن سید رضوان فاروق نومیده او بله ښځینه بریدګره ۲۷ کاله عمر لري او تشفین ملک نومیږي.

سید رضوان فاروق پاکستاني الاصله مور او پلار څخه په امریکا کې زیږیدلی او د تشفین ملک په اړه ویل کیږي چې په پاکستان کې زیږېدلې.

د امریکا د مسلمانانو ټولني (کونسل امریکن اسلامک ریلیشن) ویلي چې تشفین ملک او رضوان فاروق سره میړه او میرمن وو، چی یو وړوکی شپږ میاشتنی ماشوم یې هم درلود.

د تفصیلاتو سره سم د چهار شنبې په ورځ سهار وختي سید رضوان فاروق او تشفین ملک خپل وړوکی ماشوم د خپل انا کره پرېښود، او هغوی ته یې وویل چې مونږ روغتون ته ځو، او بیا یې پوځي جامې په تن کړې، له وسلو سره په یوه موټر کې د معلولینو مرکز ته ننوتلي او په وژنو یې پیل کړی.

سید رضوان فاروق د یوې روغتیايي ادارې کارکونکی و، په دغه ورځ د معلولینو په مرکز کې یو محفل و، چې نوموړي هم په کې ګډون درلود خو د محفل په منځ کې نوموړی وتلی او بیا په وسلو سمبال د خپلي میرمني سره راغلی او ډزي یې پيل کړي.

پولیسو تر اوسه د پيښي اصلي انګیزه نه ده موندلې، د سید فاروق ملګرو او نږدې کسانو ویلي چې هغه کې داسي څه نښې او نښانې نه لیدل کیدې چی نوموړی دې د اسلامي او جهادي ډلو سره اړیکه ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x