نظــر

امريكا او اروپايي هيوادونه به غرق سي- مسؤولیت به یې د امریکا وي

لیکوال: استاد عبدالمالک همت
لیکوال: استاد عبدالمالک همت

لیکوال: عبدالمالک همت

(او ګرَمه [مسؤوليت] يې هم پر امریکا دی)

لکه چي تاسي درانه لوستونکي خبر یاست د ځمکي د اوبو او هوا د بدلونونو په اړه يو ويشتمه ناسته د نوامبر پر ۳۰ مه د نړۍ د ۱۵۰ تنو مشرانو په ګدون په پاریس کي پیل سوه، چي د ډسمبر تر ۱۱مي به دوام وکړي.

د روغتیا نړۍ وال سازمان د آب وهوا د بدلونونو او له هغو څخه د راولاړو سوو اغېزو له امله د مړيني د کچی د لوړېدو خبر ورکړ. د دغه سازمان په يوه خپاره سوي رپوټ کي ويل سوی دي: که د ځمکي د ټودوښي کچه راټيته نه کړای سي، تر ۲۰۳۰ع. کال پوري به په منځنۍ توګه هر کال ۲۵۰ زره تنه د دغي تودوښي په پایله کي د رامنځ ته سوو ناروغيو له امله خپل ځانونه له لاسه ورکوي.

که څه هم د امريکې ولسمشر بارک اوباما په دغه ناسته کي ګډون کړی او خپله طرح يې وړاندي کړې، خو ور سره جوخت د امريکا د استازو په مجلس کي د جمهوري غوښتونکو ګوند استازو چي په دغه مجلس کي اکثريت لري د ګلخانه يي ګازونو د کمولو په اړه د دولت د پلانونو سره مخالفت کړی دی. په دې اړه د امريکایانو ناغېړۍ او مخالفتونه اوږده سوابق لري، ځکه نو په دې ارتباط امريکا ګرمه بلل کيږي. موږ د دې لپاره چي پر دې ربړه مو څه رڼا اچولې وي تاسي د لاندي کرښو لوستلو ته رابولو.

د قرآن کریم وینا ده:
﴿وَالَّذِينَ يَمْكُرُونَ السَّيِّئَاتِ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ وَمَكْرُ أُولَئِكَ هُوَ يَبُورُ (10) ﴾ [فاطر:۱۰] ژباړه : هغه كسان چي په چلونو لګيا دي او ناوړي دسيسې جوړوي د هغو لپاره سخت عذاب دى او د هغو مكر پخپله له منځه تلونكى دى.

دغه راز قرآن کریم فرمايلي دي:
﴿اسْتِكْبَارًا فِي الْأَرْضِ وَمَكْرَ السَّيِّئِ وَلَا يَحِيقُ الْمَكْرُ السَّيِّئُ إِلَّا بِأَهْلِهِ فَهَلْ يَنْظُرُونَ إِلَّا سُنَّةَ الْأَوَّلِينَ فَلَنْ تَجِدَ لِسُنَّةِ اللَّهِ تَبْدِيلًا وَلَنْ تَجِدَ لِسُنَّةِ اللَّهِ تَحْوِيلًا (43) أَوَلَمْ يَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَيَنْظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَكَانُوا أَشَدَّ مِنْهُمْ قُوَّةً وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيُعْجِزَهُ مِنْ شَيْءٍ فِي السَّمَاوَاتِ وَلَا فِي الْأَرْضِ إِنَّهُ كَانَ عَلِيمًا قَدِيرًا (44) وَلَوْ يُؤَاخِذُ اللَّهُ النَّاسَ بِمَا كَسَبُوا مَا تَرَكَ عَلَى ظَهْرِهَا مِنْ دَابَّةٍ وَلَكِنْ يُؤَخِّرُهُمْ إِلَى أَجَلٍ مُسَمًّى فَإِذَا جَاءَ أَجَلُهُمْ فَإِنَّ اللَّهَ كَانَ بِعِبَادِهِ بَصِيرًا (45)﴾ [فاطر:۴۳ ـ ۴۵]

ژباړه : دوى په ځمكه كي زيات تكبر اختيار كړ(خپل ځانونه لوړ بولي) او د ناوړو چلونو اودسيسو په كار اچولو يې پيل وكړ، نو  په ځمكه كي د دوى د لويي غوښتلو او ناوړو چلونو او دسيسو په لار اچولو له امله د دوى ناوړي دسيسې خپله دوى ته ور د غاړي كيږي. نو آيا دوى دې ته سترګي پر لار دي چي د پخوانيو ولسونو سره چي د الله كومه كړنلار وه هغه د دوى سره هم وسي. كه دا خبره وي نو ته به هيڅكله د الله په كړنلار كي څه بدلون ونه مومې او ته به هيڅكله ونه وينې چي د لوى څښتن كړنچاره د هغه له ټاكلي لاري څخه كوم ځواك واړولاى سي. آيا دوى كله په ځمكه كي نه دي ګرځېدلي چي ليدلي يې واى چي د هغو خلكو عاقبت چي تر دوى ډېر ځواكمن وه څه سو ؟ هيڅ شى د لوى څښتن بې وسه كوونكى نه دى. نه په آسمانو او نه په ځمكه كي. هغه په هرڅه پوهيږي او پر هر څه قدرت لري. كه چيري الله خلك د هغو په كړنو نيولاى، نو د ځمكي پر مخ به يې هيڅ ساكښ ژوندى نه واى پرې اېښى. خو هغه دوى ته تر يوې ټاكلي نېټې پوري مهلت وركوي. بيا چي كله د دوى نېټه پوره سي نو الله د خپلو بنده ګانو كتونكى دى.

زموږ نړۍ ورځ په ورځ مخ پر تودېدو روانه ده. د هر كال په دوبي د تودوښي كچه د تېر كال په پرتله زياتيږي. دا ولي داسي كيږي؟  د دې لاملونه څه دي؟ د تودوښي زياتوالي نړيوال څله اندېښمن كړي دي؟ كه خبره يوازي همدومره وي، دا خو دونه د اندېښنې وړ خبره نه ده. خو په حقيقت كي خبره بله ده.

وايي چي له اوس څخه په لس ګونو زره كاله دمخه زموږ د نړۍ ډېره برخه په واورو پوښلې وه. دغه مهال ته د ”واورو پېر“  (Ice age) هم وايي. دغه مهال د امريكا او اروپا ټولي سيمي په بشپړه توګه تر وارو لاندي وې. كابو يوولس زره كاله وړاندي د امريكا او اروپا واوري ويلي سوې او په پايله كي يې د سمندر سطح څو پټه لوړه سوه. د ځمكي سهيلي او شمالي قطبونه سر وكال په وارو پوښلي وي. په سهيلي قطب كي د واوري د قطر زيات والى د شمالي قطب په پرتله بېخي زيات دى. د ټولي نړي (۹۰)  سلنه واوره په سهيلي قطب كي ده. خو په دغو دواړو قطبونو كي كنګل سوې واوره د ځمكي د كرې د تودوښي د كچي د لوړ والي له امله اوس تر زښتو زياتو كلونو وروسته په ډېر چټكوالي سره ويلي كيږي. د هاورډ د پوهنتون( (Howard University

د استاذ ډاكټر جېمز ميكارتهي په وينا :” اوس د شمالي قطب كنګل سوې واوره تر پنځوس مليونو كالو وروسته د لومړي ځل لپاره د ويلي كېدو په  حال كي ليدل كيږي“.

د ټولي نړي ساينس پوهان، په تېره د امريكا او اروپا ساينس پوهان په دې هكله اريان پاته دي. دوى وايي چي كه د شمالي او سهيلي قطبونو واوره ويلي سي، نو د نړۍ د سمندرونو سطح به (۱۸۰) پټه لوړه سي او له دې امله به لويه تباهي را منځته سي. په سمندرونو او سيندونو كي به اوبه دونه ډېري سي چي پر وچو به و بهيږي. دوى وړاند وينه كړې وه چي د ۲۰۰۰ع.كال تر پايه به د سمندرونو سطح د كاله يوه نيمه سانتۍ لوړه سي او د دې  خبري شواهد هم ترلاسه سوي دي چي په راتلونكو كلونو كي به د سمندرونو د سطحي لوړوالى نور هم زيات سي.

د دې خبرو يو ثبوت دادى چي په تېرو شلو كلونو كي د شمالي قطب (۴۰) سلنه واوره په بشپړه توګه ويلي سوې ده. د اريانتيا وړ خبره داده  چي د سهيلي قطب په پرتله د شمالي قطب واوره په ډېره چټكۍ سره ويليږي. د سهيلي قطب د واوري ضخامت بېخي ډېر زيات دى او د هغو د ويلي كېدو امكانات ډېر كم دي. خو له ساينسي مشاهداتو څخه جوته سوې ده او په دې اړه د امريكا د څېړني ادارې  National Aeronautics and Spase Administration (NASA)  هم رپوټ خپور كړى دى چي د يوويشتمي پېړۍ تر پايته رسېدو پوري به د شمالي قطب ټوله واوره په بشپړه توګه ويلي سي او كوم هيوادونه چي به له دې امله زښت زيات زيانمن سي په هغو كي به كاناډا، امريكا، برطانيه، فرانسه، المان، ډنمارك، هالينډ، ايټاليا او د لوېديزي اروپا نور هيوادونه شامل وي. د (NASA) د رپوټ سره سم په تېرو دوولسو كلونو كي د شمالي قطب نهه سلنه واوره په بشپړه توګه ويلي سوې ده. د ۱۹۷۸ او ۲۰۰۰ع.كلونو په منځ كي د شمالي قطب د دوولسو لكو كېلومترو اورشو واوره ويلي سوې ده. دغه اورشو د ټولي برتانيې په پرتله پنځه واره زياته ده. په دې رپوټ كي دا هم راغلي دي  چي ځيني لاملونه (چي يادونه به يې څه وروسته وسي ) داسي دي چي د ځمكي د كرې د تودوښي په درجه كي به نور زياتوب هم راولي او په دې سبب به د واورو ويلېده هم زيات سي.

د ځينو نورو ساينس پوهانو په اند ښايي چي د ۲۱۰۰ع.كال تر پايته رسېدو ډېر دمخه د شمالي قطب ټولي واوري ويلي سي.  ځكه په راتلونكو كلونو كي به د نړۍ د تودوښي منځنۍ درجه لږ تر لږه لس ډګرۍ فارن هايټ زياته سي او له دې امله به د نړۍ د سمندرونو د سطحي لوړ والى لږ تر لږه درې پټه زيات سي.

  د نړۍ ځيني مذهبي مشران په پاریس کی د آب وهوا د ناستي ځای ته ورغلي وه او د آب وهوا د بدلونونو سره د مقابلې لپاره يې د یوې نړۍ والي مبارزې غوښتنه وکړه. د هغو شعار دا وو چي: ”ښايي سمدستي د اوبو او هوا لپاره يو کار ترسره سي“.
د نړۍ ځيني مذهبي مشران په پاریس کی د آب وهوا د ناستي ځای ته ورغلي وه او د آب وهوا د بدلونونو سره د مقابلې لپاره يې د یوې نړۍ والي مبارزې غوښتنه وکړه. د هغو شعار دا وو چي: ”ښايي سمدستي د اوبو او هوا لپاره يو کار ترسره سي“.

  د نړۍ د تودوښي د درجې د زياتوب له امله به له سمندرونو څخه د اوبو زيات بخارونه پورته سي او اورېځي به هم تر معمولي كچي زياتي سي. په پايله كي به په نړۍ كي اورښتونه او توپانونه دونه زيات سي چي له امله به يې په سمندرونو كي د هغو تر كچي او ګنجايش زياتي اوبه په بهېدوسي، طغياني بڼـي به اختيار كړي او پر وچو به ور خپرې سي.

په زيانمنو سيمو كي به كاختي، زلزلې او د اورښتونو سمندري توپانونه چي Cyclones Hurricnes  (د بادونو او اورښتونو او د قهر اوغوسې توپانونه) ورته ويل كيږي، زيات سي. په راتلونكې كي د دې خبري ډېر امكان سته چي په لوېديزه نړۍ كي به هغه غټ غټ ښارونه د ډېري ستري ورانۍ ښكار سي كوم چي د سمندرونو پر غاړو ودان دي او د لوېديزي نړې د اقتصاد او ګټـي وټـي د ملا د شمزۍ د هډوكو حيثيت لري.

د دغو خطرونو د مخنيوي په موخه د ۲۰۰۲ع.كال د اګست په مياشت كي د ټولي نړۍ ساينس پوهان راغونډ سول. هغو د تودوښي د درجې د لوړوالي او د هغې په پايله كي د رامنځته كېدونكو اغېزو او زيانونو په هكله هر اړخيزه څېړنه وكړه . په دغه كنفرانس كي  چي د كاناډا د ټورنټو په ښار كي جوړ سوى وو، د لندن ساينس پوه ډاكټر رچرډ بيټ د نړۍ ساينس پوهانو ته وويل چي دوى دي د ځمكي په كره كي موسمي بدلونونه معمولي نه ګڼي. ځكه په راتلونكې كي به د دغو بدلونونو له امله اروپا او امريكا د سترو سترو موسمي توپانونو سره مخامخ سي كوم  چي موږ په درسته توګه نه يو ورته چمتو.

په دې كنفرانس كي وويل سول چي په حقيقت كي موسمي بدلونونه پيل سوي دي. لكه چي ليدل كيږي په تېرو څو كلونو كي امريكا او اروپا د ډېرو بدو توپانونو او اورښتونو ښكار كيږي. دغه راز د  چك په  جمهوريت كي راغلي توپان ډېره ستره تباهي رامنځته كړه، چي له امله يې نژدې دوه لكه وګړي بې كوره سوه. څوکاله دمخه په هالينډ كي دونه ورانوونكى سېل راغى چي د دغه هيواد په زر كلن تاريخ كي تر ټولو لوى سېلاب وبلل سو.

د اروپا او امريكا په ځينو سيمو كي صرف په  څلورو ورځو كي دونه اورښت وسو چي په عامو حالاتو كي په ټول كال كي نه وو سوى. بيا لكه  چي د ټولي نړۍ خلك خبر سول د ۲۰۰۴ع.كال د ډسمبر پر ۲۶مه په سهيل ختيزه آسيا كي داسي زلزله او سمندري توپان رامنځته سو چي تر اوسه يې په نړۍ كي سارۍ نه وو ليدل سوى. د دغه توپان په پيل كي څو كوچنۍ څپې راغلې او ورپسې يوه داسي څپه راغله چي جګوالى يې په ځينو ځايونو كي تر لسومترو او په  ځينو كي تر دېرشو مترو رسېدى او د ودانيو څلورم پوړونه يې وځپل چي د رانړېدو سره سم يې د ځان سره يووړل.

وايي چي دغه توپان د اندونيزيا د اچي ښار ډېر وځپۍ او هر څه يې ور وران كړل،  خو د دغه ځاى مسجدونه يې هيڅ نه كړه وران، يوازي په ځينو جوماتونو كي څه درزونه پيدا سوه او د يوه مسجد له ستونونو څخه صرف څلور ستونونه وران سول. دغه راز هغه كسان هم له توپانه وژغورل سول چي په دغو جوماتونو كي يې پناه اخيستې وه. (انځورونه لاندي راغلي دي).

دغي زلزلې يوولسو آسيايي هيوادونو ته سخت ځاني او مالي زيانونه واړول. څه دپاسه دوه سوه زره تنه انسانان يې ووژل او په مليونونو وګړي يې بې كوره كړل. د دې زلزلې شدت د رېختر په كچه ۸،۹ درجې وو.

( پخوايې ځيني دغسي سمندري زلزلې سونامي بللي دي. دغه زلزله هم په نړۍ كي د سونامي (Tsunami) په نامه ياديږي. دا يوه  جاپانۍ كلمه ده  چي له tsu ( د سمندر د غاړو) او nami ( ياغي څپو) څخه تركيب سوې ده. يعني: د سمندر يوه ستره ياغي څپه چي په سمندر كي تر ځمكه لاندي  خوځښت يا اور شيندني څخه رامنځته سي ). دغسي په امريكا كي د كاترينا په نامه توپان په نيو اور لينز (New Orleans) ښار كي زښت زيات  ځاني او مالي تاوانونه واړول او اوس دادى موږ وينو چي په دغه هيواد او د نړۍ په نورو ګوټونو كي يو په بل پسې ډېر ډول ډول توپانونه رامنځته كيږي او ډول ډول ځاني او مالي ستر ستر تاوانونه اړوي.

ساينس پوهانو اټكل كړى دى چي كه د ټولي نړۍ د سمندرونو د اوبو سطح صرف يو متر لوړه سي نو به هالينډ شپږ سلنه، مصر يوه سلنه او نيويارك او لندن په بشپړه توګه تر اوبو لاندي سي. له دغو موسمي بدلونونو څخه  د استوا د كرښي او هغې ته د نژدې هيوادونو د زيانمن كېدو امكانات نسبتاً لږ دي. په دغه كنفرانس كي وويل سول چي د دغو موسمي بدلونونو له امله به د وګړو ستر شمېر د خوندي ځايونو په لټه له يوه ځايه بل ځاى ته كډي كولو ته اړسي.

د پورته ويلو سوو خطرونو په هكله د زياتو معلوماتو د تر لاسه كولو لپاره امريكا د ۲۰۰۲ع.كال د دسمبر پر شلمه د (ICESat) په نامه يوه مصنوعي سپوږمكۍ فضا ته وتوغول. دغه سپوږمكۍ  په شمالي قطب كي په  هره شېبه كي د پېښېدونكو بدلونونو په هكله تصويرونه او اطلاعات امريكا ته ليږي. اوس د پر مختللو هيوادونو ساينس پوهان په دې هكله مخنيوونكي لاري چاري لټوي. خو دا چي دا چاري به بريالۍ سي كه څنګه دا به په راتلونكو كلونو كي څرګنده سي.

دا چي د دغسي سترو خطراتو په رامنځته كېدو كي امريكا  څه ونډه لري او ولي ګرمه بلل كيږي ؟ په دې هكله د نړيوالو چارو د امريكايي كارپوه جان ټرمين (JOHN RIRMAN) د 100 WAYS AMERICA IS SCREWING UP THE WORLD په نامه د كتاب هغه برخه  چي د اخبار جهان (اردو) مجلې د ۲۰۰۶ كال د نومبر د ۲۳مي د دسمبر تر دريمي ګڼه كي ژباړل سوى دى، ښه معلومات وركوي. موږ به دغه برخه له دغي مجلې څخه راوژباړو :

آيا امريكا په رشتيا نړۍ ته د سلو لارو يا تر دې په زياتو طريقو د تاوان رسولو لپاره رشتياني كوښښونه كوي؟ دا خبره په  څرګنده عجيبه او د  خندا وړ برېښي چي په نړۍ كي د امريكا څېره په دغسي ناسمه توګه وښوول سي. خوپه دې كي يو سنجول سوى ټكي هم پټ دى. امريكا د يوه ډېر ځواكمن قوم په څېر نړۍ له بې شمېرو لارو تر خپلي كښېكښني ( فشار) لاندي راولي. د دغه هيواد فرهنګ او مصنوعات د ټولي نړۍ پر فرهنګونو او رانيوونكو باندي اغېز ښندي. د دې هيواد ډېري پياوړي اقتصادي اجندا د نړۍ ډېري داسي ادارې چي نړيوال تجارت كنټرولوي په زور تر خپلي ولكې لاندي راوستي دي.

د دې ټولو كړنو سره سره امريكا خپل ځان په انساني تاريخ كي د آزادۍ او خير ښېګڼي تر ټولو روښانه وړانګه بولي. د آزادۍ، برابرۍ، سياسي بشري حقونو او رشتيانيو خوښيو لټولو غوندي ستر ستر امريكايي اصول له دوو پېړيو څخه د ټولي نړۍ د هيلو بنسټ جوړوي او د نړۍ ډېر وګړي دغو سترو اصولو ته په ډېر درنښت ګوري. خو دا خبري اوس په موږ كي د يوې كيسې غوندي تكراريږي. اما په كومو خبرو  چي امريكايان نه پوهيږي هغه دادي چي امريكا په نړۍ كي څه كړي دي، هغه د څه ډول ورانيو لامل كيږي. په دې هكله رشتيا خبره داده چي د امريكا دغه چاري ټولي نړۍ ته د ورانوونكو پايلو لامل كيږي.

د دې كتاب موخه د تضادونو څرګندول نه، بلكي د هغو اوارى دى. امريكايانو ته تر هرو څو ورځو وروسته د حقيقت د يوه خوراك اړتيا ده او تر دې وروسته د دوى د خپل ځان سره د ميني كولو د عادت د معتدل كولو لپاره د دې فكر كولو اړتيا هم رامنځته كيږي چي امريكا د ځمكي د كرې د نوري برخي سره څه كوي.

اوس ښوونځي ته هر تلونكى كوچنى پوهيږي چي موږ په يوه” ګلوبلايزډ “ (د يوه كلي په شان په يوه سره نژدې سوې) نړۍ كي اوسو. چي د ټكنالوژۍ، انساني كډوالۍ او سوداګرۍ له امله ډېره كوچنۍ سوې او زښته زياته سره نژدې سوې ده. خو دې حقيقت ته ډېر لږ پام اوړي چي د ” ګلوبلايزېشن“ دغه چاره پخپله سترو ځواكونو، په تېره امريكا زېږولې ده او دا يې په داسي ښه توګه تخليق كړې ده  چي ډېرو لږو امريكايانو ته يې ګټه رسېدلې ده. د ګلوبلايزېشن تر عنوان لاندي له دې هلو ځلو څخه اصلي ګټه چاته رسيږي؟  څوك پكښي وړونكى؟ او څوك پكښي بايلونكى دى؟  امريكا يو شتمن او  ډېر خوځند هيواد دى. ځكه نو د دغه هيواد د هر اقدام او هري كړني اغېزي د ځمكي پر هر كنج څرګنديږي.

د ځواكمنو ولسونو ځيني كړني د نړۍ پر وګړو په سيخه توګه اغېز ښندي. لكه د جګړې پيلول. دغه راز ځيني وختونه پر وخت د يوه اغېزمن ګام نه اخيستل، په نړۍ كي د سترو نا خوالو لامل ګرځي. د بېلګې په توګه په يوه سيمه كي د پېښېدونكي عام وژني مخه نه نيول.  ځيني وختونه مسايل له پامه غورځول. يا د اوښمرغۍ ( شترمرغ ) غوندي غاړه په رېګو چيخل او ستري تباهۍ خپرولو ته مخه وركول. لكه د ايډز د وبا د  خپرېدو په لومړنيو لسو كلونو كي دې ربړي ته پام نه اړول.

داسي ډېر لږ پېښيږي چي له دې ډوله ټولي كړني په يوه مهال كي د يوه ولس په مجموعي رويه واوړي. خو د موسمونو د بدلون مساله داسي ده چي په هغې كي امريكا يوازنى مجرم بلل كيږي. امريكا په دې اړه د سمون راوستلو په كار كي خنډونه اچوي. د خبري اهميت ته پام نه كوي او پر خپل جرم له اعتراف كولو څخه تښتي.

په نړيواله كچه چي نن مهال د انسانانو د ښېګڼي چاره  ډېره اغېزمنه كوي هغه په فضا او سمندرونو كي د ګلخانه يي ګازونو) Green House Gases ( خوشي كېدل دي. دابه انساني ژوندانه ته ډېر خطرناك جوت سي. له دې امله به په نړيواله كچه ډېر لګښتونه وسي. دا د هروګړي ژوند اغېزمن كوي. اوس هم دغه بخوله (مصيبت) تر يوه بريده پوري كنټرولېدلاى سي. خو له بده مرغه د سمون هيڅ كوښښ نه كيږي.

لومړى په دې هكله  څو حقايقو ته پام وكړئ : په ځمكه كي د موسمونو د تر سره كېدونكو بدلونونو او په هوا كي د خپرېدونكي تودوښي سبب د هغه كاربن ډاى اُكسايډ اخراج دى چي له فابريكو، موټرانو او د انسانانو لخوا له نورو ډول ډول تخليق سوو ټكنالوژيو څخه رامنځته كيږي. په دې توګه د ځمكي د تودوښي درجه ورو ورو لوړه ځي، په سهيلي او شمالي قطبونو كي يخى سوي واوري ويليږي او د سمندرونو سطح راپورته كيږي. پايله دا كيږي چي موسمونه پرله پسې بدليږي. يوازي تودوښه نه زياتيږي، بلكي موسم هم خطرناكه كيږي. وچكالۍ زياتيږي. په ځنګلونو كي د اور لګېدوپيښي اضافه كيږي. په  هوا كي د كاربن ډاى اكسايډ د سطحي زياتوب كښتونه او څاروي هم زيانمن كوي او ډول ډول ناروغۍ هم ځني پيدا كيږي. په هوا كي موجود كاربن ډاى اكسايډ په سمندرونو كي جذبيږي. پخپله د سمندر د تودوښي درجه بدليږي. د سمندرونو د  څپو مد او جزر زياتيږي او په سمندرونو كي ژوند د خطرونو سره مخامخ كيږي.

له يوه پلوه موږ له ډول ډول ونو او څارويو څخه بې برخي كيږو، له بلي خوا د دې اغېز پر كرنه هم لوېږي. د تودوښي د پر له پسې لوړېدونكي درجې له امله د ناروغيو را منځته كوونكي نوي وايرسونه پيدا كيږي، چي په راتلونكو لسيزو كي به موږ ته نوي ربړي وزېږوي.

دغه ټولي خبري داسي دي چي د ساينس د هري څانګي اړوند وګړي د هغو په هكله په يوه خوله او متفق ښكاري. د موسمونو د بدلونونو د څېړونكو څخه نيولې د سمندرونو په  چارو تر بوختو اوشنوګرافرانو پوري او د چاپېريالونو د چارو د څېړونكو څخه نيولې تر عامو ساينس پوهانو پوري، ټول د دې حقايقو تصديق كوي. ان چي هغه ساينس پوهان چي د دې خبرو سره اتفاق نه لري، هغوى هم د تباهۍ پر راتلو خبري كوي او له دې حقيقت  څخه چي تباهي راتلونكې ده، نه دي منكر.

په اوسني صنعتي پېر كي دا هر څه له دې امله رامنځته كيږي  چي موږ كارخانې، موټران او د برېښنا توليدوونكي مركزونه  (او ډېر نور) د ډبرو په سكرو او پټرولو چلوو. نړۍ كابو دوې پېړۍ دمخه دې صنعتي پېر ته ننوتلې ده. له دې امله ويل كېداى سي چي ټول نړيوال د دې تباهۍ مجرمين دي. خو حقيقت دادى چي د هوا د ككړتيا په دې نړۍ شموله لړۍ كي امريكا ډېر اوچت ځاى لري.

اوس امريكا په نړۍ كي د ككړتيا تر ټولو لوى خپروونكى هيواد دى او په دې هكله  د دوهم، درېيم يا څلورم لمبر درلودونكى هيواد  د امريكا كچي ته ان نژدې كېدلاى هم نه سي. امريكا د نړۍ تر هر هيواد زيات ګلخانه يي ګازونه توليدوي. د امريكا نفوس په نړۍ كي يوازي  څلور سلنه دي. خو دغه امريكا د نړۍ پنځه ويشت سلنه كاربن ډاى اكسايډ  خارجوي او شمېرني ښيي چي امريكا به په راتلونكو كلونو كي هم په دغه باب دغه ځاى ولري.

ملګرو ملتونو او د نړۍ ډېرو هيوادونو د ځمكي پر كره باندي د راتلونكي تباهۍ د مخنيوي لپاره كوښښونه كړي دي. د دې بخولي د مخنيوي د كوښښونو په لړ كي د نړۍ ډېرو هيوادونو د ” كيوټو د پروټوكول“ په نامه تړون لاسليك كړى دى. په دغه تړون كي د نړۍ ټولو ولسونو ته ويل سوي دي چي دوى دي تر ۲۰۱۲ع.كال پوري د ككړتيا د خپرېدو بهير را ټيټ كړي او هغي كچي ته دې راولي چي په ۱۹۹۰ع.كال كي وو. دغه تړون په ۱۹۹۷ع.كال لاسليك سو او تر ۲۰۰۵ع.كال پوري پر هغه باندي (۱۵۷) هيوادونو لاسليكونه كړي وه. چي د روس، اروپايي ټولني، كاناډا او جاپان په ګډون ټول مهم هيوادونه پكښي شامل وه. خو يوازي يوه هيواد پر هغه لاسليك ونه كړ . دغه هيواد امريكا وه !

د امريكا د وګړو زيات شمېر پر دغه تړون باندي د لاسليكولو پلويان دي. خو پخپله د امريكا ولسمشر جورج بوش پر دغه تړون باندي له لاسليكولو څخه ډډه كول. تر ده دمخه ولسمشر كلنټن هم په دې اړه څه علاقه نه ښوول. دا يوه ډېره اريانوونكې خبره ده. داسي ښكاري چي د امريكا ډېر ځواكمن اقتصادي قوتونه د هغې د دغه نه لاسليكولو لامل ګرځېدلي دي. د امريكا د نړيوالي سوداګرۍ د مركز تر پېښي وروسته د امريكا د  حكومت ټول پام د ترهګرۍ خطرې ته اوښتى دى. په داسي حال كي چي دغه  چاره د چاپېريال د بدلونونو په پرتله ډېره معمولي ښكاري.

امريكا په دې معامله كي د  خپلو متحدو څو مليتي ځواكونو (ملټــي نېشنل كمپنيو) پر اوږو توپك اېښى دى او د هر څه په هكله يې د شكونو او شبهو د ګوليو اورول پيل كړي دي. د بېلګې په توكه وايي چي د  چاپېريال د پوپنا كېدو خبره  دونه بېروونكې نه ده لكه څنګه چي بيانيږي. بل داسي جعلي سازمانونه او ادارې رامنځته كيږي څو بېلي څېړني وكړي او داسي خبرونه خپاره كړي چي له امله يې د نوو علمي څېړنو پايلي مشكوكي وښيي. په دې توګه امريكا كوښښ كوي چي د عوامو په ذهنونو كي شكونه  خلق كړي او د دې خبرو اهميت كم وښيي.

خپله جورج بوش په ۲۰۰۱ع.كال په خپل يوه ليك كي ليكلي وه :”زه له دې امله د كيوټو د تړون مخالفت كوم چي زموږ اقتصاد ته ډېر دروند تاوان رسوي“. د اتو سترو صنعتي هيوادونو تر سر مشريزي غونډي د مخه په ۲۰۰۵ع.كال بوش وويل چي : ” د كيوټو د تړون په لاسليكولو سره زموږ اقتصاد برباديږي“. ولسمشر جوج بوش د هوا د ككړتيا په پېښېدونكي زياتوب كي د اتلس سلني د راكمولو وړانديز كړى دى. په داسي حال كي چي تر ۲۰۱۲ع.كاله به د امريكا خپره سوې ككړتيا د نن په پرتله (۳۳) سلنه نوره زياته سي. د دې تر څنګ امريكا يو بل عجيب او نادوده دريځ هم غوره كړى دى او  هغه دادى چي وايي امريكا به تر هغو پر دغه تړون لاسليك ونه كړي تر څو چين او هند هغه لاسليك نه كړي. په دې توګه امريكا غواړي د هوا د ككړتيا پړه پر دغو د ډېرو وګړو درلودونكو دوو هيوادونو واچوي.
امريكا په دې هكله هر وخت همدغسي عجيب او غريب او د  خندا وړ دريځ غوره كوي. لكه چي د امريكا د پخواني ولسمشر رونالډ ريګن دا  جمله ډېره مشهوره سوې وه چي : ” تر لاريو اوموټرونو وني زياته ككړتيا خپروي  “.

امريكا بايد په دې وپوهيږي  چي د چاپېريال د ككړتيا مخنيوى او رالږول اوس په لږ بيه كېداى سي. د نړۍ د تودوښي د درجې د تر سره كېدونكي زياتوب او د موسمونو د راتلونكو بدلونونو په هكله نړيوالو ته شل كاله دمخه هر څه څرګند سوي وه. امريكا بايد هماغه وخت عملي ګامونه اوچت كړي واى. امريكا ته ښايېدل چي په نړۍ كي د تر ټولو ستر اقتصادي ځواك په توګه، د انسانانو د  خير ښېګڼي د ادعاكوونكي په توګه او په ساينس او ټكنالوژي كي د نړۍ د لاښوونكي په توګه په دې چاره كي تر ټولو وړاندي واى. آيا د سړې جګړې تر پايته رسېدو وروسته امريكا تر دې بل ښه او غوره هدف درلودلاى سواى؟  خو له بده مرغه امريكا په دې هكله له خپله مسووليته په شا سوه. اوس دادى موږ وينو چي امريكا د موسمونو د ډېري بدي خرابتيا لامل ګرځي او د راتلونكي ورانۍ د مخنيوي په اړه له بې پروايى څخه په كار اخيستلو سره د ځمكي كرې ته داسي زيان اړوي  چي په هيڅ ګون به يې تلافي ونه سي.

درنو لوستونكو ! دا خو وې د ساينس پوهانو او سياست پوهانو خبري. خو موږ ته د مسلمانانو په توګه ښايي چي پر دې خبره ايمان ولرو چي د دې ټولو طبيعي آفاتو تر شا په حقيقت كي د لوى څښتن جل جلاله  كامله قدرت او بالغه حكمت كار كوي. دا ظاهر ليدونكى انسان دى چي دغسي پېښي د لوى څښتن د قدرت او مشيت سره د تړلو پر ځاى پر ظاهري او مادي لاملونو منحصروي. دوى موږ په دې هم بېروي چي د امريكا يا نورو اټومي بټۍ او تاسيسات د ځمكي د كرې د له منځه تلو لامل كيږي. خو په دې اړه موږ ته د لوى څښتن جل جلاله  او د هغه د رسول صلی الله علیهوسلم  لارښووني په بشپړه توګه كافي دي. په دې اړه د قرآن كريم دې آيت ته پام وكړئ :

﴿إِنَّ اللَّهَ يُمْسِكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ أَنْ تَزُولَا وَلَئِنْ زَالَتَا إِنْ أَمْسَكَهُمَا مِنْ أَحَدٍ مِنْ بَعْدِهِ إِنَّهُ كَانَ حَلِيمًا غَفُورًا (41) ﴾ [ فاطر:۴۱ ] ژباړه : حقيقت دادى چي الله آسمانونه او ځمكه له منځه تلو  څخه ساتلي دي او كه هغه له خپله ځايه وښوري له الله پرته به يې هيڅوك راونه ګرځولاى سي. الله زغم لرونكي او بخښونكى دى.

دغه راز حضرت زيد بن خالد الجهني رضي الله عنه وايي : موږ ته رسول الله صلی الله علیه وسلم په حديبيه كي د سهار لمونځ په جمع راكړ. په داسي حال كي چي د شپې اورښت سوى وو او پر آسمان باندي اورېځي ښكارېدې. تر سلام ګرځولو وروسته هغه مبارك د خلكو خواته مخ واړاوه  او ويې ويل: « آيا تاسي پوهېږئ چي ستاسي رب څه ويلي دي؟ » صحابه وو جواب وركړ چي لوى څښتن او د هغه رسول پوهيږي. نو هغه وفرمايل: « لوى څښتن جل جلاله  فرمايي : زما د ځينو بنده ګانو سهار د ايمان په  حال كي وي او د  ځينو سهار د كفر په حالت كي وي. څوك چي وايي پر موږ باندي اورښت د لوى څښتن په فضل او رحمت سوى دى، نو هغه پر لوى څښتن ايمان لري او له ستورو منكر دى. خو څوك چي وايي د پلاني پلاني ستوري د ګرځېدو او حركت له امله باران سوى دى، نو دغه پر ما ايمان نه لري، بلكي پر ستورو ايمان لري» . (بخاري كتاب الاذان، باب يستقبل الامام الناس إذا سلم، ۸۴۶حديث). په دې مبارك حديث كي رسول صلی الله علیه وسلم موږ ته ښوولې ده چي په نړۍ كي چي كومي پېښي كيږي د هغو په هكله موږ څه موقف غوره كړو. موږ خو هره پېښه د لوى څښتن د قدرت او مشيت  څخه ګڼو او د دې عقيدې سره سم خپل اعمال څېړو او سمبالوو. موږ ته ښايي چي د آسماني او مځكنيو آفاتو او بلياتو څخه عبرت واخلو او د ګنهونو څخه د ګوښه كېدو او توبې په فكر كي سو. هو !  لكه څنګه چي پوهيږو دا دنيا محل الاسباب ده، كارونه ټوله د لوى څښتن دي، خو هغو ته پر دې دنيا يو ظاهري سبب هرومرو پيدا كوي. پر دې بنسټ ويلاى سو چي ښايي لوى  څښتن غوښتي وي چي د طاغوتي امريكا او اروپا د پوپنا كېدو  ظاهري لاملونه د دوى خپلي سراښۍ،  ناپامۍ او اختلافونه وي. والله اعلم.

دا چي امريكايان او نور اروپايان او ظالمان او د دوى ګوډاګيان لګيادي ډول ډول ناوړه عملونه تر سره كوي، په نړۍ په تېره په اسلامي هيوادونو كي ظلم، كفر او فسق او فساد خپروي او مسلمانان او د نړۍ بې وزلي خلك په ډول ډول چلونو او مكرونو زوروي، تر خپلي شومي ولكې لاندي يې راولي او مادي او معنوي شتمنۍ يې لوټوي، خو په دې نه پوهيږي چي د دوى د دې ټولو بدو كارونو او اعمالو انجام به ډېر بد وي، چي كېداى سي د نورو تېرو سوو ولسونو غوندي د دغو ناوړو اعمالو له امله  هلاك او پوپنا سي.

كه موږ د تېرو پوپنا سوو ولسو نو په هكله د قرآن كريم او د تاريخ د كتابونو كيسو او څرګندونو ته ځير سو د هر ظالم او د رسولانو، پوهانو، ناصحانو او مصلحينو د  خبرو د نه منونكي او دروغجن بلونكي قوم پاى پوپنا كېدل او هلاكت دى.

دغه كفار خو پر دوى باندي د راتلونكي تباهۍ د مخنيوي لپاره ډول ډول هلي ځلي كوي، خو كه دوى له خپلو ناوړو اعمالو لاس وانه خلي په دې هلو ځلو او اختلافاتو به د لوى څښتن له راتلونكي عذابه په هيڅ ګون ونه ژغورل سي.

څنګه چي اوس لا وخت سته، نو زموږ مشوره دغو مغرورو كفارو، د هغو ګوډاګيانو او د هغو لخوا غولېدلو كسانو ته داده چي  تعداوي، مظالم، كفر ، فسق او فجور پرېږدي. له ظلمونو، تېريو او ډول ډول نارواوو او د اسلام او مسلمانانو سره له دښمنۍ څخه لاس واخلي كه نه دوى به هرومرو د لوى څښتن په عذاب  اخته كيږي.

دوى بايد پوه سي چي هيڅوك دغه الٰهي قانون نه سي بدلولاى او نه د لوى څښتن د عذاب مخه نيولاى سي. وما علينا الا البلاغ المبين.

د سونامي سمندري توپان په پايله كي د اندونيزيا د اچي په ښار كي هر څه وران سول خو دغه مسجد دغسي روغ رمټ پاته سوى دى.
د سونامي سمندري توپان په پايله كي د اندونيزيا د اچي په ښار كي هر څه وران سول خو دغه مسجد دغسي روغ رمټ پاته سوى دى.
  د اندونيزيا په اچي ښار كي د سونامي توپان څخه له روغ رمټ پاته سوو مساجدو څخه د يوه بل مسجد انځور.
د اندونيزيا په اچي ښار كي د سونامي توپان څخه له روغ رمټ پاته سوو مساجدو څخه د يوه بل مسجد انځور.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ن ( صمد )

ښه اکاډیمیکه او ساینټفیکه څیړنه ده ، او د اسلام د سپېڅلي دین له نظره ښه مقابله او پرتله سوې ده . ستر رب دی ستر اجر درکړی د لوړ همت څښتن همت صاحب . درباندی ویاړو .

عبدالمالک همت

ګران او محترم ډاکټر صاحب(صمد) مسنون سلامونه می ومنئ، ښه صحت او خوښ ژوند درته غواړم داچي زما لیکنه مو خوښه کړې او ستايلې ده ډېره مننه. ستاسي کتابونه او لیکني هم ماشاء الله ډېري ښکلي دي، خو په دې ورځو کي په نن ټکي کی کمی ښکاري. زما هيله داده چي خپلي ښکلي ليکني نن ټکي ته واستوئ، څو دا پاڼه نوره هم ښکلې سي. په درنښت ستاسو خواخوږی همت

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x