نظــر

سیاستوال او لیک لوست

د نامتو پاکستاني کالم لیکونکي، جاوید چوهدري کالم مې ولوست. د دې کالم په سر کې پاکستاني ملکي او نظامي سیاستوالو ته سپارښتنه شوې ده، چې د «تاریخ فرشته» کتاب ولولي. د «تاریخ فرشته» کتاب د هندوستان د تاریخ په باب څلور ټوکونو کې د محمد قاسم فرشته تاریخي کتاب دی. کالم لیکوال د خپل هېواد سیاستوالو ته د دې کتاب پر مطالعې ټینګار کړی دی، چوهدري زیاتوي، چې که هر سیاستوال دا کتاب ولولي، نو د پخواني هندوستان د سیاستوالو له تېروتنو به خبر شي او په اوسني پاکستان کې به د دغو تېروتنو له تکراره مخنیوی وشي.

په پاکستاني ولس کې مې یو دا عادت ډېر خوښ و او ترې اغېزمن وم، چې په دفتر او بازار، هر چېرته د هر چا په لاس کې اخبار یا مجله وي. زه چې کله پوهنتون کې وم، نو د لیلې له وره سره به دوې ورځپاڼې هره ورځ ايښودل کېدې، یوه انګلیسي (نیوز) او بله اردو (جنګ) ورځپاڼه؛ دا ورځپاڼې به د شپې تر دولسو بجو پورې وې، له دولسو وروسته به یا کوم محصل له ځانه سره اطاق ته وړې او یا به ګارډ له ځانه سره ايښودې. یوه ورځ زما هم په ورځپاڼو کې داسې څه خوښ شول، چې غوښتل مې د شپې به یې په اطاق کې په ارام ولولم. شپې له دولسو بجو سره سم ورغلم، دوې پاڼې مې د انګلیسې ورځپاڼې واخیستې، د اردو ورځپاڼو د کالمو د برخه مې هم ترې وغوښته، خو ده ونه منله، راته ویل یې «زه به دا شپه په څه شي رڼه تېروم!» په پاکستان کې دا پوښتنه تقریبا ورکه ده، چې څوک په لیک لوست پوهېږي که نه!

دلته په کابل کې هر څه بدل دي، نه معیاري، معلوماتي او د ټولنې اړتیاوو ته ځواب ورکوونکې ورځپاڼه شته او نه یې څوک د لوستو وخت لري! دلته خلک داسې فکر کوي، چې له ورځپاڼه لوستنې یوازینۍ موخه دا ده، چې سړی له تازه خبره خبر شي، دوی ته معلومات او نور څه ارزښت نه لري! نه محصل ورځپاڼه لولي، نه بل لوستی. زه چې پاکستان کې وم، د کابل پوهنتون یو محصل اسلام اباد ته راغلی و، ما ترې وپوښتل، چې په کابل کې معیاري ورځپاڼه کومه ده. محصل دومره هم ونشوای کولای، چې د یوې ورځپاڼې هسې نوم واخلي، راته ویل یې، «ولا اخبار نه وایو!» سیاستوال خو په نورو لوبو بوخت دي. هغه ځینې چې تر سیاسي ژونده مخکې د مطالعې عادت هم لري، کله چې سیاسي شي، نور له مطالعې سره مخه ښه وکړي. تېره اونۍ د پاکستان د جماعت اسلاي ګوند مشر، قاضي حسین احمد وفات شو. قاضي صاحب د خپل څلوراویا کلن عمر تر وروستیو پورې هم کالم لیکنه پرې نه ښوده! ما ته د قاضي صاحب دا عادت ډېر په زړه پورې و. د قاضي صاحب پر قلم د هغه ډېر یادښتونه او شننې لیکل شوي دي، چې نن د هغه د لارې همفکرانو یا پاکستاني ځوان ته بلا تجربي لري. د پاکستان د اتوم پلار، ډاکټر عبدالقدیر خان لږ تر لږه اونۍ کې یو ځل په جنګ ورځپانه کې اردو او په نیوز کې انګلیسي کالم لیکي. د ډاکټر صاحب کالمونه د هغه د ژوند یادښتونه او د مطالعې کوچ دي. څوک چې د ډاکټر قدیر کالم لولي، پوهېږي، چې ډاکټر صیب اوس هم سره له دې چې له روغتیايي پلوه به ستونزې لري او له سیاسي اړخه ناکراره دی، خو بیا هم قلم خوځوي. تېر کال استاد رباني ووژل شو. د استاد د نژدې ملګرو په قول او تر کومه یې چې ما لیکنې لوستې، په دري ژبه کې د خواږه قلم خاوند و؛ استاد رباني په ډېرو حساسو شرایطو کې په حساسو مقامونو کې پاتې شوی و؛ خو دا دی تر مرګ وروسته یې [تر دې دمه] نه د کومې خاطرې درک شته او نه د کومې شننې، تر سیاسي ژونده مخکې يې چې څه لیکلې بس همغه دي. د خوږژبي لیکوال، ښاغلي شهرت ننګیال لیکل شوې تذکره (وینه په قلم کې) مې لوسته، ننګیال صاحب د خالص بابا په اړه لیکلي و، چې سیاست یې پر لیکوالۍ سیوری غوړلی دی، دا یې هم ورزیاته کړې وه، چې «لیکوال وږی ښه وي، چې موړ شي نو مړ شي!» ننګیال صیب بیا د خالص بابا په اړه بل ځای په یوه مقاله کې لیکلې و، چې «له مولوي صاحب څخه بیا تر ډېره وخته لرې ګرځېدم!»

څه موده مخکې یوه فیسبوکې ملګري یوه خبره خپره کړې وه. خبره داسې وه، «هغه ملت چې تاریخ نه لولي، مجبوره دی، چې ټول تاریخ پر ځان تجربه کړي.» موږ، په تېره زموږ چارواکو، څه په اوس کې او په څه په تېر کې، تاریخ نه دی لوستی؛ ځکه تېروتنه بیا بیا تکراروي. یو ارواپوه بیا لیکي، چې یو ځل تېروتنه طبیعي ده، خو تکرار یې حماقت دی! زموږ حکومتونو څومره تېروتنې بیا بیا تکرار کړي دي؟ که د دې ارواپوه خبره ومنو، نو ټول یې راته … کړي دي! تېر کال د افغانستان او ایران د اړیکو په باب د «روابط سیاسي ایران و افغانستان» په نامه د رښتيني شناند، ښاغلي وحید مژده صاحب کتاب خپور شو. په دې کتاب کې یو ځای د یوه پخواني افغان حکومت یادونه شوې ده، چې په کابینه کې له ایران سره د افغانستان د اوبو خبره راپورته شوه؛ یو وزیر هم له دې مشهور تړونه خبر نه و!

تر څو چې دا حالت بدل نه شي، ورځ به مو تر دې لا بده وي!  

ذاکر جلالي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x