ادبي لیکني

ماتې پښې – لنډه کیسه

لیکوال: حامدالله ستون

د شپې دری نیمې بجې وې چې انورکاکا مې له مخ څخه کمبله پورته کړه او د تلو لپاره یې راته وویل. ما خپل لاس او مخ ووینځل، کالي مې را واخیستل او له هوټل څخه را ووتو. د لسمې سپوږمۍ وه او ټوله فضاء یې ښایسته روښانه کړې وه. دا مهال د کابل په ټول ښار کې خاموشي خپره وه، چې یوازې په سړک د یو یو موټر آواز اورېدل کېده، د موټرو تر ځایه تقریبآ اوه آته دقیقې لار وه، د سرای د دروازې مخې ته د ۳۰۳ ډوله موټر چالان ولاړ و، او شاوخوا ته یې مسافر او نور څوک څوک را تاو ولاړ وو. د شرکت کارکوونکو د مسافرو سامانونه او بکسونه خپلو خپلو ځایو ته ورسول. مونږ هم خپل بکسونه هغوی ته وسپارل، او موټر ته پورته شوو. د سیټونو زیاته برخه لا تر اوسه تشه پرته وه، او یو یو راتلو سره چوکۍ ډکې شوې. زمونږ د ملګرو شمېر تقریباً لسو کسانو ته رسېده، چې په دې کې مې یوازې څلور کسه پېژندل، او په دې څلورو کسانو کې مې انور تره هم موجود و، او له نورو کسانو سره په همدې شپه آشنا شوم. یو کس له هر مسافر څخه د ټکټ غوښتنه کوله، مونږ هم په خپل وار سره خپل ټکټونه هغه ته وسپارل. دا مهال څلور بجې کېدونکې وې، چې موټر حرکت وکړ او د نیمروز لار یې ونیوه. په قیر سړک موټر له هوا سره خبرې کولې، او د نورو موټرو تر څنګ به د هوا د یوې څپې په څېر تېرېده. د سهار لمونځ لپاره د غزنې ښار د یو مسجد تر څنګ ښکته شوو، او ټولو مسافرو په تلوار سره اودسونه وکړل. د زیاتې یخنۍ له وجه ټول خلک د پاڼې په څېر لړزېدل. موټر د تګ لپاره بیا بیا زنګونه وهل، له غزني څخه وروسته هواره دښته پیل شوه، د شپې تر ناوخته ناستي او سهار وخته پاڅېدو له وجه مې سترګې پټې پټې کېدې. خپلو ملګرو ته مې شاته وروسته وکتل، د ټولو سرونه د خپګان له وجه ټیټ وو. په څېرو باندې یې یو عجیبه ګرد پروت ښکارېده، او داسې لکه چې د مرګ لپار بېول کیږي.

زما تر څنګ ښي لور ته سیټ کې دوه هلکان ناست وو، چې عمر به یې شاید تر آتلسو زیات نه و. په مخونو یې ژوره خواشینې څرګندېده، د پوښتنې په ځواب کې یې راته وویل چې دواړه وروڼه دي، او د کور د اقتصاد د خرابوالي او د کارونو د نشتوالي له وجې مجبور شول چې ایران ته د تګ لپاره ملا وتړي. د دوی په خبره چې پلار یې د کار کولو وړ نه دی، او بل کو مشر هم نه لري، تر څو یوه مړۍ ډوډی پیدا کړي، نو د ډېرې مجبورۍ له وجه یې ښوونځی په لسم او یولسم ټولګیو کې پرېښوده او خپل برخلیک یې د تقدیر منګلو ته وسپاره.

زما په دې هلکانو سخت زړه وخوږېده، مونږ خو د هغوی په شان یا له هغوی څخه زیات بې وسه و، په دې کسانو کې هېڅوک داسې نه وو، چې دغه هېواد ته د تګ لپاره زړه ښه کړي. د لارو سختیو، لوږې، تندې، پیاده مزل، د مرګ خطره او د دغو ټولو ستونزو معلومات ورته څرګند وو، خو نامردې مجبورۍ دې ته اړ کړي و، ترڅو په دې ټولو ستونزو پښه کیږدي، او خپله بدبختې په خپلو سترګو په پردي هېواد کې وګوري. په داسې یو هېواد کې چې افغانانو ته د انسانیت په نظر نه کتل کیږي، او د څارویو چلند ورسره کیږي، او حتی د خبرو انداز یې هم په یو داسې شکل وي، چې فکر کوې ښه لویه ګناه یې کړې ده. د دوی ګناه صرف دا ده چې په خپل هېواد کې یې خېټه مړه نه وي، او دلته یوازې د مزدورۍ لپاره راغلي وي، تر څو لږ تر لږه خپلې کورنۍ ته د خواراک او څښاک لپاره څه پیدا کړي.

ماته د ایران د سختو لارو او هلته په دننه کې د سختیو او مشکلاتو پوره معلومات و، او دا هم راته معلومه وه، چې هلته د افغاني ارزښت څه دی. ما څو کلونه په دغه هېواد کې تېر کړي دي. زه پوهېږم که څوک دومره مجبوره نشي، چې د خېټې له وجه له مرګ څخه ونه ویریږي، نو شاید هېڅکله هم د تګ لپاره زړه ښه نه کړي. ماته یو وخت کې یو ایراني ځوان یوه خبره کړې وه، خبره په پیسو کې وه، د هغه میاشتینی معاش پنځوس ملیونه تومنه و، په داسې حال کې چې مونږ به د شپې او ورځې کار کاوه، او بیا به مو هم تر شل لکو تومنو زیاتې نه شوې پیدا کولای. ما له هغه څخه وپوښتل چې تاسې دومره پیسې په څه شي لګوئ؟ نو هغه مسکی شو او راته یې وویل چې مونږ ژوندي پاتې کېدل نه غواړو، بلکې مونږ ژوند کول غواړو، افغانان خو یوازې دا غواړي چې ژوندي پاتې شي.

ما چې کله دا خبره واورېده نو په سوچ کې شوم، ریښتیا هم هغه بلکل سم ویلي و. مونږ سره خو یو لوی غم همدا خېټه ده، که د ډوډۍ غم نه و، نو د دغو خلکو لور ته به مو کتلي هم نه وو. دا خو سمه ده چې الله (ج) انسان پیدا کړی، نو د هغه د خواراک او څښاک ضمانت یې هم کړی دی. خو د هغې لپاره یې وسیله پیدا کړې، مګر په داسې یو هېواد کې چې له خلکو سره د خېټې وېره پیدا شي، نو طبیعي ده چې د خپلو بچو په خوله کې د یو کپ ډوډۍ اچولو لپاره به مرګ ته هم غاړه ورکوي.

په قندهار کې له ډوډۍ خوړو وروسته موټر بیا حرکت وکړ. د مني وروستۍ میاشت وه، په دې وخت کې به لمر هم په غورځېدو کې سستي نه کوله، او ډېر ژر به ورځې خپله واکمني شپې ته سپارله. د ماخستن شپږ بجې وې، چې موټر د نیمروز ښار ته ورسېده. ټول مسافر د ستړیا او د اوږده سفر کولو له وجه پر لار سم نه شو تلای. د شپې تېرولو لپاره یو هوټل ته لاړو، د خوب لپاره یوه یوه خیرنه او نرۍ کمبله راکړل شوه، چې د بوی له وجه پکې ساه نه اخیستل کېده. که څه هم په بې بالښته تخته پراته وو، او د یخنۍ هم اندازه نه وه، خو بیا هم ویده شوي وو.

سباته مو له قاچاق وړونکي سره خبره وکړه، چې ټاکلې پیسې به په ایران کې له کار کولو ورسته ورکوو. زما د سر وېښتان هم پسې رسېدلې وو، شاید د ورځې نهه بجې وې، زه او انور کاکا یوې سلمانۍ ته لاړو. ما تر خپل وېښتانو جوړولو وروسته انور کاکا ته نوبت پرېښود، نو کله چې هغه په څوکۍ کې کښېناست، هغه کس ته یې وویل چې ګیره مې راته وخریه، انور کاکا ښایسته ګیره درلوده، نو ما په حیرانۍ هغه ته وکتل، ورته مې وویل:

ګیره مې وخریه! دا ته څه کوې انور کاکا؟

هغه ویې ویل: پرېږده یې عصمت وراره، تاته لاره ښه معلومه ده، هسې نه چې په لار کې مې د خارښ له وجې ټوله ویستلې وي.

ما سر وښوراوه او د باندې د هغه په انتظار پاتې شوم. هغه هم ژر راووت، او له راوتو سره د هغه د مخ بڼې هم بدلون کړی و، او بېرته خپل ځای ته ستانه شوو. مازدیګر ناوخته یې د رکشې په وسیله یو سرای ته ورسولو، دا یوه لویه کلا وه، چې یوازې څلور دېوالونه یې لرل. د دېوالونو څنګ ته د تیږو او پخو خښتو امبارونه جوړ شوي وو. تر ټولو د مخه زمونږ رکشه دننه شوه، ماخستن پوخ شوی و، د ماخستن ډوډۍ مو یوازې یو یو بسکټ او اوبه وې، چې هر چا به دغه شیان یو څه اندازه له ځان سره درلودل. د خوب لپاره په وچه ځمکه او سپېرو خاورو پرېوتو.

د خلکو شور ماشور او د موټرو آواز مې تر غوږ شو. سترګې مې پرانیستې، شاید چې د شپې دری بجې وې. شاخوا مې وکتل، ټوله کلا له خلکو ډکه وه، مونږ هم ژر پاڅېدو، لږ وړاندې شپږ ډاټسنې ولاړې وې. مونږ ته د تګ امر وشو، یو شور جوړ شو، او ټول په دې هڅه کې وو، چې ځان ژر موټر ته ورسوي. بلاخره شل شل کسان هر موټر ته پورته شول، او له کلا څخه راووتو. د دې موټرو چلونکي ټول له بلوڅ قوم څخه وو. دغه خلک ډېر وېروونکي خلک دي، نه د ځان او نه هم د نورو پروا لري. کله چې موټر ته کښیني نو بیا لوړه او ژوره نه ګوري، بس یوازې د موټر د سرعت په غم کوي، څومره چې کولای شي ځغلوي یې.

د موټر په شاتنۍ برخه کې د لاس ښورولو ځای نه و، که به ناست وې نو همداسې به تر آخره ناست پاتې وې، او که به ولاړ وې نو د لارې تر آخره به ولاړ پاتې وې. د سهار رڼایي ورو ورو په لګېدو وه، بس هرې خواته دښته او دښته وه. د موټر د غورځېدو هره شېبه شونتیا وه، په دې وخت کې په خپل ژوند هېڅوک باور نه شي کولای، او نه هم د دې هیله وي چې تر ځای ته رسېدو پورې به ژوندي پاتې شو. موټر په ریګ، کندو او لوړو ژورو کې په ډېره تېزۍ سره روان و. په دې وخت کې د چا چغو ته څوک کوم ارزښت نه ورکوي، که څوک له موټر هم وغورځیږي نو څوک یې پروا نه ساتي.

پوره ورځ مو مزل وکړ. د ټولو مسافرو څېرې مړو ته ورته وې، لکه همدا اوس چې له قبرونو څخه را پاڅېدلي وي. دشپې لپاره په دښته کې پاتې شوو، ټول مسافر د ستړیا او بې خوبۍ له وجه مات مات وو، او بې له ځنډه په نرم رېګ کې د خوب نړۍ ته تللي وو.

سهار مو بیا حرکت وکړ، مازدیګر ناوخته کوټې ته ورسېدو. د شپې لپاره بیا هم په یوه مسافر خونه کې پاتې شوو. له ډوډۍ خوړلو وروسته هر څوک په خپل خپل ځای ننوتل. په سبا سهار تر حرکت وروسته غرمه مهال یوې غونډۍ لرونکې سیمې ته ورسېدو. مونږ ته د آرام لپاره وخت راکړل شو، ټولو مسافرو خپلې خپلې غوټې خلاصې کړې، او په خواراک یې پیل وکړ. هېچا هم په مړه ګېډه خواراک نه کاوه، ځکه دا معلومه نه وه چې د څومره وخت لپاره به په دښته کې پاتې وو، بس یوازې دومره خواراک یې کاوه، چې له مرګ څخه وساتل شي. زمونږ مخې ته یو لوی غر و، دا غر په تاریخ کې د مشکل غره په نامه مشهور دی، چې د ایران او پاکستان سرحد بلل کیږي. لکه څرنګه چې یې نوم مشکل دی، په حقیقت کې هم همداسې کړنګونه لري، چې تګ په کې ډېر ستونزمن دی. په دې سیمه کې زیاتره وحشت ناک سیمییز غله موجود دي. د دې غلو په اړه راته ویل شوي، چې د هغوی په لیدو له سړي څخه د ایران د حکوت د نیولو وېره له ذهن څخه وزي. دوی په رحم کې له انسانانو سره برابر نه دي، کله چې څوک لاس ته ورشي، نو د دومره پیسو په بدل کې یې خوشي کوي، چې که هغه بېچاره ټول عمر کار هم وکړي، نو د پوره کولو توان یې نه لري. که دا پیسې تر ټاکلې مودې پورې ورته ونه سپارل شي، نو هغه بې له پوښتنې وژني. د دې وحشتناکو غلو د اوسېدو ځای هم ډېر وېروونکی دی، چې هلته په ورتلو سړی له وېرې خپل اعصاب له لاسه ورکوي. اورېدلي مې وو چې د دوی د ځینو کوټو ځمکه او دیوالونه ټول په وینو سره رنګ دي، او په ځینو کوټو کې د انسانانو د غوږونو تنابونه جوړ شوي دي. دوی ته چې کله څوک لاس ته ورشي، نو د ژوندي پاتې کېدو هیله یې ډېره لږ وي، او تر ټولو خوشبخته خو هغه دی، چې په ګولۍ باندې یې ووژني. د دوی د وژلو طریقې هم ډېرې وېروونکې وي، چې آن په آورېدو یې د سړي وېښتان له وېرې ودریږي. په ژوند ورباندې داسې مرګونه تېروي، چې څوک یې تصور هم نشي کولی.

مازدیګر ناوخته همدې غره ته نږدې ورسېدو، او د شپې لپاره پاتې شوو. سهار مهال مو له دې ځایه پیاده مزل پیل کړ. دا لاره د موټر لپاره نه وه، دغو غرونو لوی لوی کاڼي درلودل، بس ټول په ځغاسته روان وو. که څه هم د یخنۍ اندازه نه وه، خو بیا هم خپلې جامې راباندې بوج وې. په ځینو کې چې د منډې همت پاتې نه و، نو خپلې کورتیانې یې هم وغورځولې. تقریباً تر مازدیګره مو پلی مزل وکړ، او له لمر لوېدو څخه مخکې ټولو د تګ حوصله له لاسه ورکړې وه، او دا یوه سیمه چې د ساروان په نامه یادېده او د ایرن د هېواد خاوره وه ورسېدو. یو وړوکی غوندې بازار یې درلود، چې یوازې د لږ شمېر په اندازه دوکانونه په کې موجود وو. شپه مو اوس په همدې ځای کې وه، مونږ سره د خپلو پښو راټولولو همت نه و پاتې، بدن مو لرګي ته ورته شخ پاتې و، معلومه نه شوه چې کله او څنګه ویده شوي وو. سهار ناوخته یو ځل د تګ امر وشو، خو بیا بېرته راته وویل شول چې تر مازدیګره انتظار وکړئ. شاید چې هغوی سره به د نیول کېدو وېره وه، نو د همدې له وجه تر مازدیګره په تمه پاتې شوو.

اوس زمونږ راتلونکی هدف خاش و. خاش د اېران هېواد یوه برخه ده، چې له دې ځایه وروسته تر هغه ځایه پورې د تلو لپاره قیر سړک موجود دی، خو زیاتره وخت تر آخره پورې په دې سړک مسافر نه بېول کیږي، ځکه چې په لاره کې ځای ځای د پولیسو پوستې موجودې دي، نو د همدې له وجه په ځینو ځایونو کې موټر د قیر سړک په ځای په دښته کې راتاویږي. شاید مونږ هم د همدې له وجه په تمه پاتې شوي وو، چې د ورځې په نسبت په شپه کې د نیول کېدو خطره کمه وي. په هر حال مازدیګر څلور بجې مو حرکت وکړ، تر خاش پور په غالب ګومان دوه سوه کیلو متره لاره ده، چې له دریو تر څلورو ساعتونو وخت په کې لګیږي.

موټر په ډېر تېز سرعت سره روان و، انور کاکا او یو بل کس د موټر په مخکیني سیټ کې ناست وو، او مونږ نور تقریباً شل کسان په وروستنۍ برخه کې ناست او ولاړ وو. زما یوې او بلې خواته هماغه دوه هلکان وروڼه ناست وو. په دې وخت کې زما پښې سختې شخې شوې وې، تقریباً دوه ساعته لار به مو وهلې وه، په ډېره ګرانه مې وکولای شو چې ودرېږم. ما مخ هغه لوري ته تاو کړ، کوم لور ته چې مونږ روان وو. تېز شمال مې وېښتان یوې او بلې خواته غورځول، په همدې وخت کې مې ډېر لرې ولیدل چې یو بل موټر له څنګ سړک څخه دې لورې ته را وګرځېد. زمونږ د موټر حالت هم پسې خراب شو، او کله یوې خوا او کله به بلې خواته تاو شو. زه نه پوهېږم چې په دې وخت کې به زمونږ حالت څنګه و، په همدې کش مکش کې مې یو وېروونکۍ آواز تر غوږ شو، او بیا په ځان نه وم پوهېدلی چې څه وشو.

کله مې چې سترګې وغړولې، نو لومړنۍ نظر مې په آسمان کې په ځلېدونکو ستورو ولګېد. سپوږمۍ ټوله دښته د ورځې په څېر روښانه کړې وه. زه لا تر اوسه نه پوهېدم چې زه چېرته یم، خپل ښی لاس مې تر ځان لاندې و، کېڼ لوري ته مې د اوښتو هڅه وکړه، خو له اوښتو سره راته داسې احساس وشو، لکه چې په ټول بدن کې مې غشي ننوتي وي. په سر، پښو او ملا کې مې بې شانه دردونه احساس کړل. خپل یو لاس مې په سر باندې تېر کړ، نو په خپلو ګوتو کې مې لوندوالی محسوس کړ، شا او یو څنګ ته مې په سر کې د ګوتې په اندازه سوري جوړ شوي وو. د څو تنو زګېروی مې تر غوږ شو، خپل سر مې په ډېره مشکله یوې خواته تاو کړ، د سپوږمۍ په رڼا کې مې په یو څو کسانو سترګې ولګېدې، چې هاخوا دې خوا ګډوډ پراته و. سرونه یې یوې او بلې خواته خوځول،او زګیروي یې کول. زه لا تر اوسه حیران وم چې دا څه کیسه ده. خپله یوه پښه مې وخوځوله، خو د هغې درد مې له واک څخه وتلی و، او یوه چغه مې له خولې ووته. په همدې وخت کې مې د یو موټر د څراغونو رڼا او آواز تر غوږ شو. زما څخه کوم دېرش ګامه وړاندې ودرېد، دوه دری کسان په منډه دې خواته را روان وو، هغوی یوې او بلې خواته تیت شول، او یوبل ته یې نارې وهلې. زه د هغوی په خبرو نه پوهېدم چې دا څه وايي، زما دماغ زما په اختیار کې نه و.

یو کس زما په سینه لاس کېښود، لږ یې وخوځولم، ویې ویل: زنده هستی؟

ما هېڅ ونه ویل بیا یې کړه: ژوندی یې؟ زما آواز اورې؟

ما خپل لاس دهغه لاس ته نږدې کړ او په خپل لاس کې مې ونیوه، په ډېره سختۍ مې شونډې وخوځېدې، ومې ویل: اوبه…اوبه لرې؟

هغه ژر پاڅېد او د موټر خواته یې منډه کړه. په ما سترګې پټې پټې کېدې، هغه کس په بېرته راتلو کې یو بوتل اوبه له ځان سره راوړې، او زما په خوله کې یې اوبه واچولې، او بیا د نورو کسانو خواته لاړ.

زما ماغزه لږ ځای ته راغلل. لږ وخت وروسته مې ناڅاپه د امبولانس آوازونه تر غوږ شول. سړک زمونږ څخه شل ګامه وړاندې و، زما سر د سړک لورته و، ماته هغوی نه ښکارېدل، چې شمېر به یې څومره و. د یو موټر څراغونه زمونږ لوري ته راتاو شول، او رڼا یې زما څخه څو ګامه وړاندې په یوه موټر ولګېده، چې سینه یې د آسمان لور ته وه، او سر په ښکته پروت و. په همدې وخت کې مې د زیاتو کسانو آوازونه تر غوږ شول، او د هغه موټر شاوخوا ته راتاو شول. په لږه شېبه کې یې موټر په خپل ځای کې را سم کړ، د موټر دروازې دننه خواته چیتې شوې وې. هغوی زیاته هڅه وکړه چې د موټر کومه دروازه وازه کړي، خو له زیاتو هڅو سره سره بیا هم ونه توانېدل. لږ وخت وروسته یې یوه دروازه د څرخ په وسیله ورنه پرې کړه. زما په سترګو تیاره راغله، څو کسان یې په کشولو کشولو له سیټ څخه را بهر کړل، د څراغونو په رڼا کې مې د انور کاکا جامې وپېژندې. ټول په وینو سور اوښتی و، ما په خپل ځان کې کمزوري احساس کړه، او په ورو ورو مې د سترګو خلاصولو توان هم له لاسه ورکړ، او یو ځل بیا زما ذهن د بې هوښۍ په نړۍ کې ډوب شوی و.

د سترګو په خلاصولو راته داسې احساس وشو، لکه ښه ډېر خوب چې مې کړی وي، تر خپل ځان لاندې مې نرم شی محسوس کړل، سترګې مې یوې او بلې خواته وغړولې، د کټ څنګ ته یوه څوکۍ اېښودل شوې وه، او د کړکۍ ګانو په مخ باندې ښایسته پردې را ځوړندې وې. خپل کېڼ لاس مې راپورته کړ، ګورم چې په شا باندې یې راته ستنې لګول شوې دي. زه لا تر اوسه حیران پاتې وم، چې دا ما سره څه روان دي. په همدې وخت کې مې د دروازې آواز تر غوږ شو، یوه آشنا څېره مې مخې ته ودرېده، زما لاس یې په خپل لاس کې ونیوه. ما ورته حیرا حیران کتل، بیا یې په کرار غږ ووبل: عصمت وروره اوس دې حالت څنګه دی؟

ما په ډېره مشکله څه وویل، بیا مې ورنه د انورکاکا باره کې وپوښتل چې هغه څنګه دی. خو د هغه له خولې څخه څه ګډې وډې خبرې راووتې. ما په سخته لهجه هغه ته وویل چې زه غواړم له هغه سره وګورم. بیا یې په کرار کرار د خبرو مخ بل لوري ته واړاوه، زما د پوښتنې په ځواب کې یې راته وویل، چې دری شپې مخکې روغتون ته راوستل شوی یې. زه ډېر حیران شوم، ما د هغه د نوم پوښتنه وکړه، بیا مې په ډېره ګرانه د هغه څېره ذهن ته راوسته، زه حیران شوم، دا خو صبور دی، مګر دا دلته څه کوي؟ ما په رډو هغه ته کتل، نه پوهېږم ما څه څه خبرې کولې، او هغه راته څه څه ځوابونه راکول.

صبور له ډېر پخوا څخه پېژنم، او زما نږدې ملګری دی، خو زیات وخت تېر شوی دی، چې ما او هغه سره نه دي لیدلي. هغه د قاچاق وړونکو له ډلې څخه و، کور یې هم د خاش په کومه برخه واقع دی. ماته معلومه نه وه چې هغه ته چا، څنګه او څه وخت خبر ورکړی و، خو د هغه راتګ زمونږ لپاره د الله(ج) له خوا یو لوی رحمت و.

صبور په خبرو لګیا و، په همدې وخت کې دوه کسان چې تر پښو پورې یې سپین کمیسونه پر تن وو، د ننه راغلل. هغه دوه نورو کسانو یو کټ د ننه راوړ، بیا زما خواته را نږدې شول، دوه کسانو له سینې ونیولم او غوښتل یې چې ما پړمخې واچوي. زما په سر لږ درد راغی، ما ته سخته غوسه راغله، په همدې وخت کې مې یو لاس په کټ باندې تکیه کړ، او بل لاس مې ښه پورته کړ، او ډاکټر مې په خوله په سوک وواهه. زه نه پوهېږم چې ما څه احساس کاوه، د هغوی په لیدو مې سترګې رډې راوتلې وې. دوه کسانو زما لاسونه ونیول، او پورته یې کړم، په پښو او ملا کې مې یو وژونکی درد احساس کړ، او له خولې څخه مې یوه په زوره چغه ووته. له دې چغې سره مې د سترګو په وړاندې تیاره راغله، او زما ذهن یې هم له ځان سره یووړ.

بیا چې کله په هوښ راغلم نو د لمر وړانګې ځمکې ته را رسېدلې وې. ماته معلومه نه وه چې زه څومره وخت بې هوښه وم. ما د ولاړېدو کوښښ وکړ، خو بېرته په شا پرېوتم، تر دواړو پښو مې سپین بنداج تاو شوی و. بیا وروسته راته معلومه شوه، چې ملا او دواړه غبرګې پښې مې ماتې شوي دي. په دې سره مې په ذهن کې وېره راګډه شوه، او دومره فشار را باندې راغی، چې په ټول وجود کې مې د اور لمبې خپرې شوې. نه پوهېږم چې په دې وخت کې به مې د مرګ لپاره څومره سوالونه کړي وي، د انسان په وجود کې د ځواک لویه برخه همدا غړي دي، او له دې غړو څخه چې بې برخې شم، نو څنګه به د ژوند سفر ته دوام ورکړم. په هر حال همدې شومو خیالونو به مې شپه ورځ د ننه وجود سوځاوه، او د دې هر څه سربېره مې ذهن له لوګيو څخه ډک شوی و، چې هېڅ مې په سم ډول فکر نه شو کولای. څلور نورې ورځې هم په روغتون کې پاتې شوم، کله چې له مخکینۍ پېښې خبر شوم، نو زمونږ د ملګرو له ډلې یوازې نهه کسان پاتې وو. د دغو کسانو په ژوند هم یقین نه کېده، او ځینو خو له ژوند څخه مرګ غوره ګاڼه، ځکه چې نور د ژوند کولو وړ نه وو. که ژوندي پاتې شوي هم وای، نو له رغېدو وروسته یې هم د کار کولو توان نه درلود. د انور کاکا جسد خو داسې حالت ته رسېدلی و، چې د پېژندلو وړ پاتې نه و. زمونږ سره چې کوم هلکان وروڼه راغلي وو، هغوی هم د مړو په شمېر کې راغلل. زه له روغتون څخه له صبور سره د هغه کور ته لاړم. تقریباً اووه ورځې زه له خپل ځایه ولاړ نه شوم. صبور زما ډېر زیات خیال ساته، په پنځلسمه ورځ د دې وړ شوم، چې بېرته خپل کورته روان شم. د نیمروز تر ښار پورې د صبور په ملتیا راغلم.هلته له خپلو هغو نورو ګوډو ماتو ملګرو سره یو ځای شوم، او بیا له هغه ځایه د بین الملل له خوا هرات ته واستول شوو. د هرات ښار په یوه روغتون کې تقریباً لس ورځې زمونږ درملنه وشوه. زمونږ له نهه کسانو څخه یو بل کس هم کم شو، او د مړو له کاروان سره یو ځای شو. په راتلو کې زمونږ شمېر شل کسه و، خو په بېرته تلو کې یوازې آته کسه پاتې وو. د انور کاکا په یاد به مې هره ورځ سترګې له اوښکو ډکې وې، او سوچ مې کاوه چې په کور کې به اوس څه قیامت وي. له ماشومې لور به یې په څومره سخته مخه ښه اخیستې وي، او هغې به ورته په یوه نړۍ امیدونو رخصت ورکړی وي، او اوس یې چې په داسې یو حالت کې کورته بېولی وي، چې څېره یې هم نه پېژندل کیږي، نو د هغوی به څه حال وي؟ بس هره ورځ به مې همدا سوچونه کول، او بیا به مې ورسره لپې لپې اوښکې تویولې. په یولسمه ورځ مې په داسې حال کې د کور په لور حرکت وکړ، چې ملا او پښې مې ماتې وې، او موټر ته د لکڼو په وسیله پورته شوم. زړه مې له ډېره غمه نږدې و، چې وچوي، خو ژړا مې هم له خولې نه راوته. سلګیو مې په ستوني کې خولې لګولې، او له یو دردونکي یاد او خاطرو سره بېرته د کور په لور روان شوم.

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x