افغانستان

توغندیز برید په میدان وردګو کې د ۱۲ تنو ژوند واخیست

نن ټکی اسیا (جمعه، لېندۍ ۱۳، ۱۳۹۴ ل): د میدان وردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د هوان مرمۍ د لګېدو له امله ۱۲ تنه کلیوال وژل شوي دي.

پېښه نن سهار شاوخوا ۷ بجې هغه وخت رامنځته شوه کله چې د سیداباد ولسوالۍ اړوند د وتلي اوتړیو کلي کلیوال د مسجد مخ ته ولاړ وه او په منځ کې یې د هوان مرمۍ ولګېدل، په پېښه کې ۱۲ تنه کلیوال وژل شوي چې ډیری یې ماشومان دي.

کلیوالو د پېښي په اړه رسنیو ته وویل چې د هوان مرمۍ د ملي اردو ځواکونو له لوري توغول شوي وه چې ددوی په کلي کې ولګیدل او یاده مرګ ژوبله یې رامنځته کړل.

ځینو سرچینو په سیمه کې د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ د جګړې خبر ورکړی دی خو طالبانو دا خبره رد کړي، دوی وایې چې په سیمه کې هیڅ ډول جګړه نه ده شوي او د هوان مرمۍ توغول د ملي اردو قصدي کار بولي.

تر پېښي وروسته قهریدلي خلګ راوتلي او مظاهره یې پيل کړی، د کندهار- کابل لویه لار تړل شوي او مظاهره اوس هم دوام لري.

امنیتي چارواکو د پېښي په اړه پلټني پيل کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x