ټولنیزه برخه

تر بېل ګيټس هم لوی پانګوال شته!

له بېل ګیټس څخه پوښتنه وشوه: تر تا ډېر سرمایه داره شته؟

وويې ویل: هو، یوازې یو کس.

-څوک؟…

-کلونه مخکې، کله چې مې دنده پرې ښوده، د خپلو افکارو او د مایکروسافټ د پلانونې په اړه مې فکر کاوه. یوه ورځ د نیویارک په هوايي ډګر کې وم، چې له الوتنې مخکې مې پر ورځپاڼو او رسنیو سترګې ولګېدې.

یوه ورځپاڼه مې ډېره خوښه شوه، جېب ته مې لاس کړ، چې ورځپاڼه وپیرم، ګورم چې ماتې پیسې نه لرم. غوښتل مې ترې تېر شم، مګر تور پوستي ورځپاڼه پلورونکي هلک چې پر ورځپاڼې زما ښخو شوو سترګو ته پام شو ، ويې ویل، دا ورځپاڼه دې خپله ده، در ومې بښله، درسره یې واخله!

ومې ویل: نه، زه ماتې پیسې نه لرم!

ویې ویل: بس تا لپاره مې دروبښله!

درې میاشتې وروسته مې په همغه هوايي ډګر کې له هماغه سالونه پرواز درلود. بیا مې پر یوې مجلې سترګې ښخې شوې، جېب ته مې لاس کړل، بیا مې ولیدل چې ماتې پیسې نه لرم، بیا هماغې هلک راته وویل، دا مجله درسره واخله!

ومې ویل: بچیه، څه موده مخکې راغلی وم، یوه وځپاڼه دې راته وبښله، هر څوک چې دلته راځې او له داسې مسئلې سره مخ کېږي، ورته یې بښې؟!

هلک وویل: هو، زړه مې غواړي ور ويې بښم؛ د ځان د ګټې لپاره یې بښم.

د دې هلک دې نظر او دا جمله مې په ذهن کې پاتې شوه، چې له ځان سره مې فکر وکړ، خدایه! دا د کوم احساس له امله داسې وايي.

له ۱۹کالو وروسته، کله چې داسې پانګوه وال شوم، له ځانه سره مې وپتېیله، چې دا کس ومومم او تېره همکاري يې ورته پر ځای کړم. یوه ډله مې وګومارله، چې لاړشې وګوري په پلاني هوايي ډګر کې څوک ورځپاڼه پلوري. له یوې نیمې میاشتې پلټنې وروسته يې پام شو، چې یو تورپوستی مسلمان سړی و، چې اوس د یوه تیاتر ساتونکی دی. لنډه دا چې دفتر ته مې راوغوښت.

ترې مې وپوښتل: ما پېژنې؟

ویل يې: هو، تاسې ښاغلی بېل ګيټس یاست، چې ټوله نړۍ مو پېژني.

ومې ویل: کلونه وړاندې کله چې ته هلکوټی وې او ورځپاڼې دې پلورلې، دوه ځلې مې ماتې پیسې نه لرلې، ما ته مو ورځپاڼه وړیا راکړه، دا کار دې ولې وکړ؟

ویل يې: طبیعي ده، دا مې خپل حس او خیال و.

ومې ویل: اوس پوهېږي درسره څه کار لرم؟ غواړم هغه مینه مو چې راسره کړې، بېرته یې پر ځای کړم.

ځوان وپوښتل: څنګه؟

-هر څه چې غواړې درکوم یې!

(بېل ګیټس په خپله وايي، دې ځوان چې کله خبرې کولې له ځانه سره یې موسل)

تور پوستي ځوان وویل: هر څه چې وغواړم، راکوې یې؟

-هر څه چې غواړې!

-رښتیا چې هر څه وغواړم؟

بېل ګیټس وویل: هو، هر څه چې غواړې، درکوم یې، ما پنځوسو افریقايي هېوادونو ته پور ورکړی، د هغو ګردو په کچه یې تا ته هم دربښم!

ځوان وویل: ښاغلی بېل ګیټس نه شې کولای پر ځای یې کړې!

ومې پوښتل: دا څه معنا؟ نه شم کولای او که نه غواړم؟

ویل یې: غواړې يې، خو نه شې کولای پر ځای یې کړې!

ومې پوښتل: ولې نه شم کولای پر ځای یې کړم؟

تورپوستي ځوان وویل: زما او ستا توپیر په دې کې دی، چې ما په نادارۍ کې دروبښل، مګر ته لوی پانګوال یې او له داسې یو موقفه غواړې ما ته څه راوبښې او دا هغه «بښنه» نه شي پر ځای کولای. په هېڅ ډول یې نه شي پر ځای کولای! په دې کار سره نه شې کولای ارام شې. مننه ستاسو له مهربانۍ!

بېل ګیټس وايي: تل فکر کوم چې تر ما بل څوک ډېر ثروتمند نه دی، مګر دغه ۳۲ کلن تورپوستی مسلمان ځوان!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x