fbpx

له محمد (صلی الله علیه و سلم) سره مینه- پنځلسمه (۱۵) برخه

ژباړنه، لیکنه: حمـــــد الله (دانشمـند)

په تېرو برخو کې مو د مخلوق مینه له ستر لارښود (نبي علیه السلام) سره و ارزوله، په دې برخه کې د خالق(ستر څښتن) مینه او محبت له همده علیه السلام سره را سپړو: الله پاک زموږ و ستر لارښود (نبي علیه السلام) ته هغه ځانګړنې ور کړې، چې په مټ یې له یو لک څلیرویشت زره(۱۲۴۰۰۰) زیات و کمو انبیآؤ علیهم السلام نه د غورتوب مقام وړی، د ا د هغه سپېڅلي محبت نتیجه او ثمره ده، چې نبي علیه السلام مبارک په بيسارې توګه ترې برخمن دی. دا چې یادې ځانګړنې څه دي، نو  لیکنه تر پایه را سره بدرګه کړئ:

-۱- نبي علیه السلام مبارک د انسانانو تر څنګ پيریانانو ته هم لېږلی شوی وو.

-۲- د هغه مبارک دین تر قیامته د پاتې کېدو وړ تیا لري.

-۳- هغه مبارک الله پاک په هر شي پېژندلای وو.

-۴- هغه مبارک په لږ زمانه کې د ډېرو صحابه وو له ملتیا نه برخمن شو.

-۵- هغه مبارک ته الله پاک تر ټولو انبیاؤ زیاتې معجزې ور کړې.

-۶- په هغه مبارک د الله پاک له لوري ستر کتاب(قرأن) نازل شوی.

-۷- هغه مبارک ته د بشر د ټولنې د سردار مقام ور کړل شوی.

-۸- د ټولو انبیاؤ معجزې د ده د امت د غوره اشخاصو په لاسونو د کرامت په څېر څرګندې شوې.

-۹- په “بیت المقدس” کې د ټولو انبیاؤ د امامت ویاړ لري.

-۱۰- واړه انبیاء لوی څښتن په ده باندي و ایمان او د د مبارک مرستې ته را بللي.

-۱۱- الله پاک د هغه مبارک نشوه او نما په مبارک ښار(مکه مکرمه) کې کړې.

-۱۲- د مقام محمود(لوی شفاعت) ویاړ هم ده مبارک ته بښل شوی.

-۱۳- د قیامت په ورځ به همدی مبارک لومړی له قبر نه د حشرګاه میدان ته تشریف وړي.

-۱۴- الله پاک په (یایها الرسول/ یایها النبی) اې رسوله، اې نبي ورته خطاب کړی، کوم چې د سترې میني او محبت نښې له ورایه پکې برېښي، ذاتي نوم (محمد- صلی الله علیه و سلم) یې یواځې په قران کې (۴) ځله یاد شوی، په داسي حال کې چې د (یا نوح، یا موسی، یا ابراهیم، یا عیسی او…) په زیات شمېر ذکر راغلی.

-۱۵- الله پاک له خپلو صفتونو (نومونو) “رؤف، رحیم” هم په ده مبارک لورولي.

-۱۶- په واړه امتونو کې غوره امت هم د د امت نومول شوی.

-۱۷- د غنیمت مال خوړل یواځې همده مبارک ته روا شوي.

-۱۸- د زمکې ټول مخ و ده او د ده امت ته مسجد ګرزول شوې.

-۱۹- د یوې میاشتې په اندازه لري دښمن له ده نه په رعب کې وو.

-۲۰- الله پاک د هغه مبارک یاد دومره لوړ کړی، چې چېري دالله پاک نوم وي هغالته د ده مبارک نوم هم شته “غالبا”.

-۲۱- په قبر کې له مړي نه د ده مبارک په اړه هم پوښتنه کـېږي.

-۲۲- په قران کې تر (۳۰) ځله زیات د ده مبارک د اتباع (پیروي) سفارښتنه شوي او… او… . یاد غوره توبونه د دې څرګندې نښې دي، چې الله پاک له همده علیه السلام سره زیاته مینه او محبت لاره.

دا مې د بیلګې په توګه د هغه مبارک د فضیلت (غوره والي) په اړه څه و لیکل، اما په مکمله توګه یې فضائل بیانول د عقل له ادراکه، د کاغذ له احاطي وتلی انځور دی.

درنو مینوالو د نبوي میني لړۍ هم دلته تکمیل شوه! له نشرونکو، کتونکو، لوستونکو، خاص بیا د دې پاڼې له کار کوونکو نه د زړه له کومي منندوی یم! الله پاک مو له دیني، دنیوي او اخروي بریاوو ځخه برخمن و لره.

اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ.

پای

ددې لړۍ د نورو برخو د لوستلو له پاره دلتهکليک وکړئ

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د