نظــر

د (وحدت) (ګونګوسې) د افغان محصلينو (برين واش)

ما د برين واش (Brain Wash) کلمه اورېدلې وه، خو عملاً مې دغه عمليه تر سره کېدل په دې ډول نه و ليدلي چې زما زړه دې پرې اوبه څښلي وي،د بيلا بيلو موضوعاتو او فعاليتونو په اړه به مې اورېدل چې فلانۍ اداره غواړي ځوانان بې لارې کړي، فلانۍ غواړي چې د افغانستان د حکومت په وړاندې نفرتونه پيدا کړي، عوام تېر باسي، د خلکو له زړونو حب الوطني وباسي، زده کوونکي د جهالت په لور بيايي، او دا ګرد کارونه په داسې منظمه توګه تر سره کوي چې د خپل ښکار يا (ټارګيټ) په دماغو کار کوي، او ذهناً يې دې ته چمتو کوي چې خپل فکر پرې ومني همدې ته (برين واش)يا د مغزو مينځل وايي.

ډېر ځله به د يو چا له خبرو، ليکنو، څرګندونو، تحليلونو، کړنو او خوځښتونو د د همدې معنى بوى راته خو د برين واش هڅه مې په لمړي ځل د (وحدت) ورځپاڼې پر مخ په رڼه توګه محسوسه کړه، هغه ورځپاڼه چې پښتانه يې د خپلې ژبې يوازنۍ باوري خبري ورځپاڼه بولي، چې د افغانستان په جهاد کې يې فعاله ونډه اخستى ده.

د تېرې دوشنبې په ورځ له پېښوره  خپرېدونکې پښتو ورځپاڼې (وحدت) په درېيم مخ د (ګنګوسې) په کالم کې د (د افغاني زده کوونکو ته نوى جال) تر عنوان لاندې د فيروز خان صادق يوه ليکنه خپره کړې، ښاغلي صادق په دې ليکنه کې هندوستان ته د زده کړو له پاره د افغان محصلينو د تګ په اړه يو لړ څرګندونې کړي چې د درنګ وړ دي.

د دې اوږدې پنځه کالمه لېکنې لوستونکى ډېر ځايه د تکراري جملو سره مخ کيږي، او په دې فکر کې لوېږي چې ليکونکى کوښښ کوي لېکنې ته بله جامه ورکړي او خپل اصلي مقصد له څو پراګرافونو وروسته بيا بيا راڅرګند کړي، ګوندې له لويه سره عنوان او ليکنه سره سر نه خوري.

کېداى شي چې همدې ته ورته ليکنې او راپورونه وي چې د افغانستان حکومت يې هيواد ته د پاکستانيو ورځپانو د راتګ مخنيوي ته مجبور کړ او امر يې وکړ، نور دې په پاکستان کې چاپيدونکي مطبوعاتي افغانستان ته نه راوړل کيږي.

د ښاغلي فيروز خان صادق په دې لېکنه کې ماته په دوه موضوعاتو خپګان او نيوکه او د افغان محصلينو په غوږ کې د خپل نظر د ورڅڅولو کوښښ بريښي.

خپګان په افغانستان کې د هندوستان پر فعاليتونو او هندوستان ته د تعليم په موخه د پاکستاني زده کوونکو پر تګ دى، او کوښښ د دې خبرې شوې چې افغان زده کوونکو ته په ذهن کې ور واچوي چې بايد هندوستان ته د تحصيل له پاره ولاړ نه شي.

هندوستان ته د پاکستاني محصلينو د تګ موضوع تر پاکستان پورې اړه لري، او بايد په هېڅ معنى د افغان زده کوونکو پورې دغه موضوع ونه تړل شي، دغه راز په  افغانستان کې د هندوستان فعاليتونه هم د پاکستان حکومت پورې تړلي دي، دغه دواړه موضوعات د ټولنيز او تعليمي اړخ په پرتله زيات سياسي اړخونه لري.

که پاکستان په افغانستان کې د هندوستان پر کړنو تشويشونه او انديښنې لري، نو کېداى شي چې هندوستان له خپله اړخه په افغانستان کې د پاکستان په رول ورته انديښنې ولري، دا يوه سيمه ايزه، بلکې نړيواله موضوع ده چې په افغانستان کې د هر بهرني هيواد موجوديت ګاونډيو او نورو هيوادونو ته يو لړ پوښتنې راولاړوي، که په لويه کې وګورو نو دغه ډول انديښنې کېداى شي چې چين، روسې، ايران، د منځنۍ اسيا هيوادونو،  ګاونډيو او له افغانستانه سلګونه کيلو متره لرې پرتو هيوادونو ته هم وي، هغوى هم کېداى شي په روانه وضعه نظر لري او په هره برخه کې خپل فکر.

خو تعليم او تحصيل بايد هېڅکله هم تر سياست پورې ونه تړل شي، که ښاغلي فيروز خان صادق صاحب دغه موضوع څېړلاى نو ښه دا وه چې د سياسي زاويې څخه يې بحث پرې کړې واى، او خپل نظر يې وړاندې کړى واى، دغه راز پکار وه چې نوموړي د خپلو معلوماتو د کره کولو له پاره د هغو خواوو ادرسونه او مصادر (ريفرينس) هم ورکړې واى چې ده ورڅخه معلومات تر لاسه کړي دي، حالانکه د نوموړي په ليکنه د هېڅ يوې داسې خبرې او يا ټولنيزې ادارې، اخبار، مجلې، راډيو، تلويزيون يا ويبسايټ يادونه هم نه ده شوې چې نوموړي ورڅخه معلومات اخستي دي.

په دې برخه کې زه ډېر څه ويل نه غواړم، يوازې همدومره که فيروز خان صادق په هندوستان کې د افغاني محصلينو تحصيل خفه کړى وي، نو په پاکستان کې تر هغې زيات افغانان په زده کړو بوخت دي ايا دوى به هم په افغانستان کې د پاکستان ګټې خوندي کوي، او ساتنه به يې کوي؟ او که نه دا په پاکستان کې په تحصيل بوختو افغان محصلينو څخه همدا غواړي چې بايد په خپل هيواد کې هغه څه وکړي چې پاکستان ورته وايي؟

دغه راز د نړۍ په نورو هيوادونو کې هم زرګونه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، نو صادق صاحب يوازې د هندوستان په پوهنتونونو او تعليمي ادارو کې زده کړو ولې دومره غمژن کړى دى؟

زما په فکر تعليم تر دولتي سياست پورې تړل نه دي په کار، او که تړل کيږي هم نو په دې انداز کې نه، چې په سترو حقيقتونو سترګې پټې کړاى شي، لکه چې ورور فيروز خان داسې څرګندوي چې ګوندې افغاني محصلين په ناسمه لار روان دي.

د صادق صيب دا وړانديز چې هندوستان دى په افغانستان کې تعليمي ادارې جوړې کړي، او په دې توګه دې د خپلې مرستې او صداقت ثبوت ورکړي، بيخي بې ځايه ښکاري ځکه يوازې د هندوستان په حق کې د دا ډول وړانديز لامل څه کېداى شي؟ او ولې بايد ورڅخه وغوښتل شي چې افغان محصلين دى خپل هيواد ته نه غواړي؟ بلکې دلته دى د هغوى زده کړو ته زمينه برابره کړي.

که داسې وهم شي، نو بيا د دې ثبوت څوک ورکوي چې په کور دننه به هندوستان خپل فعاليت نه کوي، او که هندوستان ته د دې اجازه ورکول شي نو بيا خو به د نړۍ له داسې لسګونو هيوادونو غوښتل کيږي، ځکه چې همدا اوس په ايران، روسيه،تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان، ترکيه، امريکا، اروپا او نورو ګڼو هيوادونو کې افغاني محصلين په زده کړو بوخت دي، هغوى هم بايد راوغوښتل شي، او د افغاني محصلينو سره دغه مرسته يو ډول (جال) وبلل شي لکه صادق صيب چې ګومان کوي، لنډه دا چې صادق صاحب خورا نامعقوله، د نه منلو او بې ځايه خبره او وړانديز کړى، له ليکنې او داسې وړانديزونو د لمړي ټولګي زده کوونکى بريښي.

زه د هندوستان په کړنو نه غږېږم، او نه هندوستان زما له پاره موضوع ده، که زه په هيواد کې روانه هره کشاله باندې د خبرو نيت ولرم نو په دې برخه کې به يوازې په يو اړخ او يا يو هيواد ګوته نه ږدم، بلکې کوښښ به کوم چې د موضوع سره تړلي ټول اړخونه وڅېړم او په هره برخه کې خپل نظر څرګند کړم، او نه يوازې زه بلکې ټول هغه څوک چې په يوې خوا سترګې پټوي او په بلې خوا ډزې کوي، همدا معنى لري چې د يو خوا مزدور دى، او د هغه په ګټه د بل په وړاندې په مورچل کې ناست دى.

زموږ هيواد يوازې د هندوستان په خوله کې خوږه مړۍ نه ده، داسې ډېرو هيوادونو په ګران هيواد کې فعاليت پيل کړى، چې ډېر به يې رښتينې او ډېر نور به بيا خپل مقاصد لري، خو دغه مقاصد يوازې تر هندوستان پورې نه دي خاص، ډېرو نورو هيوادونو هم د خپلو اهدافو د تر لاسه کولو له پاره دلته لاسونه را غزولي او خپلو موخو ته د رسېدو له پاره په کار اخته دي.

زه نه پوهېږم چې  فيروز خان صادق صاحب د افغاني محصلينو ستونزې درک کړي، د هغوى له مشکلاتو خبر دى، د هندوستان د تحصيلي مرستو څخه څومره معلومات لري، په دې برخه کې يې څخه تر لاسه کړي، او کوم هغه دليل دى چې هغه يې هڅولې څو په نوموړي هيواد کې د افغاني محصلينو په تحصيل اعتراض وکړي، او خپګان ښکاره کړي؟؟؟

زما په فکر که صادق صاحب خپله لېکنه په دې انداز لېکلې واى چې هندوستان ولې پاکستاني محصلينو ته په دې هيواد کې د تحصيل (لالچ) ورکوي؟ لکه هغه يې چې يادونه کړې، د پاکستان د قبايلي سيمو ځوانان هم هڅول کيږي، او په دې يې هم انديښنه څرګنده کړې چې کېداى شي بله ورځ بلوچان، سنديان او پنجابيان هم وغواړي او پاکستان ته تشويش جوړ کړي نو دا به ډېره ښه وه، نه دا چې په افغان محصلينو يې د غشي نښه نيولى او د ليکنې په اوږدو کې يې خپل مقاصد پټ کړي دي.

د يو پښتون په حيث د صادق صاحب دا کوښښ ډېر د خپګان وړ دى چې غواړي افغاني محصلين دى هندوستان ته د تحصيل له پاره نه ځي، او دا تاثر ورکول چې په هندوستان کې به هغوى خپل دين، او کلتور له لاسه ورکړي او په افغانستان کې به بيا د هندوستان په اشارو کار کوي.

بايد دا هڅه ونه شي چې د افغانستان ځوان کهول د تعليم څخه راوګرځول شي، او دا کوښښ ونه شي چې د سياسي مقاصدو له پاره د يو هيواد د بچيانو د تعليم او پرمختګ مخه ونيول شي، رښتيا خو دا ده چې زموږ پښتانه وروڼه بايد هېڅکله هم دا کوښښ ونه کړي چې په هره برخه کې وروسته پاتې افغان بچيان د جهالت لور ته ورټېل وهي، او لکه صادق ورور چې کوښښ کړى د هغوى (برين واش) وکړي.

که صادق صاحب په دې لېکنه کې د يو باخبره او با تجربه مشر په حيث افغاني محصلينو ته نصيحتونه کړې واى نو ډېره به ښه وه، که هغه دا کوښښ کړى واى چې خپل پښتانه او افغان وروڼه په نورو هيوادونو کې د بې لارۍ عواملو ته متوجه کړي نو ډېره به بهتره وه، او داسې  به مو انګېرلې وه چې ښاغلي فيروز خان د افغانستان په درد دردمن دى او داسې نه چې کوښښ کوي د تعليم وړ طبقه له سبقه زړه تورنه کړي.

که د فيروز خان صادق خبرې ومنو، نو بيا يې هم بايد افغاني محصلينو ته د بديل لاره ورښودلې واى، په دې توګه چې څرګنده کړې يې وه، که په هندوستان کې تحصيل ونه کړي نو چرته يي وکړي؟ په څه ډول يې وګړي؟ او دغه موقع چې دوى ته په لاس ورغلې که له لاسه يې ورکړي نو ښه ځاى او ښه لاره کومه ده چى دوى پرې ولاړ شي؟

لکه چې مخکې مې وويل د صادق صاحب دا انديښنه به پر ځاى وه چې پاکستاني ځوانان ولې د هندوستان له خوا جلبيږي، او په دې برخه کې يې بايد په دې ډول موضوع څېړلې واى چې دغه (جال) د پاکستاني محصلينو له پاره دى نه د افغاني محصلينو له پاره، که وګورو نو د صادق پام دې لور ته هلته راواوښت چې له مطبوعاتو يې واورېدل دغه هيواد د پاکستان د قبايلي سيمو ځوانان هم خپلو پوهنتونونو ته جلبوي، که داسې نه واى نو هندوستان خو له تېرې يوې لسيزې راهيسې افغاني محصلين خپل هيواد ته غواړي، او ډېرې يې هلته له زده کړو فارغ او خپل هيواد ته راستانه شوي هم دي، په تېرو کلونو کې د نوموړي سره دا انديښنه نه وه چې ولې افغان محصلين هلته د زده کړو له پاره ځي؟

د يو افغان او يو زده کوونکي پر ځاى د درېدلو د ګڼلو پر مهال مې د صادق له لېکنې دا مطلب واخيست چې هغه افغاني محصلينو ته وايي چې بايد بهر ته د تحصيل له پاره ولاړ نه شي، او دغه خبره يې په سياسي رنګ کې د پاکستان د کلک حريف هندوستان سره په تړلو کړې ده، که نه نو ايا د روسيې، امريکا، اروپا، او نورو هيوادونو کلتور او دين د افغانستان د کلتور او دين سره يو شان دى؟ چې ښاغلى فيروز خان په دې دليل چې د هندوستان دين او کلتور د افغانانو د دين او کلتور سره سر نه خوري، نو هلته بايد زده کړې ونه شي، که هغه رښتيا د افغانانو د دين او کلتور په درد دردمن وي بيا خو بايد نورو کفري هيوادونو ته د تګ په اړه هم نوموړي دغه ډول نظر وړاندې کړى واى، او دا خبره يې بايد بيا په يوه لويه دايره کې رانغښتى واى چې هېڅ مسلمان دى په هېڅ غير اسلامي هيواد کې تحصيل نه کوي.

که د دين او کلتور مسئله مطرح وي نو فيروز صاحب په لندن، فرانسې، جرمني، امريکا او نورو هيوادونو د پاکستاني محصلينو (سټوډينټانو) پر زده کړو ولې اعتراض نه لري؟ حالانکه دغه هيوادونه هم د پاکستان سره ګډ کلتور او دين نه لري، حتى چې د پاکستان ډېرې سياسي مشرانو (ليډران) هم په لويديځو کفري هيوادونو کې زده کړې کړي، او په پاکستان کې په لوړو لوړو منصبونو فايض دي، يوازې نارينه نه، ښځينه پاکستاني زده کوونکې هم په غربي هيوادونو کې زړه کړې کوي، چې د بې نظير بهټو زوى بلاول او لوڼې يې ښه بېلګه ده.

زه فکر کوم چې په نورو هيوادونو کې تحصيل او زده کړې دا معنى نه لري چې يو څوک دې د نوموړي هيواد فرهنګ خپل هيواد ته راوړي، که افغاني محصلين دا کار وکړي نو هم به بد کار وي، زده کړه د علم تر لاسه کول دي، او بايد هر ځاى ته پسې سفر وشي.

د نوموړي له لېکنې څخه زما برداشت دا دى چې د هندوستان تحصيلي جال به د افغان محصلينو په وړاندې وي يا نه، خو د ګرانو هيوادوالو په وړاندې د فيروز خان صادق جال خورا خطرناک دى، ځکه چې په ډېره نېمګړې ژبه يې  افغان زده کوونکو ته د داسې څه ور تلقين کولو کوښښ کړى چې هېڅ سر او اخر نه لري، همدا (برين واش) دى.

د صادق صاحب لېکنه يې يو مثال دى، زه له ټولو پښتنو او نورو خېرخواهو خواوو څخه دا هيله لرم چې د افغانستان د پرمختيا په مخ کې دې داسې خنډونه نه جوړوي چې لوستې طبقه يې هم د نورو د سياستونو ښکار کړي، بايد په دې برخه کې د نېوکو پر ځاى د لارښوونو څخه کار واخستل شي، تر څو دغه جنګ ځپلى هيواد په خپلو پښو ودريږي، او يو ځل بيا د سيالانو سيال شي، په داسې صورت کې به نه يوازې افغانان بلکه د ټولې نړى پښتان د فخر شمله جګه وړي، چې فيروز خان صادق يې هم کېداى شي يو غړى وي.

نوټ:

د ليکوالۍ د اصولو په نظر کې نيولو سره پورته ليکنه لمړى (وحدت) ورځپاڼې ته واستول شوه څو خپره شي، له دې امله چې دغه ورځپاڼه په هيواد کې نه شي تر لاسه کېداى، نن مې يو ځل بيا د (وحدت) ورځپاڼې ويبپاڼه وکتله چې ليکنه په کې نه وه نشر شوې نو د پښتو ويبپاڼو له لارې مې د خپرولو تکل وکړ.

پښتون

2013-01-17

مجاهد (پښتون)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x