غزل ـ سعادت کلیوال

سعادت کليوال

تیرېږه مه لا خو مې ډیر درسره کار پاتې ده
د وصال سیوری ته مې ستړی زړه بیمار پاتې ده

چه دې په یاد کې شوم یوسفه نابینا د جهان
څو تصویرونه مې زړګي لره قرار پاتې ده

زړګیه لا خو دې اوږدې لارې وهلې ندی
د جانان در ته د چړو په څوکو لار پاتې ده

تر حقیقته ئې زه راوړم د مجاز په غېږ کې
هم مې مرشد ده یو سړی هم مې نګار پاتې ده

په زخمی زړه مې د قرار پټۍ لا ایښې نده
په ټول وجود کې مې دستا همدا یادګار پاتې ده

سوی آهنګ،خیالی ویصال دی ده وختونو شغل
ته رانه ورک ئې سعادته تش دیار پاتې ده

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د