د تاریخ دردونکی باب

 
په کال : 1938 ميلادي کې سیکولر ترکي ورځپاڼي ( جمهوريت ) د ښکلا د ملکي لومړۍ سیالي اعلان کړه ، او کریمان خالص نومي ترکي پیغله د ترکي دښایسته ملکه ونومول شوه ، په همدي کال کې په بلجیک کې د سبا spaa په ښار کې د ښکلا سیالي ترسره شوه ، څو د نړۍ په سطحه دښکلا ملکه وټاکي ، په دي سیالي کې داته ویشت هیوادونو پیغلو برخه واخیستله ، چې کریمان خالص هم پکي وه . 

په دي وخت کې د پریکړه کونکي ډلي مشر په دي اړه څو خبري وکړې ، هغه خبري دلت را اخلو او ګورو چې اروپایانو له عثماني خلافت نه څومره کرکه کوله اوپه ټولیزه توګه یې اسلام ته څومره د دښمني په سترګ لیدل ، هغه وویل : 

د ټولني درنو غړیو ! نن ټوله اروپا د نصرانیت دبریالیتوب ورځ نمانځي ، هغه اسلام چې په نړۍ یې څوارلس سوه کاله واک چلاوه نن پای ته ورسید ، د ترکي د ښکلا ملکه کریمان خالص زموږ پر وړاندي ولاړه ده او داد اوسنی مسلماني میرمني نمونه ده ، د مسلماني سخت دریځي میرمني لمسۍ نن زموږ پر وړاندي په (مایو ه )کې ولاړه ده ، موږ باید اعتراف وکړو چې دا پیغله زموږ دبریالیتوب تاج ده ، په تیرو شپوکې یو وخت دترکي عثماني خلیفه سلیمان القانوني له یوډول فرانسوي رقص اونڅا نه په تنګ شوی و هغه مهال دعثماني خلافت دسیمي پولي له فرانس سره نښتي وې نو هغه فرانسویانو ته ویلي و چې دا ډول نڅا باید بنده کړل شې ځکه موږ ویریږو زموږ په خلکو اغیز ونکړې ، داستاسو په مخکي ولاړه نجلی دهغه مسلمان سلطان لمسۍ ده چې په بدن یې له (مایوه) پرته بله جامه نشته ، اوله موږ غواړي چې بدن یې خوښ کړو ، موږ ټول په دي امید یو چې دمسلمانو پیغلو راتلونکی به زموږ په لاس کې وې . نود اروپا دبریالیتوب په ویاړ لوښې پورت کړﺉ . 

هوکي ! نن د ډیرۍ مسلمانو نجونو برخلیک داروپایانو اولویدیځوالو په لاس کې ده او چې څه ډول لباس یا په څ ډول د بدن لغړول دهغوی ورته خوښ وې دوی یې غوره کوې … فالی الله المستکي .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د