افغانستان

د خرقې شریفي ودانۍ او احمدشاه بابا د مقبرې ترمیم بشپړ شو

نن ټکی اسیا (جمعه، لېندۍ ۱۳، ۱۳۹۴ ل): په کندهار ښار کې د ولایت مقام ته مخامخ د خرقې شریفي ودانۍ او ورڅېرمه د احمدشاه بابا د مقبرې د ترمیم چاري بشپړي شوي دي.

د خرقې شریفي ودانۍ او د احمدشاه بابا مقبره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري په یوویشت میلیونه افغانیو ترمیم شول، د دواړو ودانیو د ترمیم چارو نژدې درې کاله وخت ونیوی چې اوس یې د ترمیم چاري پای ته رسېدلي دي.

نن د اطلاعاتو او کلتور وزارت د وزیر عبدالباري جهاني له لوري د خرقې شریفي ودانۍ او د احمدشاه بابا مقبره دواړي پرانیستل شوي، نوموړي د میرویس نیکه د مقبرې او په زاړه ښار کې د نارنج مانۍ څخه هم لیدنه وکړه.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وزیر عبدالباري جهاني اړوندو کسانو ته لارښوونه وکړه تر څو د تاریخي ځایونو ساتنه وکړي او د هغوی پاکوالي ته ځانګړي پاملرنه وکړي.

نوموړۍ تېره ورځ د خپل سفر پر لومړۍ ورځ د کندهار فرهنګیانو او خبریالانو ته وینا وکړه او ټنګار یې وکړ تر څو رسنۍ په سمه توګه وکارول شي او ولس ته حقائق په ګوته کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

حیرانوونکی !!! دغه خرقه مبارکه چه د چا په اوږو وه ، او هغه الهی نظام چه هغه له ځانه سره مونږ ته سوغات کړی دهغه د دشمنانو په واسطه دوی د هغوی په ټانکو سپاره راوستل شوی چه زمونږ ګران هیواد کی د هغه سپیڅلی نظام په ځای د یموکراسی او سکولریزم کفری او شیطانی نظام پلی کړی ، خو خرقو ته یی ورله په درنښت قایل یم ئ، او بیا د دغه ودانی بیا جوړول په کوم ایت او حدیث کی جواز لری حتی اسراف او څوک چه اسراف کوی هغوی د الله ج دشمنان دی . او… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x