د ملي ځواکونو د هوان په مرمیو وژل شوی ماشوم

طالبان: د کابل اداره له ولسي خلکو کسات اخلي

نن ټکی اسیا (جمعه، لېندۍ ۱۳، ۱۳۹۴ ل): طالبانو د میدان وردګ ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې د ملي ځواکونو هغه برید په کلکه غندلی چې په پایله کې يې د ماشومانو په ګډون ګڼ ولسي خلک وژلي دي.

افغان ملي ځواکونو د جمعې په سهار د یادې ولسوالۍ په اوتړیو سیمه کې په ولسي خلکو د هاوان بریدونه وکړل او ۱۲ کسان یې ووژل. په وژل شوو کسانو کې ۸ تنه ماشومان او د ښوونځیو زده کوونکي وو.

د طالبانو ویاند دغه کړنه «جنایت او د عامو خلکو په مقابل کې د کابل ادارې د وحشت او بې رحمۍ خورا ښه بېلګه» بللې.

ذبیح الله مجاهد وايي چې دولت د خپلو ماتو غچ له ولسي خلکو اخلي او په ورته پېښو کې د بهرنیو ځواکونو لاس دخیل ګڼي. نوموړی زیاتوي:

«د هیواد په لر او برکې هره ورځ د کابل ادارې ماتې خوړي عسکر د خپلو ماتو او تلفاتو کسات له عام ولس څخه اخلي، د کابل غلامان په مکرر ډول ولسي خلک تر توغندويي بریدونو، مخامخ ډزو او شپنیو عملیاتو لاندې نيسي. په دې جنایاتو کې بهرني اشغالګرځواکونه هم لاس لري، او خپلو لاسپوڅوته د همداسې جنایاتو د ترسره کولو سپارښتنه کوي».

ښاغلي مجاهد د بشري حقوقو په سازمانونو غږ کړی چې د ولسي خلکو د وژلو مخه ونیسي او وايي:

«موږ په دې اړه د بشرپالو ادارو او د انساني حقوقو له مدعیانو څخه غواړو چې د دغه راز قصدي وژنو، بریدونو او حملو مخه ونیسي، د کابل ادارې عسکر په خورا وحشي ډول روزل شوي چې د خلکو په وړاندې له خورا ستوغ او انساني ضد چلند څخه کار اخلي».

طالبانو ګواښ کړی چې، د دویپه وینا، له مزدورو عسکرو څخه به د دغو کړنو انتقام اخلي.

دا لومړی ځل نه دی چې د افغان ملي ځواکونو په توپونو او هاوانونو ولسي خلک وژل کیږي، له دې وړاندې په هلمند، اروزګان، غزني، زابل، کونړ، پکتیکا او نورو سیمو کې د ملي ځواکونو توپونو او هاوانونو د ملکي خلکو کورونه په نښه کړي او ګڼې مرګ ژوبلې یې اړولي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د