افغانستان

لړزوونکی خبر : اربکیانو دیوې کورنۍ پت لوټلی

دکندهار ولایت دژړۍ ولسوالۍ دچارښاخې  دکلي اوسیدونکي وایي ، چې ددې سیمې داربکیانو دپوستې  اربکیان  په همدې کلي کې دیوه بیچاره او بې کسه کلیوال کورته دشپې مهال وراوښتي ، او درسته شپه یې په زبرزنا تېره کړې ده

 د چارښاخې دکلیوالو په وینا په دې ناوړه جنایت کې دښکیلو کسانو له جملې تراوسه ددوو کسانو نومونه ښکاره شوي  چې یو یې دپښتون په نوم مشهور دی او دبل اصلي  نوم ګلالی دی خو په کوني سره شهرت لري .

دچارښاخې خلک وایي دغه  مظلوم افغان چې اربکیانویې پت لوټلی دنورو خلکو له شرمه اوس له دې سیمې کډه شوی او هلمند ولایت ته یې کډه کړې ده ، خو ددې پیښې له وقوع وروسته  دچارښاخې کلیوالو اتفاق کړی چې که اربکیان دشپې مهال کلي ته راغلل نو ټول خلک به غږ سره کوي چې غله راغلل او په ګډه به یې مخه نیسي .

د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې دژړۍ په همدې سیمه چارښاخه  کې دبدین په نامه یوه اربکي دکلي یو ماشوم هلک په زور پوستې ته بیولی وو ، او بالجبر لواطت یې ورسره کړی وو ، دبدین قضیې په اړه دسیمې خلکو په ژړۍ کې دملي اردو عسکرو ته شکایت وکړ ، خو هغو هم ددوی غږ وانه ورېد نو ځکه بدین ته تراوسه څه نه دی ویل شوي ، معلومه نه  ددې چې ددې بل زړه بوږنوونکي جنایت به په اړه به د چارښاخې دخلکو غږ واورېدل شي کنه ؟

داربکیزم فتنه  چې دافغانستان په معاصر تاریخ کې ترټولو  بدنامه  پدیده بلل کیږي ، په وروستیو کلونو کې دکرزي دحکومت لخوا په یو شمیر سیمو کې پيل شوې ده .

دا فتنه  چې عام افغانان یې له بدنامۍ او بي عزته کړنو څخه ځوریږي  ، هغه کسان یې د دپاڅون او یوازینې  هیلې په نامه یادوي ، چې د ډالرو په باران کې یې دعزت او ناموس معنی ورکه کړې ده .

اربکیان چې دافغانستان له زیاترو ولایاتو څخه دخارجیانو تر وتلو وروسته ددوی زوال هم پیل شوی دی ، او درګرده پوستې پریږدي ، دناوړه کردار له  امله دبقاء هیڅ منطقي چانس نلري او زوال یې حتمي بلل کیږي ، خو دپخوانیو ټوپکیانو غوندې به یې ناوړې کړنې  او وحشت  دتل لپاره د تاریخ تندي داغ وي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x