شعـــــرونه

غزل ـ سيد الهام

سيدالهام

باران دی توره شپه ده بل صحرا ده غږ راوکه

زړګیه ! د حالاتو تقاضا ده غږ را وکه
قسم دي که مي هیڅ رقم تکلیف په تا لوریږي
په غږ دي ګوندي وتښتي بلا ده غږ راوکه
نږدې ده چي نورکوڼ سم څه کره صوتونه اورم
وزړه ته ډاډ بښونکې ستا وینا ده غږ راوکه
شکولي مي د وخت د ستم پړي ، ځنځیرونه
شړلې مي له زړه د چا پروا ده غږ راوکه
دلبره ستا په غږ مي د عمرو تنده ماتیږي
دلبره ستا په امرکي بریا ده غږ راوکه
پوهیږم له خوښي نه به مي زړه حرکت پریږدي
الهام یمه توکل مي پر الله ده غږ راوکه
2015/12/05

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x