افغانستان

د افغان ځواکونو د هاوان بریدونو له امله د ولسي مرګ ژوبلې مهمې پېښې

نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۱۴، ۱۳۹۴ ل): افغان ملي ځواکونو د جمعې په سهار د وردګ ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې ۱۲ ولسي وګړي د هاوان په مرمیو ووژل، خو دا لومړی ځل نه دی چې ولسي خلک د ملي ځواکونو د توپ او هاوان تر مرمیو لاندې ساه ورکوي. په تېره څو کلونو کې افغان ځواکونو د توپونو او هاوانونو په مټ د لسګونو ملکي مرګ ژوبلې پېښې رامینځته کړي، چې یوازې په روان میلادي کال کې یې مهمې پېښې په لاندې ډول دي:

۱ جنوري: د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د واده پر مراسمو د ملي اردو لخوا د هاوانونو برید وشو، چې په نتیجه کې تر ۵۰ زیات کسان شهیدان او ۷۰ تنه ټپیان شول.

۸ فبروري: د کندهار ولایت د معروف ولسوالۍ په جر سیمه کي د افغان سرتیرو د هاوان په ډزو کې یو ماشوم ووژل شو.

۲۱ فبروري: دزابل ولایت د شینکۍ ولسوالۍ په دانیزو کلي کي د عسکرو دهاوان په ډزو کې یو سپین ږیری او ماشوم ژوبل شول.

۲۷ فبروري: د ننګرهار ولایت د حصارک ولسوالۍ په خنجر سیمه کې د اربکیانو د هاوان په ډزو کې یو ماشوم مړ او ۴ نور ټپيان شول.

۲ مارچ: دکونړ ولایت د غازي اباد ولسوالۍ د جلاله په وای کونډي سيمه کې د افغان سرتیرو د هاوان په ډزو کې دیو کور ۲ ماشومانو ژوند له لاسه ورکړ.

۱۰ مارچ: د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ د کنسک په سیمه کې د ملي ځواکونو د توپخانې په ډزو کې یو ملکي وګړی ووژل او ۲ نورو ټپونه وخوړل.

۲۳ مارچ ۲۰۱۵: د غزني ښار ته څیرمه په قلعه قاضي سیمه کې د ملي اردو عسکرو د هاوان په مرمۍ د شپږو ماشومانو ژوند واخیست او لس نور یي ټپیان کړل. ماشومانو د کرکټ لوبه کوله، چې څېرمه پوستې ورباندې د هاوان ډز وکړ.

۲۶ مارچ: دغزني ولایت د ده یک ولسوالي علي کلاسیمي ته نژدې د افغان سرتیرو د هاوان په ډزوکې دیوې کورنۍ ۴ ماشومان ووژل او ۲ نور ماشومان او ۴ ښځې ټپیانې شوې.

۳۰ مارچ: دغزني ولایت دشلګر ولسوالۍ په سرده سیمه کي افغان عسکرو د هاوان ډزي وکړې چي له امله یې یو ملکي وګړی ووژل شو او ۴ نور ژوبل شول.

۸ اپریل: دکونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ په کامتلي سیمه کې د ملي ځواکونو دهاوان په برید کې یو ملکي وګړي ژوند له لاسه ورکړ.

۱۲ اپریل: دپکتیا ولایت داحمد خېل ولسوالۍ په حسن خېلو سیمه کې ملي اردو د هاوان برید وکړ او د یو تن پر وژلو سربېره یې ۶ کسان ټپیان کړل.

۱۴ اپریل: دکاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د دولتي قواوو د هاوان یوه ګولۍ پر یو کور ولګیده چي له امله یې ۴ ماشومان، ۲ ښځې او ۲ سړي ووژل شول. دپیښې ټول قربانیان دسمیع الله په نامه یو کلیوال دکورنۍ غړي دي.

۲۸ اپریل: د هلمند ولایت دګریشک ولسوالۍ په نهرسراج سیمه کې افغان سرتیرو د طالبانو سره ترجګړې وروسته په ولسي خلکو د هاوان برید کړی چې له امله یې ۶ ولسي وګړي وژل شوي.

۲۹ اپریل: دغزني ولایت د شلګر ولسوالۍ په خاني کلي کې د ملي اردو د هاوان مرمیو ۲ ښځې او ۲ ماشومان ټپیان کړل.

۴ می: د فاریاب ولایت د المار ولسوالۍ په دیوانه خانه سیمه کي افغان ځواکونو د هاوان په ډزو کې ۴ ماشومان او یو تن ملا امام ژوبل شول.

۵ می: د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ په شوراب کلي کي د ملي ځواکونو د هاوان مرمۍ په یو کور ولګېده او یو ماشوم یې وواژه.

۱۵ می: د بدخشان ولایت د وردوج ولسوالۍ په خاشبین او استرب سیمو کې د ملي اردو د هاوان په بریدونو کې ۳ ماشومان ووژل شول او ۲ ښځې او ۱ نارینه ژوبل شول. په برید کې څلور کورونه هم ویجاړ شول.

۱۶ می: د ميدان وردګ ولايت د جلريز ولسوالۍ د زيولات په زيمنیو سيمه کې ملي سرتیرو ۳ ماشومان د هاوان په ډزو ووژل.

۴ جون: د پروان ولايت د سياه ګرد ولسوالۍ په رحيم خيل سيمه کي د افغان ځواکونو د هاوان مرمۍ دواده په مراسمو ولګېده، پر ۵ ټپیانو سربېره یې ۳ ماشومان وژلي دي.

۵ جون: د غزني ولایت مرکز اړوند د نوغي په سیمه کې د ملي ځواکونو لخوا د یو تن ملکي وګړي رحمت الله کور چې د واده مراسم په کې روان و، د هاوان تر برید لاندي ونیول شو، په برید کې ۷ تنه ووژل شول.

۹ جون: د بادغیس ولایت د غورماچ ولسوالۍ د محمدخان کاریز په سیمه کې د عسکرو د توپخانې په برید کي یو ملکي وګړی مړ او یوه ښځه ټپي شوه.

۱۴ جون: د کندوز ولایت د امام صاحب ولسوالۍپه تاشګذر سیمه کې د ځایي عسکرو د هاوان مرمۍ پر یو کور لګیدلې، په کو رکې ۴ په کار بوخت کاریګر ووژل شول.

۱۴ جون: د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ په شاغولي سیمه کې د ملي اردو د هاوان په ډزو کې ۲ ښځي ووژل شوې او د یوې ښځي په شمول درې کسان ژوبل شول. د غزني دولایتي شوری غړی عصمت الله جامرادوال هم رسنیو ته ویلي چي ذکر شوی ولسي زیان د اردو د ډزو له امله رامنځته شوی.

۱۴ جون: دفراه ولایت د پشترود ولسوالۍ په مربوطاتو کي د افغان سرتیرو د هاوان ډزو له یوې ښځې ژوند واخیست.

۱۴ جون: دفراه ولایت په ګلستان ولسوالۍ کې ملي ځواکونو د هاوان په ډزو ۲ ښځې ووژلې.

۱۴ جون: دزابل ولایت د مرکز (قلات) اړوند سیجان کلي کي د افغان سرتیرو هاوان د یوه کور ۲ ځوانان ووژل.

۱۵ جون: د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ په افغانیه سیمه کي ملي ځواکونو ۲ تنه د هاوان په واسطه ووژل او ۲ نور یې ژوبل کړل.

۲۰ جون: د کونړ ولایت د مرورې ولسوالۍ په ماڼوګي کلي کي د سرتیرو د هاوان په حمله کي یو ماشوم له مینځه لاړ او ۳ ټپیان شول.

۲۷ جون: د فاریاب ولایت د ګرزیوان ولسوالۍ په مردیان سیمه کي د ځایي عسکرو د هاوانونو په برید کي د څلورونو کورونو پر تخریب سربېره یوې ښځې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

۲۸ جون: د دایکندي ولایت د اجرستان ولسوالۍ په سیدخیلو سیمه کې د ملي ځواک هاوان یوه ښځه ووژله.

۲۹ جون: د ارزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ په مزارکلي کي د افغان ځواکونو د هاوان مرمۍ پر یو کور ولګېده چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون دولس تنه ټپیان شول.

۳۰ جون: د اروزګان په دهراود ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د هاوان مرمۍ د یو کور په انګړ کې ولګېده چې د کورنۍ ۱۲ غړي یې ووژل.

۴ جولای: د میدان وردګ ولایت د جلریز ولسوالۍ اربکیانو د ملي اردو له عسکرو سره په ګډه ولسي کورونه د هاوانونو تر بریدونو لاندې ونیول چې له کبله یې ۴ ښځو او ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

۶ جولای: دهلمند ولایت د مارجي ولسوالۍ په سستاني سیمه کي د سرتیرو د هاوان مرمۍ پر یو کور راپرېوته یو ماشوم یې وواژه او ۷ تنه یې ژوبل کړل.

۱۴اګست: د بدخشان ولايت د وردوج ولسوالۍ په يومل سيمه کې ملي سرتیرو د هاوان په فیرونو درې کورونه ویجاړ، ۱ تن یې وواژه او د ۲ ماشومانو په ګډون یې ۵ تنه ژوبل کړل.

۱۶ اګست: د بغلان ولايت د پلخمري ولسوالۍ په ملايانو سيمه کې د ملي عسکرو د هاوان په ډزو کې ۴ ماشومان او ۴ ښځي ووژل شوې.

۲ سپتمبر: د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ د توغي په سیمه کې دافغان سرتیرو د هاوان مرمۍ د حاجي شاه ولي په جامع مسجد ولګېده او ۵ تنه لمونځ کونکي یې ټپیان کړل.

۲ سپتمبر: د کاپسا ولايت د تګاب ولسوالۍ په سه پدر او شاه خيلو کليو کي د عسکرو د هاوان په ډزو یوه ښځه او ۳ ماشومان ټپیان شول.

۱۰ سپتمبر: د پکتیا ولایت د پټان ولسوالۍ په نوي کلي کي دهستوګني پر سیمه د افغان سرتېرو د هاوان لګېدلې مرمۍ یو ملکي وګړی وواژه او ۳ ښځې ټپیانې کړې.

۱۵ سپتمبر: د پکتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ په ګوډلو سيمه کې د ملي ځواکونو د هاوان مرمۍ یو کور په نښه کړ، یوه میرمن یې ووژله او بله یې ټپي کړه.

۱۹ سپتمبر: د غزني ولايت د ده يک ولسوالۍ د عالم کلا سیمه د اربکي جنګیالو د هاوانونو تر برید لاندې راغله، په برید کې د حاجي رحیم الله په کور یوه مرمۍ ولګېده، ۲ ماشومان یې ووژل او ۴ یې ټپیان کړل.

۳ اکتوبر: دغزني ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ په کډي کلي کي افغان سرتیرو دعامو خلکو کورونه په هاوانونو په نښه کړي، د یوې کورنې ۳ ښځې یې ټپیانې کړي.

۹ اکتوبر: د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ په شکوټ کلي کې دولتي عسکرو د یو عام وګړي، چې محمد شیرین نومید، کور د هاوان په مرمیو په نښه کړ چې له کبله یې د نوموړي میرمن ووژل شوه.

۱۲ اکتوبر: د غزني ولایت مرکز اړوند دنوغي په کلي کي د ملي اردو هاوانونو له ۳ تنو ولسي خلکو ژوند واخیست.

۱۴ اکتوبر: د لوګر ولایت د خروار ولسوالۍ په شمشیر کلا سیمه کې د افغان عسکرو هاوانونو یوه ښځه وژلې او ۴ ماشومان یې ټپیان کړي.

۱۵ اکتوبر: دغزني ولایت د قرباغ ولسوالۍ د عسکر کوټ سیمي د ملوک پرکلي د ځایي عسکرو د هاوان بریدونو په پایله کې یوه میرمن ووژل شوه.

۲۳ اکتوبر: دزابل ولایت د اتغر ولسوالۍ دکلا په کلي کې ملي ځواکونو یو ماشوم د هاوان په برید کې وواژه او دوه نور یې زخمیان کړل.

۳ نومبر: د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ دشیخ اباد په وخجم کلي کي د ملي ځواکونو هاوانونو یو څلور کلن ماشوم وواژه، بل یې ټپي کړ.

۱۵ نومبر: دفراه ولایت د پشترود ولسوالۍ د بلندي په سیمه کي د عسکرو هاوانونو د یوې ښځې په ګډون ۴ تنه ټپیان کړل.

۴ ډیسمبر: د میدان وردګو ولایت د سید اباد ولسوالۍ په اوتړیو سیمه کې افغان ملي ځواکونو په ولسي خلکو د هاوان بریدونه وکړل او ۱۲ کسان یې ووژل. په وژل شوو کسانو کې ۸ تنه ماشومان او د ښوونځیو زده کوونکي وو.

د یادونې وړ ده چې په پورتني نوملړ کې یوازې په روان یوه کال کې د توپونو او هاوانونو په مټ د ولسي وژنو پېښو ته اشاره شوې، د هغو ملکي خلکو د وژنو شمېره په کې نه ده شامله چې ملي ځواکونو په مخامخ ډزو او یا د ټوپک په ژوندیو مرمیو وژلي. په دې نوملړ کې د یو شمېر پېښو د تحقیقاتو لپاره په خپل وخت کې دولتي هیئتونه هم ټاکل شوي، خو د د غوڅ اکثریت تحقیقاتو پایلې د وخت په تېریدو سره هېرې شوي او له خلکو او رسنیو سره نه دي شریکې شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبيدالله طوطاخیل

دایوزل ندی په سلهاوو داسی پیشی رامنزته سوی ولی هیسوک یی دپوشتنی نشته ورونو تاسو تر اوسه اوریدلی چی یا په پنچشیر اویا نور په ولایتونو کی شمالی تلواله حاکمه ده داسی کار دی شوی وی دا تول چل زمونگ پشتنو ته چورسوی په احترام الله دی زمونگ پشتانه ورونه په هر زی کی آباد اوله هر مصیبت نه په آمان کی وساتی آمین

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x