افغانستان

د طالبانو د سیاسي دفتر پخواني مشر خواله رسنیو کې خپل شتون رد کړ

نن ټکی اسیا (شنبه، لیندۍ ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): په دې وروستیو کې د طالبانو د سیاسي دفتر د پخواني مشر په نامه په فېسبوک کې حساب او پاڼه پر لیکه شوي وو.

سیدمحمدطیب اغا نن ټکي اسیا ته په رااستول شوې یادونه کې رد کړه چې ګواکې پاڼه او حساب دې د ده وي.

دغې پاڼې او حساب د دغه طالب چارواکي له خولې ځینې څرګندونې هم کولې.

ښاغلی طیب اغا لیکي: «په دې وروستیو کې د ټولنیزو رسنیو په ځانګړې توګه د فېسبوک او ټویټر د پاڼو له لارې زما (سید محمد طیب آغا) په نوم اکونټونه جوړ شوي او د اړوندو موضوعاتو په اړه څرګندونې کوي».

د طالبانو د سیاسي دفتر پخوانی مشر دغه ادرسونه بې بنسټه بولي: «دا ډول خپاره شوي موضوعات او اکونټونه بې اساسه بولم، نه په فېسبوک، نه په ټویټر او نه هم په نورو ټولنیزو پرلیکه وېبپاڼو کې شخصي اکونټ لرم او په دې برخه کې هر راز بې اساسه او بې مسوولیته څرګندونې په کلکه ردوم».

سیدمحمدطیب اغا د دغه ډول پاڼو او حسابونو تر شا د ځینو استخباراتي کړیو لاس بولي: «دا ډول کړنې او غیر مسوولانه څرګندونې په هېواد کې دننه او له هېواد بهر د ځینو مغرضو او استخباراتي کړیو بولم، چې هدف یې خپلو ناسمو موخو ته تبلیغ کول دي».

طیب اغا لیکي، که اړتیا وویني د روان سیاسي وضعیت په باب خپل نظر په وضاحت سره خپروي.
سیدمحمدطیب اغا په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر لومړنی مشر و، چې په تېره جولای میاشت کې يې استعفا ورکړه.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
میراز ولي الدین

ځه ښه شو چې طیب اغا ته بعد دډیره وخته په میډیا کی دځان مطرح کولو فرصت په لاس ورغلی.
د ده هغه استعفا مو په یاد ده چی ولس دعالیقدر امیرالمومین دفاتحی او ویر په ټغر ناست و او ده په هماغو حالاتو کی دامارت دصف څخه دوتلو اعلان وکړ.

مولوی عبدالکبیر

سیدمحمد طیب اغا خو ډیری بی مسولیته منډی وکړی او همداسی به په خپلو منډو پیشمانه شی لکه څنګه چی دخپل اکونټ دفیسبوک په پاڼه چی پیش مانه ده ؛

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close