ټولنیزه برخه

ادبي شجاعت

استاد عبدالمالک همت

څنګه چي اوسني انسانان د تمدن په چارو كي ډېر وړاندي تللى دى، نو اوس د هغو جسماني شجاعت او زړه ورتيا ته دونه اړتيا نسته، لكه په نامتمدنه زمانه كي چي ورته اړتياوه. له دې امله نن مهال”شجاعت “يوه بله نوې معنا موندلې ده چي هغه” ادبي شجاعت “ دى.

له دې څخه موخه او مطلب دادى چي يو څوك په يوه داسي سخت او ستونزمن حالت او مهال كي اوسي چي خلك پر بدګومانه وي، د درواغو تومتونه پر لګوي، د ده پر رشتيا ويلو پر په قهر كيږي، يا د واكمنو د سختي ناخوښۍ سبب كيږي، خو دى د دې ټولو سره سره هغه خبره چي حق او سمه وي په جار وايي او څرګندوي يې، او د خپلي حق خبري د اظهار او خپرېدو په لا ر كي چي هر څونه بخولي او مصايب پر راسي په صبر او تحمل يې زغمي او پرځان يې تېروي. نو كه د ده رايه د وخت د عالمانو يا عامو خلكو د رايو څخه بېله وي، يا د كوم واكمن پرخلاف وي،نو ده ته ښايي چي له ور پېښېدونكو مصايبو او ناورينونو پروا ونه كړي او خپله رايه په ډاګه بيان كړي.

ده ته ښايي چي خپله هغه خبره چي حق او سمه يې بولي په ډېره مهذبه او ښه طريقه څرګنده كړي او كه چيري څه ناسمه خبره ياتېروتنه ځني سوې وي پر ټينګيږي دي نه او كه څه هم جنجال او مصيبت ورته پېښېږي پر خپله تېروتنه دي اقرار او اعتراف كوي او داسي غلط عمل دي سمدستي پرېږدي او سمه لا ر دي غوره كړي، كه څه هم دغه مهال د داسي ناسمي خبري پرېښوول مناسب په نظر ورنه سي.

د نړۍ تاريخ د داسي باتورو انسانانو ډېري كيسې كوي كوم چي د ” حق خبري “ او ”د حق د ملاتړ او ننګي“ په لا ر كي يې ځانونه قرباني كړي دي او د رشتياويلو په مينه كي يې هر ډول مصايب او تكليفونه ګاللي دي او د ډول ډول عذابونو ترخه يې د شاتو د غوړپ په څېر تېر كړي دي.دا له دې امله چي حق او رشتيا يې ترخپل ځان ډېره خوښه وه.

په دغه ډله كي تر ټولو لومړى او لوړ مقام د مرسلينو انبياوو ــ عليهم السلام ــ دى او بيا د شهداوو او عاملينو علماوو.

موږ او تاسو ته معلومه ده چي دوي ته د حق په لا ر كي ډېر سخت تكليفونه وركړه سوي دي او هغو هم په ډېر صبر او ثبات زغملي اوګاللي دي.

د حضرت محمد مصطفى دا كيسه ډېره مشهوره ده چي كله د هغه اكا ابوطالب د قريشو له اخطارونو او تهديدونو څخه په تنګ سو، نو هغه ته يې نصيحت وكړ چي خلكو ته د خپل دعوت او تبليغ پيغام مه اوروه، خو هغه مبارك وفرمايل:”اى اكاجانه په خداى لوړم چي كه هغوى ( مشركين ) زما پر ښى لا س لمر او پر كيڼ لا س سپوږمۍ كښېږدي او وغواړي چي دغه تبليغ پرېږدم، نو تر څو چي حق تعالى هغه غالبه نه كړي يا زه په دغه حق تبليغ كي ونه مرم، هيڅكله به هغه پرې نه ږدم “.

د اسلام د مقدس دين په راوروسته تاريخ كي هم د دغسي خبرو ډېر مثالونه پيداكيږي. وايي چي د مروانيانو وروستي واكمن مروان ثاني بن محمد د يزيد بن عمرو بن هبيره په نامه يو سړى د عراق والي وټاكى. هغه په ۱۳۰س. كال امام ابوحنيفه راوغوښت څو د قاضي القضات دنده ومني. خو هغه ونه منله او يزيد په درو وواهه. وايي چي يزيد لوړه كړې وه چي كه امام صاحب قضا ونه مني زه به يې تر هغو وهم چي مري. امام صاحب وفرمايل د آخرت د عذاب په مقابل كي ماته د دې دنيا عذاب قبول دى. هغه وو چي بيا يې امام صاحب محبس ته واچاوه. وايي چي د شپې ابن هبيره رسول په خوب كي وليد چي ورته ويې ويل:” اما تخاف الله تضرب رجلاً من امتي بلاجرم وتهدده “ يعني ته له خدايه نه بېرېږې چي زما د امت يو سړى بېله ګناه وهې او تهديد وې يې. له دې امله ابن هبيره سړى ورولېږى او خوشي يې كى. بيا امام صاحب حجاز ته ولا ړ.

كله چي عباسيان واكمن سول ابوجعفر المنصور عباسي خليفه هغه راوغوښت څو د قضا دنده ومني، خو هغه ونه منل. منصور حكم وكړ چي هره ورځ يې له زندان څخه راباسئ او د عامو خلكو په مخ كي يې لس دُرې وهئ او په بازارونو يې ګرځوئ. تر لسو ورځو پوري يې دغه ظلم وزغمى، ويني به يې بهېدلې او دُرې به پر اورېدلې او په دې حالت كي به يې بيا ګرځاوه. لس ورځي وروسته يې په محبس كي د زهرو پياله وركړه او شهيد سو.

د اسلامي علومو د بل نامتو عالم امام احمد بن حنبل ( په ۲۴۱س.كال مړ) د مصائبو داستان هم ډېر له عبرته ډك دى. هغه پر دې مسأله چي قرآن مخلوق نه دى، د عباسي خليفه مامون له لا سه بېخي ډېري زوروني وليدلې. هغه به د شپې او د ورځي څو واره په درو وهل كېدى، په قيد كي واچول سو او هر ډول سپكاوى يې وسو، خو دغه مجاهد مېړه د حق كلمه پرې نه ښوول او د هغې د لوړتيا لپاره يې په كلكه ټينګار وكړ.

نامتو پوه او فېلسوف ابن رشد ( په ۵۹۵ سپوږميز كال مړ ) په فلسفه باندي د بوختيا له امله ملامت او ګرم وبلل سو او له دې امله لومړى بندي سو او بيا جلا وطنه سو، خو له دغو مصيبتونو څخه يوه هم هغه له خپله هوډه راونه ګرځاوه.

د نولسمي پېړۍ د حق او حقيقت اتل شيخ الهند مولا نا محمود حسن ديوبندي د اوسني اوښتونيز پېر بنسټ د حق پر كلمه ايښى دى او د انګرېزانو د ښكېلا كي حكومت د ظلمونو او په مالټا كي اوږده اسارت او تنهايي قيد په هيڅ ډول هغه د حق له اعلان څخه راونه ګرځاوه. هغه د لومړۍ نړيوالي جګړې پر مهال ويل چي په دغه جګړه كي د انګرېزانو ملګرتيا او د تركانو پر خلاف وسله اخيستل ډېره لويه ګناه ده او دا د خپل وطن د مرييتوب لا ټينګښت او د اسلامي هيوادونو د مريي كولو لپاره لا روركى اقدام دى.

د حق او حقيقت په سرښندونكو مېړنو كي د يونان نامتو پوه او فېلسوف سقراط هم دى. هغه د يونان د پلازمېني آتن ځوانان په خپلو علمي څېړنو روزل، د هغو اندونه او عقلونه يې روښانه كول او د هغو د اخلاقو په ښه كولو كي يې ډېر زيار ايستى. كله چي د هغه عمر اويا كالو ته ورسېدى، نو يې دا تور ولګاوه چي هغه د يونان معبودان نه مني او نوي ځوانان بې لا ري كوي. له دې امله د آتن محكمې د هغه د وژلو پرېكړه وكړه او په ۳۹۹ قبل الميلاد كي يې د زهرو پياله پر سر پورته كړه.

وايي چي هغه ته اختيار وركړه سوى وو چي كه ژمنه وكړي چي په راتلونكې كي به خپل تعليم جاري نه ساتي، نو هغه به له وژلو وژغورل سي. خو هغه پر ” حق “ او ” رشتيا خبره “ ټينګار وكړ او ځان يې په دې لا ر كي قرباني كړ.

رسول وايي:”ډېر ښه جهاد د ظالم واكمن په مخ كي د حق خبره كول دي“. له دې امله زموږ دنده ده چي پر حق كلك ودريږو. هغه څرګند او اعلان كړو او د مخالفانو په وړاندي د هغه ننګه وكړو. د حق د لا ري داسي مينه وال سو چي په دې لا ر كي هرڅوني تكليفونه او خوارۍ وزغمو،ځانونه تر جار كړو او راتلونكو ته نېك نوم پرېږدو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x