حضرت عبد الرحمن بن ابوبکر رضی الله عنهُما

احمد الله عاطفي

دروایتونو په بنا ،چې په سر کي علامه ابن عبدالبر دی پخپل تالیف کې لیکلی :حضرت عبد الرحمن بن ابوبکر رضی الله عنهُما، دصدیق اکبر مشر زوی ؤ، که څه هم ځينی راویانو حضرت عبدالله مشر زوی ښودلی ، والله اعلم.

حضرت عبد الرحمن بن ابوبکر رضی الله عنهُما،په مکه کې زیږیدلی او لمړنی نوم يې عبدالکعبه اوهم عبدالعزی ویل شوي، دانومونه رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه وخت بدل کړل کله چې دحدیبی له صلحی وروسته دی په اسلام مشرف او درسول الله صلی الله علیه وسلم دصحابی افتخار يې تر لاسه کړ!

کنیه يې ابو عبد الله او هم دیو زوی نوم يې محمد و په همدی بنا دابو محمد په نوم هم یادیده، بشپړ نوم يې عبد الرحمن بن ابوبکر بن ابی قحافه تیمی دی.

حضرت عبد الرحمن په مکه کې زیږیدلی، لیک او لوست پوهیده او په شعر ویلو کې هم صلاحیت درلود.

حضرت عبد الرحمن بن ابوبکر رضی الله عنهُما، زړور، دغشی ویشتو په میدان کې ښه نښه ویشتونکی او جنګیالی شخصیت و.

عبدالرحن دجهالت په دور کې هم زړور او دقریشو له توریالیو شمیرل کیده،په مکه کې دمور او پلار بلنی په وړاندی په شرکې عقیدی کلک ولاړ و، دبدر په جنګ کې زړورتیا ښودله او میدان ته به راوته سیال به يې دجنګ لپاره لټوو،دبدر په جنګ کې دمشرکینو له لوری دمبارزی میدان ته راووت ،دده مقابلی لپاره يې پلار حضرت ابوبکر صدیق ورمخکی شو، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم ستون کړ او وویل: تاسو په خپل وجود مونږ ته ګټه ورسوې!

عبدالرحمن دمشرکینو په صف کې دمسلمانانو په خلاف ، په ځانګړی ډول دبدر او احد په جنګونو کې کلکه برخه اخستی وه .

حضرت عبد الرحمن بن ابوبکر رضی الله عنهُما،سوداګری دنده يې در لوده زیاتره وخت به ئي شام او نورو سیموته دسوداګری لپاره سرونه کول.

حضرت عبد الرحمن بن ابوبکر رضی الله عنهُما، دهجرت په شپږم کال، دحدیبی له صلحی وروسته په اسلام مشرف شو، که څه هم ځینو مورخینو لیکلی چې دی دمکې له فتحی وړاندی دهجرت په اووم کال کې دیو شمیر نورو قریشیانو سره مدینی ته هجرت وکړ او په اسلام مشرف شو، مورخینو دا هم ویلی چې عبدالرحمن په مکه کې دقرانکریم سورتونو حافظ و او دقرآت ځانګړی په زړه پوری او شیرینه لهجه درلوده.

حضرت عبد الرحمن بن ابوبکر رضی الله عنهُما ، درسول الله صلی الله علیه وسلم سره د احزاب(خندق)، تبوک او بني مصطلق په غزواتو کې پراخه ونډه درلوده،عبدارحمن داسلام په دور کې یو ځل وویل دبدر په جنګ کې څوځله زما دتوری په وړاندی پلار جان راغی خو ما ځان تری په څنګ کړ ، صدیق اکبر دده په خلاف وویل: که ته زما دتوری لاندی راغلی وي ؟، مابه هیڅکله نه وی بخښلی.

درسول الله صلی الله علیه وسلم درحلت په وخت په مکه کې حضور درلود ،یو له هغو کسانو و چې درسولالله(صلی الله علیه وسلم) قبر ته کوز شو.

، دارتداد فتنو او جنګونو کې مخکښ اودغزواتو په میدان کې ښه سر خندنی تر سره کړی،دیمامه په جنګ کې زیاتې لاسته راوړنی درلودې، په همدی جنګ کې عبد الرحمن دمسلمة الکذاب معتمد او رزمی قوماندان محکم بن طفیل چې دمحکم الیمامه باندی مشهور و، وواژه.

دحضرت ابوبکر صدیق رضی اللهُ دوفات ،تکفین او تد فین په ټولو چاروکې ونډه درلوده او دی وچې دڅوتنو سره ئي دخپل پلار مبارک جسد درسول الله صلی الله علیه وسلم دمبارک قبر تر څنګ ښخ کړ.

دحضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنهُ له وفات وروسته ،حضرت عبد الرحمن بن ابوبکر رضی الله عنهُما د حضرت عمر رضی الله عنهُ دمعتمدینو څخه و.

حضرت عبد الرحمن بن ابوبکر رضی الله عنهُما، دحضرت عثمان رضی الله عنهُ دخلافت په دور کې، هم دخلافت له معتمدینو څخه و، او هم په هغو جهادي قواوو کې د مرستندویه قواووقوماندانې دند په غاړه درلوده چې دعبدالله بن ابي سرح په مشری له مصر نه دافریقا دنورو ملکونو په لور روان شول.

حضرت عبد الرحمن بن ابوبکر رضی الله عنهُما، دسیدنا حضرت علي رضی الله عنهُ دخلافت په دور کې زیاتره وخت په سیاسي مخالفت کې واقع کیده،خود امیر معاویه رضی الله عنهُ دهغه غوښتني په اړوند چې غوښتل يې خپل زوی یزید ته بیعت واخلي،کلک مخالفت څرګند کړ، دیزید دبیعت په خلاف يې نه یواځي دناخوښي څر ګندونه وکړه بلکې دامیر معاویه د استاځی مروان بن حکم سره ئی لفضي جنګ هم ووکړ، چې مروان دعبدالرحمن بن ابوبکر صدیق رضی الله عنهما په خلاف امیر معاویه ته لیک هم واستو!

حضرت معاویه رضی الله عنهُ څوځله له عبدالرحمن رض نه دبیعت غوښتنه وکړه چې هر ځل دانکار په کولويې غوښتنه رده کړي حتی دځینو روایتونو په اساس دیزید دبیعت لپاره سل زره درهمه ورکړل شو دائی په دی وینا رده کړه،چې زه دین په دنیا نه پلورم!

حضرت عبد الرحمن بن ابوبکر رضی الله عنهُما، دیزید دواکمني په دور کې هم دهغه سره بیعت ونه کړ، دروایتونو په بنا، کله چې دیزیزد لپاره په مدیني منوری کې بیعت اخستل کیده ،حضرت عبد الرحمن او حضرت امام حسین رضی الله عنهُما،دمکی په لور روان شول، مکې ته لانه و رسیدلي چې د(حبشي ) په سیمه کې وفات شو، جنازه ئی مکی ته یووړل شو او هلته دفن کړی شو ،که څه هم ځینو مورخینو لیکلي ،چې خپل کور کې دخوب په ترڅ کې وفات شوی او ځینو لیکلي چې زهر ورکړل شوی، والله اعلم

حضرت عبد الرحمن بن ابوبکر رضی الله عنهُما، دوفات په اړوند هم دوه رائی دی اول : دا پيښه دهجرت په ۵۳ کال او په دویم روایت چې نسبتاً ضعیف دی دهجرت په ۵۵ کال کې پیښه شويده!

حضرت عبد الرحمن بن ابوبکر رضی الله عنهُما،په یو روایت دجهالت په دور کې دبا لکیعه بنت ابوسفیان سره واده کړی و دویم واده يې دابی امیه لور قریبه الصغری سره تر سره شوی و.

حضرت عبد الرحمن بن ابوبکر رضی الله عنهُما، دمسلمانیدونه وروسته، درسول الله صلی الله علیه وسلم په مبارک ژوند کې ، دعدی بن قیس لور (امیمه ) سره واده وکړ او له دینه يې دمحمد په نوم زوی پیداشو ،چې په عتیق هم نومول شوی او له همدی لا مله عبدالرحمن په ابو عتیق نومول کیده، عبدالرحمن دریم واده دحضرت عمر رضی الله عنهُ دخلافت په دور کې دشام او سیدونکی لیلی بنت جودی چې ددمشق واکوال و تر سره شوی دی، او همداراز دځینو روایتونو په اساس عبدالرحمن نور ودونه هم درلودل.

حضرت عبد الرحمن بن ابوبکر رضی الله عنهُما،د یوه لور واده چې دحفصی په نوم وه دسیدنا حضرت امام حسن رضی الله عنهُ سره تر سره شوی و.

دحضرت عبد الرحمن بن ابوبکر رضی الله عنهُما، نه امام احمد بن حنبل، طبراني اوابن مردویه احادیث روایت کړي دي!!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د