نظــر

د دیموکراسي ارکوڼي د پستۍ په اوج کې (۱)

 

نن به مو په ځینو ویب پاڼو کې هغه راپور کتلی وي  چې دکندهار چارواکو ادعا کړې وه چې دعبدالسلام په نامه یو طالب قومندان یې دشاولیکوټ په ولسوالۍ کې په ښځینه جامو کې نیولی دی .

زما هم سهار لومړی سترګې په همدې راپور ولګېدې او له هماغې لومړۍ شیبې مې هڅه پیل کړه ترڅو ددې راپور رښتیا اودروغ معلوم کړم ، په کندهار او شاوخوا کې مې له  خپلو ټولو شناخته ګانو څخه دیادې پيښې په اړه پوښتنې وکړې ، تردې چې دشاولیکوټ ولسوالۍ له ځینو اوسیدونکو څخه مې هم بالواسطه دیادې پیښې سپیناوی وغوښت  ، ترقضاء ماسپښینه مې هیڅ داسې څرک ونه موند چې په نږدې ورځو کې دې په شاولیکوټ کې دپولیسو او طالبانو ترمنځ نښته شوې وي ، چې بیا دطالبانو یوتن په کې نیول شوی وي .

 

قضاء  مازدیګر دطالبانودکندهار یو لوړپوړی  چارواکی چې انټرنټ ته هیڅ لاس رسی نه لري او له دې خپرې شوې اوازې څخه هم خبر نه وو د ټیلفون له لارې مې پیدا کړ اوپه دې هکله مې راوغږاوو چې آیا په شاولیکوټ کې دوی دعبدالسلام په نوم قومندان لري ؟

ده راته وویل څرنګه چې ژمی دی  او دطالبانو د درسونو وخت دی نو زموږ اکثره مجاهدین او مسؤلین له جهادي سیمو څخه تللي دي ، په شاولیکوټ کې نه یوازې  دعبدالسلام په نامه موږ کوم قومندان نلرو بلکه همدا اوس له یوسپین ږیري پنځوس کلن سرګروپ پرته  زموږ هیڅ ډلګی مشر اوس په دې ولسوالۍ کې نه دی پاتې .

له ده څخه مې وپوښتل چې په وروستیو ورځو کې هلته کومه پیښه یا جګړه رامنځته شوې کنه ؟ ده وویل ښه موده وړاندې  امریکایانو په یوه کلي چاپه اچولې وه او څو تنه کلیوال یې له ځانه سره وړي وو له هغه پرته په نږدې ورځو کې په شاولیکوټ کې هیڅ کومه پیښه نه ده رامنځته شوې .

نوموړي ته مې تردې وروسته وویل چې په کندهار کې چارواکي ادعا کوي ، چې دعبدالسلام په نامه دطالبانو قومندان یې په داسې مهال نیولی چې له پولیسو سره ترجګړې وروسته  دکوچیانو کلي ته تښتیدلی او دښځو په جامو کې ځان پټ کړی دی ، په دې هکله څه وایاست ؟

نوموړي راته وویل لومړی خو باید ووایم چې په شاولیکوټ کې دکوچیانو دکلي په نامه هیڅ کلی نشته ، همدا اوس یخه څیله  رابره شوې ده ، او په شاولیکوټ کې دافغانستان دنورو غرنیو او مرکزي سیمو غوندې  هوا سخته سړه ده ، چې هلته دکوچیانو داوسیدلو موسم نه دی ، باید ووایم  چې دا چارواکو تبلیغات دي چې غواړي  په دې نامه که وکړای شي طالبان بدنام کړي .

له لوړ وضاحت ،چې په څرګنده ددغې پیښې دروغوالی ثابتوي ، څخه ښکاري چې په هیواد کې ددیموکراسۍ مدعیانو دوروستیو هڅو په دود خورا شرموونکو کړنو او تبلیغاتو ته ملاتړلې ده .

دا لومړی ځل نه دی چې دوی په جبر سره یوه افغان ته دښځو کالي وراغوستې وې او بیا یې د مطبوعاتي کمرو مخې ته درولی وي ، تردې وړاندې  په لغمان او ننګرهار کې هم  بې حیا ټوپکیانو داسې شرمناک عمل ترسره کړی وو چې نه یوازې دطالبانو بلکې  دعامه افغانانو لخوا هم په کلکه محکوم شو .

پښتانه متل کوي چې ( له بې غیرته دوست څخه غیرتي دښمن ښه دی ) په دې متل کې خورا ستره فلسفه پرته ده ، دغیرت ټکی چې ددیموکراسی د زیږنځای ( لویدیځ ) په لغوي قاموسونو کې شتون نلري ، دانسان ترټولو ستر جوهر بلل کیږي ، دا هغه جوهر دی چې انسان ورباندې انسان بلل کیږي  ،په افغان ولس  کې چې څوک غیرت ونلري ، خلک یې دووس بولي ، دووس یا دیوث دعربي لغت له مخې ترټولو دنجس حیوان خنځیر صفت دی او ځکه ورته ویل کیږي چې په بې غیرتۍ کې ستر نوم لري تردې چې په خپله جوړه ملګرې باندې دبل خنځیر ختل یې هم غیرت ته  نه راویښوي .

نن سبا که  ددیموکراسي دافغاني مدعیانو کړنې او اعمال وګورو ، پوهیږو چې تر وروستۍ کچې ددووسۍ په ډنډ کې غوپه شوې دي ، نوځکه هر ډول له شرم اوپیغور ډکو کړنو ته لاس اچوي .

دوی ددې لپاره چې خپل سیاسي مخالفین بدنام کړي حتی دخپلو میندو او خویندو له حیاء او عزت څخه هم استفاده کوي ، او په پوره  بې شرمۍ دیوې مسلمانې پښتنې لباس را اخلي یوازې دعکس ایستلو لپاره یې یوه  زولانه انسان ته وراغوندي ترڅو خپل تبلیغاتي په ټپه ولاړ ماشین پرې روان وساتي  .

دایوازې د دیموکراسۍ ټوپکي ارکوڼي نه دي چې تردې حده له حیا خلاص او عزت النفس یې بایللی دی ، بلکې دهمدې دیموکراسي  قلمي مدعیان چې ځانونه په عین حال کې دادب ټیکه داران بولي هم په دې وروستیو کې داسې شرمناکو کړنو ته جوړیدلي چې قلم یې له یادولو حیاء غواړي .

همدا اوس په پښتو ویب پاڼو کې تاند ویب پاڼه  چې دمعاصر افغان ادیبانو یوه  مشترکه او دافکارو ممثله ویب پاڼه بلل کیږي ، چې هم په کې سعدالدین شپون بلاګ لري ، هم دغفورلیوال د ( واګ ) حکمت سروش په کې خبرونه پورته کوي ، او هم داسدالله غضنفر ، اجمل تورمان ، محمدیار ، مطیع الله عابد اونورو دلیکنو یوازینی دخپرېدو ځای دی .

خو دا ویب پاڼه چې ټولې تبصرې تر رسمي تصویب کیدلو وروسته خپروي نن یې دلوړ دروغجن خبر په اړه په یوه تبصره کې داسې  ښکنځلې او پوچې خبرې لیکلي وې، چې قلم او حروف هجاء یې له لیکلو پنا غواړي .

دوی له دې مصنوعي خبر او دلیل نه په استفاده هڅه کړې وه ، چې ځانونه دډیر عالي کرکټر خاوندان او دحق دلارې قهرمان مجاهدین  بې غیرته او دافغاني ناموس دشمنان معرفي کړي ، دا چې څوک غیرتي دي څوک بې غیرته ؟ څو ننګیالي دي او څوک دووسان ؟ څوک پاک نفسه دي او څوک بچه بازان ؟ څوک پاک لمني دي اوڅوک زنا کاران ؟ څوک ناموس ساتونکي دي او څوک دافغاني پت دلیلام نندارچیان ؟

په دې اړه دیو لړ حقائقو او یوې رښتینې پرتلې دلوستلو لپاره دهمدې لیکنې  دوهمه برخه  ضرورولولئ ، ترڅو درته څرګنده شي چې دغه دپښتانه درانه ادب بې ادبه  ټیکه داران په حقیقت کې څومره له حیا خلاص او د بې ناموسۍ د ډنډ لامبوزنان دي  .

تربیا

______________

ټولې لیکنې د نن ټکی اسیا نظر نه څرګندوي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x