ټولنیزه برخه

د مور او پلار حقوق (7)

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

د مور دعا ګانو د لور په پښو کې ځنځيرونه مات کړل حافظ ابو بکر طرطوشي رحمه الله يو مشهور عالم تير شوی، ده په خپل کتاب کې د مور د دعا ګانو د برکت په حواله يوه کيسه نقل کړې، دی ليکي : يوه ښځه د بقی بن مخلد رحمه الله په خدمت کې حاضره شوه، بقی بن مخلد رحمه الله د زمکې په مخ په اندلس کې استوګنه کوله، د ده علم او تقوی له چا پټ نه دي، دی د علم سمندر او د فراست غر وو، د درايت په فن کې يې لوی لاس درلود، د اندلس په مشهورو علماؤ کې د ده درجه امتيازي ده.

نوموړې ښځې بقی بن مخلد رحمه الله ته عرض وکړ : زما يوه لور روميانو نيولې، له ما سره د هغې د خلاصون لپاره له يوه واړه کور پرته بل هيڅ شی نشته او زه د همدغه واړه کور د خرڅولو طاقت هم نلرم، له تا غوښتنه کوم چې د خير خلکو ته زما په هکله خبر ورکړې تر څو هغوی زما د لور په را خلاصولو کې له ما سره مرسته وکړي، له کوم وخت راهيسې چې زما لور نيول شوې شپه او ورځ مې نا قراره دي، زما له سترګو خوب تښتدلی، زه هر وخت د خپلې لور لپاره دعا ګانې کوم.

بقی بن مخلد رحمه الله د ښځې آه او زاري واوريدل او ورته وې فرمايل : په دې معامله کې ما ته يو څه وخت مهلت را کړه، انشاء الله که څه کيدل زه به يې ضرور وکړم، له دې وروسته هغې خپل سر را پورته کړ او له الله تعالی څخه يې\ دعا وغوښته، مور پيوسته دعا ګانې کوي، خپل رب جل جلاله ته آه او زاري کوي.

يوه ورځ د مور دعا ګانو رنګ راووړ، څو ورځې وروسته نوموړې ښځه په دويم ځل بقی بن مخلد رحمه الله ته راغله، دا ځل هماغه لور هم ور سره وه کومه چې روميانو نيولې وه، مور خپلې لور ته وويل : لورې ! د نيولو او را خوشي کيدلو کيسه خو دې شيخ صاحب ته وکړه، لور يې کيسه پيل کړه:

کيسه دا وه زه د روم يوه شهزاده ونيولم، زه د هغه په بنديخانه کې بندي وم، په بنديانو باندې يو سړی مامور وو کوم چې هر وخت ما ته تکليف رسوونکی وو، په بنديخانه کې زما حالت دا وه چې په سختو ځنځيرونو تړل شوې وم، ما د هغه تکليفونه برداشت کول، يوه شپه مونږ بنديانو انتهائي د مشقت کار وکړ، کله چې مونږ د کار له کولو وروسته بيرته بنديخانې ته راغلو نو يو نا څاپه زما په پښو کې ځنځيرونه مات شول او په زمکه پريوتل.

د ځنځيرونو د لويدو وخت هغه وخت وو کله يې چې مور له بقی بن مخلد رحمه الله سره لاسونه د دعا لپاره پورته کړل، ځوانې انجلۍ خبرې جاري وساتلې او وې ويل : کوم وخت چې ځنځيرونه ولويدل نو هغه کس کوم چې په بنديانو باندې مامور وو ما ته متوجه شو او راته وې ويل : تا ځنځيرونه مات کړل؟ ما په ډيره عاجزي ځواب ورکړ : نه ! نه ! ما خو خپلو ځنځيرونه ته لاس هم نه دی ور وړی، بلکې په خپله زما له پښو ولويدل، هغه ولاړ او اهنګر يې راووست، ځنځيرونه يې جوړ کړل او بيا يې زما په پښو کې را واچول.

زه چې يو څو قدمه ولاړم نو يو په يوه ځنځيرونه بيا مات شول او ولويدل، د دومره مضبوطو ځنځيرونو يو په يوه ماتيدل ډيره د تعجب خبره وه، عسکر ډير حيران شول، دا معمولي خبره نه وه، عسکرو نور عسکر را وبلل، هغوی يې له دې پيښې خبر کړل او بيا ورسته دا خبره د بنديخانې لوی افسر ته ورسيده، هغه خپل مذهبي پيشوايان را وغوښتل او له ټولې کيسې څخه يې خبر کړل، لوی پاپ له خپلو ملګرو سره ما ته راغی او له ما يې پوښتنه وکړه : آيا ستا مور ژوندی ده؟ ما په ځواب کې ورته وويل : هو ! زما مور ژوندی ده.

هغه وويل : ستا د مور دعا قبوله شوې، هر کله چې خدای جل جلاله ستا خلاصون غواړي نو بيا مونږ تا ولې بندي کوو، له دې وروسته رومي عسکرو په ډير عزت او احترام زه د مسلمانانو يوه لښکر ته ور وستم او خوشې يې کړم.

————-

ددې لیکني نوري برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/morawplar

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x