ټولنیزه برخه

فکري روزنه (11) – تاسو د قدر وړ ياست

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

تاسو د قدر وړ ياست

د نفس عزت : دا هغه احساس دی کوم چې د ستاسو د شخصيت مهم ترين جزء دی، دا د ستاسو په هره کارکردګي باندې اثر انداز دی او د هرې کاميابي پيشنګويي درته کوي، دا ستاسو د هستي حيثيت ته قوت ورکوي، په تاسو کې هغه جذبه او ولوله پيدا کوي کومه چې د ستاسو د کاميابيو اولين او لازمي شرط دی.

ستاسو هر عمل ستاسو د خود توقيري احساس ماتحت واقع کيږي او د ستاسو ترقي او خوشحالي هم د همدغه احساس تابع دی، غرض دا چې د ستاسو د ټولو کاميابيو دار مدار تر يوه داسې احساس پورې تړاو لري، د خود توقيري بهترين تعريف دا دی چې خپل ځان په خپله يو قيمتي انسان محسوس کړی، په ټولو کاميابو خلکو کې د عزت نفس احساس يو اعلی او بهترين احساس دی، د دې بر عکس ناکام خلک د خپل نفس عزت نه پيژني او تل داسې ګمان کوي : زه د اعلی کاميابيو مستحق نه يم، خپلې ناکامۍ د نورو له کاميابيو سره پرتله کوي او خپل ځان کمتر محسوسوي.

که چيرته تاسو د کومو کاميابو خلکو له نږدې مطالعه وکړی نو خود بخود به درته معلومه شي چې هغه ټول خلک د ځان په اهميت او قدر ډير ښه پوهيږي، مثبت خلک دي او مثبت اعمال تر سره کوي، هغوی خوش اخلاقه، د ښايسته اخلاقو در لودونکي او برد بار خلک دي، په نور تنقيد نه کوي، د نورو غيبت نه کوي او نه بل چا ته ضرر رسوي، بلکه د نورو خير خواهي غواړي او د هر چا عزت کوي، بر عکس هغه څوک چې د خود توقيري احساس نه کوي هغه بد مزاجه وي، د وړو وړو خبرو څښتنان وي، منفي سوچ لرونکي وي او دا منفي سوچ د ځان لپاره عار هم نه بولي، خپلې خاميانې د نورو له خوبيانو سره پرتله کوي او خپل ځان کمتر محسوسوي.

د شخصيت د تعمير اغاز په وړو ماشومانو کې له ابتدائي دريو کلونو څخه نيولې تر پنځو کلونو پورې شروع کيږي او د يوه ښه شخصيت د تعمير دار مدار د والدينو له لوري د مسلسل او د غيرې مشروطې مينې، محبت او شفقت نتيجه ده، له کوم ماشوم سره چې دا محبت او شفقت ملګري وي په بالغتوب کې د هغه شخصيت متوازن او مستحکم وي، بر عکس کوم ماشومان چې په اوائلو کې د تنقيد او مسلسل سرزنش ښکار کړل شي هغوی په لوی عمر (بالغتوب) کې د عدم خود اعتمادي، ويرې، شکوکو، شبهاتو او په بد اعتمادي کې مبتلاء کيږي، په کومو لويو (بالغو) خلکو کې چې د خود توقيري احساس نه وي دا هغه ماشومان وي چې په کوچنيوالي کې له مينې، محبت او شفقت څخه محروم وي.

تاسو ته د خود توقيري احساس لپاره ضروري دي چې تاسو پوره کوښښ وکړی، خپل مسائل او مشکلات کنترول کړی او خپل ځان قيمتي او د قدر وړ محسوس کړی، د ستاسو دا رويه د کاميابي په لاسته راوړو کې له ستاسو سره مرسته کولای شي.

نور خلک هم محترم دي

له مشرق تر مغرب په کائناتو کې هيڅوک مختار کل نه دي، د خپلې بقا لپاره ټول يوه بل ته اشد ضرورت لرو او مسلسل ضرورت، لهذا د روا داري غوښتنه دا ده چې مونږ د نورو لپاره هم هغه خيالات او جذبات خپل کړو کوم چې د خپل ځان لپاره غوره کوو، نورو ته هم هغه عزت ورکړو کوم چې د ځان لپاره غواړو، د نفس عزت د نورو هم هغه حق دی کوم چې مونږ د ځان لپاره خوښوو، له نورو څخه بعينه مونږ ته هغه څه را رسيږي کوم چې د مونږ لخوا هغوی ته رسيږي.

نورو خلکو ته د اهميت او عزت ورکولو شايد تر ټولو ښه طريقه دا وي چې ټول هغه لوی او واړه کارونه د سر په سترګو ومنی کوم چې هغوی د ستاسو لپاره کړي وي، د هغوی په ټولو ادنی او اعلی خدمتونو باندې برملا اعتراف وکړی، کوم چې هغوی د ستاسو لپاره کړی وي، د هغوی شفقت ومنی او د هغوی شکريه اداء کړی، د خپل کور له افرادو او بچيانو ممنويت ظاهر کړی او هغوی ته داسې ووايی چې هغوی د ستاسو په زندګي کې ستاسو د خوشحالي، سکون او اسودګي ذريعه دي، د هر چا چې څومره زيات عزت او احترام وکړی په همغه اندازه به هغوی د ستاسو عزت او احترام وکړي.

د نورو خلکو د خبرو آوريدل يو فن دی او د هغو خبرو زده کول ډير ضروري دي، د آوريدو څو قسمونه دي، يو قسم يې دا دی چې تاسو د نورو خلکو خبرو ته کوم اهميت ور نه کړی، د خپل مخاطب د خبرو آوريدو په ځای تاسو په خپل کار کې مصروف شی او هغه ته دا باور ورکړی چې زه د ستا خبره آورم، دا د هيڅ خبرې د آوريدو انداز نه ده!

دويم دا چې تاسو د خپل مخاطب خبره په پوره دقت سره آوری، يو يو لفظ ياده وی، د هغه د جذباتو او توقعاتو د محسوسولو کوښښ کوی او تاسو د دويم کس مدعا ښه معلومه کړی، نو د ستاسو په علم کې به اضافه والی راشي او هغه بل کس به خوشحاله او مطمئن شي چې تاسو يې خبره په دقت سره واوريدله، په دې سره تاسو د هغه عزت وکړ، نتيجتاً هغه به هم تاسو ته ډير قدر او عزت درکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x