salma story

د لبني اوسمیره کیسې

salma story سوريي په روانو حالاتو کې له دي حالت سره مخ شوې دې . د دوی دواړو کیسي دنمونو په ډول وړاندي کوم ، نن په اسلامي نړۍ کې ډیری مسلماني میرمني له ورته کیسو سره مخامخ شوې دې ، لومړۍ دلبني کیسه دا وایې :

راغلل ، سلا ورسره وه او پرمایې برید وکړ ، وروسته له وهلو یې وتړلم او هر یوه ځان ځان ته ماته شرم را واړاوه ….

زما کړیکو ، شور او بد حال په هغوی لیوانو هیڅ اغیر ونکړ . د دوی له تګ وروسته مې هم یو ساعت ناري وهلی چې دسیمي یوکس راغی او زه یې خلاصه کړم .

کورته په ډیر سخت حالت کې راغلم ، کله مې چې میړه په کیسه خبر شو قسم یې وکړ چې زه به تا طلاقوم ، ته د خپل پلار کره ولاړه شه ، ځکه ده وویل له دي پیښي وروسته زه له تاسره ژوند نشم کولی . لبني وایې د ډیر ذلت په حالت کې له کوره را ووتلم …. تر دروازي پوري مې دخدای پآماني په نیت اولادونه په داسي حال کې راسره را روان وو چې ژړل یې او کړیکي یې وهلي . …. میړه مې په کور کې پت و او فکر یې کاوه چې له دي شرم سره به څنګه له خلکو سره مخامخ کیږې .

دپلار کره چې راغلم هغوی زماپه کیسه خبر شوې وو ، مور مې مخته لاري ته منډي راوهلي ، په غیږ کې یې ونیولم او ژړل یې . پأار مې چوپه خوله ناست و او له ډیره غمه یې هیڅ هم نشوی ویلی ، ورور مې دلیوني په څیر ناري کړې ، په لوی خدای مې دي قسم وې چې زه به ستا غچ اخلم . اوستا شرم به د همدي لیوانو په وینو مینځم … لبني وایې : ما اوس د سخت درد ، سپکاوې او قهر احساس زوروې اوله ځانه سره وایم چې دي حالت ته زماپه رارسیدلو کې زما څه ګناه ده ؟؟

***************
او سمیره اوولس کلنه پیغله ده ، دا له ښوونځي نه کورته راروانه وه چې په لار کې انساني لیوانو وتښتوله ، کورنۍ یې هغوی ته تقریبا څلویښت زره ډالر 40000 ورکړل او دایې راخوشي کړه ، سمیره ژ،ندی کورت راستنه شوه . په داسي حال کې چې د تښتوونکو په لاس یې پیغلتوب لوټل شوی و ….

سمیره خپله کیسه داسي کوې : کله مې چې پلار خبر شو چې زما پیغلتوب له منځه تللی دی نو مورته مې ویل : کاش هغوی دسمیري مړی را لیږلی وی ….. هغه حالت له دي سپکاوې نه غوره و موږر مې سر اومخ ته څپیړي نیولي وې او په کړیکو یې ژړل چې اوس به مې لور ټول عمر کور راته ناسته وې ….

سمیره وایې : دپلار اومور خبري زما له پاره یو بل ګذارشو او اوس له خدایه مرګ غواړم چې د دي سپک ژوند له عذاب نه خلاصه شم ….

درنو مسلمانانو وروڼو ! د دي واقعي ویرلړلیو او دردمنو کیسو په اړه ستاسو نظرونه غواړم خدای مکړه او خدای مکړه که فرضا کوم مسلمان په خپله کورنۍ کې له داسي ستونزي سره مخامخ شې هغه باید څه ډول دریځ غوره کړې ؟

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د