نړۍ

د المان پارلمان سوريې ته د پوځ لېږلو پرېکړه تاييد کړه

نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۱۴، ۱۳۹۴ ل): د المان پارلمان پرېکړه کړې، چې د داعش پر ضد جګړې په نوم خپل عسکر سوريې ته ولېږي.

سوريې ته د عسکرو لېږلو په اړه د رايو شمېرلو پر مهال ۴۴۵ موافقې او ۱۴۶ مخالفې رايې کارول شوي دي.

د تېر نومبر په ۱۲مه پاريس کې له خونړيو بريدونو وروسته د فرانسې ولسمشر فرانسو اولاند له المانه غوښتنه وکړه، چې سوريې ته د داعش پر ضد جګړې لپاره خپل عسکر ولېږي.

د المان بهرنيو چارو وزارت له لوري رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له دې وروسته داعش ډله د دوی له لوري په نښه کيږي.

د يادونې وړ ده، چې المان دا پرېکړه وروسته له هغې وکړه، چې وړمه ورځ د برتانيې پارلمان هم د داعش پر ضد د هوايي بريدونو پرېکړه تصويب کړه.

په دې وروستيو کې د المان له لوري پردي هېواد د خپلو عسکرو د لېږلو تر ټولو ستر پوځي عمليات بلل کيږي، چې نږدې يو کال به دوام ومومي او ۱۴۶ ميليونه لګښت به پرې راځي.

المان به سوريې ته د جګړې لپاره څارګرې الوتکې، يوه سنمدري جنګي بېړۍ او دوولس سوه عسکر لېږي.

د الماني رسنيو له قوله د حکومت اپوزيسيون سوريې ته د الماني عسکرو لېږلو سره مخالفت کړی او دا کار يې د هېواد په زيان او له قانونه خلاف بللی دی.

په عين حال کې د المان د حقوقي چارو وزير هيکو ماس رسنيو ته وويل، چې له حقوقي پلوه سوريې ته د عسکرو په لېږلو کې هېڅ ستونزه نه شته.

د يادونې وړ ده، چې، سوريې او عراق کې د امريکا په مشرۍ ايتلافي جنګي الوتکې د داعش تر څنګ پر ولسي خلکو هم سختې بمبارۍ کوي او د دغې جګړې تر ټولو زيات قربانيان هم ولسي وګړي دي.

د سوريې ولس وايي، چې د بشري حقونو او ماشومانو د ژغورنې نړيوالو ټولنو او ملګرو ملتونو تر اوسه د سوريې د ولسي خلکو، ښځو او ماشومانو د ټولوژنې د مخنيوي لپاره هېڅ نه دي کړي او خپل ځان ته يوازې په څو رسنيزو شعارونو اطمنان ورکوي.

د څارونکو په اند امريکا او نړيواله ټولنه د بشارالاسد رژيم سره په دغه ټولوژنه کې بشپړه همکاري کوي او له دې لارې غواړي، چې ولس بې درېغه ووژل شي او په پای کې بيا دوی سوريه په څو کوچنيو هېوادونو د خپلو ګټو لپاره ووېشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x