افغانستان

ننګرهار: د امینه قومندانۍ د وياند پر موټر چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): د ننګرهار امنیه قومندانۍ وياند وايي چې دی له یوې چاودنې روغ وتلی خو موټر يې زیانمن شوی دی.

حضرت حسین مشرقيوال وايي چې نن سهار جلال اباد ښار ته په لاره و، چې د بټي کوټ په شينواري کلا سیمه کې پرې چاودنه وشوه.

مشرقيوال وايي چې نوموړي او ساتونکي عسکر ته يې کوم زیان نه دی اوښتی خو موټر يې تخریب شوی دی.

د ده په خبره ماين د سړک په غاړه کې ځای پر ځای شوی و، چې د دوی د موټر ور رسيدو سره سم وچاوديد.

تر اوسه د دې چاودنې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

ياده دې وي تېره – سه شنبه – د ننګرهار امنیه قومندان فضل احمد شيرزاد هم غازي امان الله خان ښارګوټي ته څېرمه له یوې چاودنې روغ ووت.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x