شعـــــرونه

دسید اباد شهیدانو ته – سمیع الله تړون

سميع الله تړون

ښه ډير مې وژړل ايمان راته خبري وکړي
ـ ژوندى شه پورته شه وجدان راته خبري وکړي

زما پر پاڼو د باروتو لمبې سيورى کوي
ـ جومات کې وسومه قران راته خبري وکړي

دي د قران د حافظانو خولي له وينو ډکي
ـ له سيداباده يوه ځوان راته خبري وکړي

ويل د ملالې په ټيکري خلک ملڼډي وهي
بيګاه په خوب کې ايوب خان راته خبري وکړي

د هر ظالم د ليونتوب ډيري کيسي وي پکي
ـ د يو مظلوم سړى ګريوان راته خبري وکړي

د ازادۍ معنا مې هله زړه ته ننوته
ـ چى کله ورغلم زندان راته خبري وکړي

اوس مى خپل ځانته د عمري بند سزا واوروله
ـ د ځان قاضى شومه او ځان راته خبري وکړي

ويل يي تړونه ليونۍ شاعري ولې کوې
ـ د انسان شکل کې حيوان راته خبري وکړي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Khalid Ahmad Anwari

ډير په زړه پورې شعرونه دي.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x