
وردګ قومي مشران: که د بچيانو قاتلين مو محاکمه نه شي د دولت پر ضد به وسلې ته لاس کړو
نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): د وردګو ولایت د سید اباد ولسوالۍ قومي مخور او په پروني بريد کې د وژل شويو کورنۍ وايي چې که دولت د دوی د بچيانو قاتلين اعدام نه کړي دوی به د دولت پر ضد وسلې ته لاس کړي.
تېره ورځ – جمعه، لېندۍ ۱۳مه – د سید اباد ولسوالۍ د اوتړیو په سیمه کې د ملي اردو په توغنديز بريد کې ۱۲ تنه ولسي وګړي ووژل شول چې ۸ تنه يې ماشومان و.
د سید اباد ولسوالۍ اوسېدونکو له پېښې وروسته لاريون وکړ او د کابل – کندهار لویه لاره يې د شپږو ساعتونو لپاره د ترافيکو پرمخ وتړله.
دوی « مرګ پر اشرف غني!» او « مرګ پر مزدورو عسکرو!» شعارونه ورکول او له دولته يې غوښتنه کوله چې د دوی د بچيانو قاتلين ونیسي او محاکمه يې کړئ.
وردګ قومي مشرانو پر دولت غږ کړی چې که د دوی د بچيانو قاتلین محاکمه نه شي دوی به له مدني حرکتونو لاس په سر او د دولت له وسله والو مخالفينو سره به لاس یو کړي.
د سید اباد ولسوالۍ یو تن قومي مشر حاجي محمد ایوب رسنیو ته ويلي چې که يې د وژل شويو قاتلين پر دار ونه ليدل، د ګډ حکومت پر ضد به وسله واخلي.
د ميدان وردګو ځايي ادارې یا هم لوړپوړو چارواکو تر اوسه د وردګ قومي مخورو او د وژل شويو د وارثينو د دې ګواښ په اړه څه نه دي ويلي.
ياده دې وي په وردګو کې د ملي اردو له لوري د پرلپسې ملکي وژنو په لړ کې پرونۍ پېښه طالبانو هم کلکه غندلې او دا ډول کارونه يې وحشت بللي دي.
د طالبانو ویاند دغه کړنه «جنایت او د عامو خلکو په مقابل کې د کابل ادارې د وحشت او بې رحمۍ خورا ښه بېلګه» بللې.
که څه هم د وژل شویو وارثينو د خپل وژل شويو کسانو د غچ لپاره وسلې ته د لاس کولو ګواښ کړی، ورسره هم مهاله وسله والو طالبانو ژمنه کړې چې « له مزدورو عسکرو څخه به د دې کړنو انتقام واخلي.»
تر اوسه په هېواد کې مدني بنسټونو، د بشري حقونو فعالانو او مدني ټولنو د دې پېښې په غبرګون کې کوم اقدام نه دی کړی، خو تر دې وړاندې يې په زابل کې د داعش ډلګۍ له لوري د څو تنو وژل شويو ولسي وګړو په غبرګون کې د ارګ پر دېوالونو د ور اوښتو هڅه وشوه.