د نن سرلیکنه

ایا همدا د بشري حقونو په اړه د دولتي سر تیرو پر مختګ دی ؟!

نن ټکی اسیا – سرلیکنه (شنبه، لېندۍ ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): تيره ورځ د ناټو د قاطع ملاتړ مأموریت، د قانون د حاکمیت د چارو مشر جنرال مچ چتوود وويل چې د افغانستان دفاع وزارت د بشري حقونو د ملاتړ او د اداري فساد پر ضد د مبارزې لپاره د پام وړ پرمختګ کړی دی.

د جنرال مچ تر څرګندونو ۲۴ ساعته وروسته افغان امنيتي ځواکونو د کابل په دروازه د میدان وردګو ولایت د اوټړیو کلي پر مسجد د هوان مرمۍ وتوغوله چې له کبله يي ۱۰ تنه تنکي ځوانان شهیدان او ۸ نور یې مرګوني زخمیان شول .

د افغان امنیتي ځواکونو په لاس د دغو معصومو ځوانانو ترمظلومانه شهادت وروسته کله چې د کلي خلګو وغوښتل د اعتراض په ډول د شهیدانو جسدونه د کابل کندهار لويې لارې سرته یوسي د سید آباد ولسوالۍ د ولسوال لخوا يي د هماغه قاتلو امنیتي ځواکونو په وسیله مخنیوی وشو او په خپل ټول توان سره یې کوښښ وکړ چې د شهیدانو د لیدو او د پیښې صحنې ته د ورتلونکو خبریالانو مخه ډب کړي.

پرجنرال مچ سربیره د ناټو سرمنشي جنرال “ینز سټولټنبرګ” هم هرات ولایت ته د خپل سفر په مهال د افغان امنیتي ځواکونو د کاري ظرفیتونو د لوړ والي په اړه وویل : ” ترهرڅه مخکې باید ووایم چې افغان ځواکونو د مختلفو جنګي ماموریتونو د ترسره کولو لپاره خپل ظرفیتونه او توانمندي لوړه کړې ده.

د سید آباد په ولسوالۍ کې میشتو افغان امنیتي ځواکونو د ناټو د سرمنشي او د ناټو د قاطع ملاتړ مأموریت، د قانون د حاکمیت د چارو مشر څرګندونې په خپل ترسره کړي جنایت کې ښې توضیح کړي .

که په مجموع کې په افغانستان کې د بهرنیانو په لاس د روزل شویو افغان ځواکونو پرمختګ ته وکتل شي نو د هغو په اند پرمختګ همدا د بیوزله ملکي وګړو وژل او ځورول دي چې د سیدآباد خونړۍ پیښه یې مشت نمونه یې خر وار ګڼل کیږي.

له هلمنده نیولې تر کاپیسا ، کندوز، لوګر غزني ، کونړ او … پوري همدغو افغان امنیتي ځواکونو په سلګونو ځله بیوزله ولسي وګړي دغسي په وحشیانه ډول په شهادت رسولي او د هغوي کورنۍ یې د ویر په ټغر کینولي چې له بده مرغه تر اوسه پوري یې هیڅ مجرم د خپل جرم په جزا نه دی رسول شوی ، همدا لامل دی چې ورځ تر بلې یې د خپل ولس پر خلاف دغه ډول وحشیانه جنایات مخ په زیاتیدو دي.

د سید آباد ولسوالۍ دا خونړۍ فاجعه په بشپړه توګه یو بشري جنایت دی چې باید عاملین يي په جزاء ورسول شي .

نن ټکی آسیا د هیواد والو د حقونو د یوې مدافعې رسنۍ په حیث دا جنایت په تر ټولو بدو تورو غندي او مظلومو قربانیانو ته يي د فردوس جنت او ویرجنو کورنیو ته يي د جمیل صبر او نعم البدل غوښتنه کوي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
jamil

Assalamoalaikum,
Taliban ba e entiqam wakhli.
Qatelin ba e zwandi wanissi aw birta ba e khoshi ki.
Domra dira narmi ham na da pa kar

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x