د سید اباد پېښې خواله رسنیو کې توند غبرګونونه را پارولي

نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): پرون – جمعه، لېندۍ ۱۴مه – د ملي اردو ځواکونو له لوري د ميدان وردګو ولايت سید اباد ولسوالۍ د اوتړیو په سیمه کې پر یو مسجد توغندیز بريد وکړ، چې ۱۲ تنه ولسي وګړي يې پکې ځای پر ځای ووژل.

د سیمې د اوسېدونکو له قوله په وژل شويو کسانو کې اته تنه د کلي ماشومان شامل و، چې د مسجد ملا امام ورته درس وايه.

که څه هم تر اوسه د دې پېښې په اړه هېواد کې مېشت مدني بنسټونه او د بشري حقونو فعالان چوپه خوله دي، خو په خواله رسنیو کې توند غبرګونونه را پارولي دي.

کابل مېشتی شنونکی او لیکوال انجینر نظر محمد مطمئن پخپله فیسبوک پاڼه ليکي « غدار او خاین د هیواد او انسانیت دښمنه! ستا ګوتې دي ماتې شي. ستا لاس دي فلج شي. ژبه دي ګونګه او سترګې دي ړندې شه چې په پوره بې غوري دي د هاوان د توپ خوله نازولو ماشومانو ته برابره او هغوی دي شهیدان کړل.»

مطمئن په دې پېښه کې نه یوازې د اردو عسکر ملامت بولي بلکې د نوموړي په نر اصلي مسوول هغه څوک دی چې دوی ته هدایت کوي: «د پردیو نوکره! ته به هم ماشوما او کورنۍ لري. اصل کي هغه څوک مسؤل دی چې تاته هدایت کوي. د پوځ سر اعلی قومندان!»

قاضي محمد حسن حقيار بیا د پېښو په غبرګون کې په توپيري چلند نظر شریک کړی، نوموړي په ګیله من انداز ليکلي: « له دوی وينې وڅیڅېدې او که اوبه؟»

حقيار په خواله رسنیو کې یوازې غمشريکي مناسبه نه بولي: «ګرانه یواځې داکلیشه يي وینادې : ( سیداباده په غم کې دې شریک یم )کفایت نه کوي .حق اخستل کېږي ورکول کېږي نه ، که داثابته نه کړه چې ستا له بدن څخه هم اوبه نه ،بلکې وینه توییږي نوهره ورځ به دې همدا حال وي .هم به وژل کېږي او هم به ملامت یې په حاکمیت کې به محکوم یې ، که بل هېڅ جرم ونلرې نو طالب ، القاعده او داعش خويې اوباید ووژل شې .دنورو وژونکي نامعلوم و خوپرتا وتپل شو او ستا دشلو ګلانو رېژوونکی هغه دی چرسي او نېشه معرفي شو ــ نور دې خوښه .»

پېښې ته څېرمه د شنيز د سیمې یو تن اوسېدونکی مسعود شنیزی بیا لیکي چې تېر کال هم په همدې سیمه کې د ملي اردو عسکرو یو تن ۷۰ کلن سپين ږيری په ډزو شهید کړ.

د شنیزي په وينا دوی څو ځلې له سیمه ییزې ادارې د داسې خپل سرو وژنو د بندیز غوښتنه کړې، خو تر اوسه هیڅ اقدام نه دی شوی، هغه لیکي: « د دولت څخه په مکرر شکل غوښتل شوي دي چې د داسې پېښو مخه ونيسي ليکن تروسه دنظامي چارواکو لخوا د دغسې کړنو د مخنيوي لپاره کوم جدي اقدام ندی شوی.»

له کابله خپرېدونکې خپلواکه ورځپاڼه سرنوشت هم ورته څرګندونې لیکي، دې ورځپاڼې په نننۍ سرمقاله کې لیکلي چې تر دې وړاندې هم ورته پېښې شوې، خو دولت يې په پټ ساتلو کې بريالی شوی دی، لیکي: «د وردګو په سیداباد کې امنیتي ځواکونو لس ماشومان ووژل او شپږ نور یې ټپیان کړل. چارواکو د پېښې د پټولو هڅه وکړه، خو بریالي نه شول. خلکو غوښتل چې د وژل شوو جسدونه کابل ته راوړي، خو امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله او پر اعتراض کوونکو یې د برید ګواښ وکړ. سلګونه اعتراض کوونکي د کابل کندهار پر لویه لار ولاړ وو او اعتراض یې کاوه، خو حکومتي چارواکو هڅه کوله چې سیمې ته د خبریالانو د ورتګ مخه هم ونیسي. تر دې وړاندې هم په دې سیمه کې حکومتي ځواکونو ملکي وګړي وژلي وو او حکومتي چارواکي بریالي شوي وو چې دا وژنې پټې وساتي.»

د ابراهیم مبارز په نوم د خواله رسنیو یو تن فعال بیا ليکي: «دچا چې د کلیساګانو په خیراتونو پالنه شوی وي، د صلیبیانو ټوپک په غاړه، او وردی یې په تن وي له هغوی نه هیڅ د رحم، انسانیت، توقع نشته ، هغوی د تېر پڅیر د خپلو بادارانو لخوا ور سپارل شوی دنده پرون په میدان وردګو کې په ښه توګه سر ته ورسوله.»

ياده دې وي په ميدان وردګو کې د وژل شویو وارثینو او قومي مخورو هم ګواښ کړی چې که دولت د دوی د بچیانو قاتلين محاکمه نه کړي، دوی به د دولت پر ضد وسله وال پاڅون وکړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د