نظــر

لس ماشومان وژل شوي، خو لکه هېڅ چې نه وي شوي

د سرنوشت ورځپاڼې سرلیکنه-

د وردګو په سیداباد کې امنیتي ځواکونو لس ماشومان ووژل او شپږ نور یې ټپیان کړل. چارواکو د پېښې د پټولو هڅه وکړه، خو بریالي نه شول. خلکو غوښتل چې د وژل شوو جسدونه کابل ته راوړي، خو امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله او پر اعتراض کوونکو یې د برید ګواښ وکړ. سلګونه اعتراض کوونکي د کابل کندهار پر لویه لار ولاړ وو او اعتراض یې کاوه، خو حکومتي چارواکو هڅه کوله چې سیمې ته د خبریالانو د ورتګ مخه هم ونیسي. تر دې وړاندې هم په دې سیمه کې حکومتي ځواکونو ملکي وګړي وژلي وو او حکومتي چارواکي بریالي شوي وو چې دا وژنې پټې وساتي.

لس تنګي ځوانان ووژل شول، خو په کابل کې ارامي ده، مدني ټولنې او فعالین، رسنۍ، سیاسي ګوندونه او اشخاص غلي دي. حکومت او حکومتي چارواکي خو نه یوازې غلي دي، بلکې هڅه کوي چې دا جنایت پټ وساتي. حالت داسې دی لکه له سره چې څه پېښه شوې نه وي او له دې سره داسې فکر کیږي، لکه دا وژل شوي ماشومان چې د وژلو لپاره پیدا وي، لکه دوی چې انسانان نه وي، لکه دوی چې افغانان نه وي، لکه د دوی په وجود کې چې وینه نه بهیږي، لکه دوی چې میندې او پلرونه نه لري، لکه دوی چې خویندي او ورڼه نه لري، لکه دوی چې په یوه لرې پرته جزیره کې په خپل مرګ مړه شوي وي. خو لس د ښوونځي ماشومان دي، دوی پلرونه لري، میندي لري، وروڼه لري، خپلوان لري، انسانان دي، افغانان دي، په وجود کې یې وینه بهیده او ژوند یې خوښېده.

دا حالت رښتیا هم له زغمه وتلی دی، مدني فعالین، خبریالان، سیاسي ګوندونه او چارواکي که رښتیا د سفارتونو معاش خواره او مزدوران نه وي او که رښتیا افغانان وي، که رښتیا وجدان ولري، که رښتیا ددې وطن هر سړي ته په یوه سترګه ګوري، که رښتیا یې پر انسان زړه درد کوي، که رښتیا غواړي چې ددې وطن هر بچی خوندي وي، که رښتیا د بشر د حقونو مدافعین وي، نو ددغه جنایت پر وړاندې باید غلي پاتې نه شي. دا جنایت هماغسې جنایت دی چې داعش په زابل کې وکړ، له همدې امله باید غبرګون جدي وي. چارواکي باید ددې جنایت په تړاو وپوښتل شي، له دوی باید وپوښتل شي چې ولې یې دا جنایت شوی، له جنایت وروسته ولې بل جنایت شوی او خلک نه دي پرېښودل شوي چې اعتراض وکړي. دوی باید ځواب ووايي، دوی باید تر عدلي تعقیب لاندې راشي.

حکومت دې د خلکو اعتراض او غبرګون ته په سپکه سترګه نه ګوري، که ددغو تنکیو ماشومانو وحشي قاتلین محاکمه نه شي، که له چارواکو د اعتراض د مخنیوي په تړاو پوښتنه ونه شي، که دا جنایت، جنایت ونه بلل شي، نو بیا خبره بله ده. بیا حکومت دا خلک خپل ولس نه شي ګڼلی، بیا دا خلک د هر ډول غبرګون حق لري او بیا پړه یوازې پر دغه مفسد او کمزوري حکومت ده چې هم یې مخالفین عام وګړي وژني او هم دوی د خلکو په وژلو کې له مخالفینو سره سیالي کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
jamil

Wali gili zani kawi
Da hagha chi haia nawi da iman poshtana e ma kawi

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x