شعـــــرونه

سوې چيغه! – عبدالرحيم مطمئن

له يو بدرنګه کوره !

د تاړاکګر له ځالې

د چنګېزخان او هلاکو لمسيانو

دا دګورګين د فرګنو لمسيانو

د ډيسي توپ يوه مرمۍ وار کړه

زما د خړ کلي جومات يې وويشت

زما د معصوم بچي په خوله کې د تل لپاره

د الف با معصومه ښکلې ناره غلې کړله

په سيپارو باندې يې دوړې پرتې

په معصوم مخ يې د باردو لوګى

اې داسې پراته لکه ظالم ښکاري چې سپيني مرغۍ

په ډير وحشت ها ګلو رينې مرغۍ

په تور ظالم ټوپک ويشلې چې وي

هلته يې بورې مورکۍ يې چيغه کړله

ملالۍ وا ملالۍ دغه د څه شي درب شو

لکه چې ظالم ناتار جوړ کړ

بيا به يې کوم مور ته غم راوړي

مورکۍ زمونږ جومات زمونږ جومات

نور يې په خوله کې کړيکه وچه شوله

په غريو نيولې غږ يې ورو وويل

مورجانې قدرت الله هم سهار جومات ته تللى

ما ورته چاى کوچ او ډوډۍ راوړل

نه نه زمونږ قدرت به ګوره نوي لوري

خداى خو دې د ظالم لاسونه مات کړې

چې قدرت جان باندې مې وار کوې

ساعت لانه وو تير چې دروازه خلاصه شوه

د مور په سترګو يې تياره راغلله

خورکۍ يې کټ باندي ور منډه کړله

قدرت جان نه نه دا قدرت ندى زمونږ قدرت اوس چاى ته راځي

له دې سوې کړيکې سره يې خور هم غلې شوه

چاى کوچ ډوډۍ هلته همداسي ايښي

له قدرت جان يو باسکل يوه مورکۍ يوه خورکۍ پاته شوه

داسې زړه نه وو چې ژړا يې نکړه

داسې ظالمه سترګه نوه هلته

چې تري د اوښکو سيلاب نوو روان

همدا رنګ يولس قدرت رنګ پراته وو

هلته هم يولس مندې بورې ناستې

هلته  لسګونو خويندو وېر لمانځلا

هلته جومات هم په معصومه او د حال په ژبه

او له معصومې منارې دغه چيغه وته

خدايه زما انتقام ته تري واخله

ددې وحشي دواړه لاسونه مات کړه

خدايه مورکۍ يې نور پري بوره کړه ته

خدايه نظام يې نور راوپرځوه

خدايه بادار يې هم په غبرګو ړوند کړه

سپينه ماڼۍ يې نور توکړې توکړې کړه

سپينه ماڼۍ يې نور توکړې توکړې کړه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شیرافغان

خیردی زموژ دصبر زغم کاسه لالویه ده
خوسربه پری کوددغه لوی وهشی ظاکم شامآر

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x