ترکی ځواکونه د تمریناتو پر مهال

عراق: ترکیه دي ژر تر ژره خپل ځواکونه له نینوی ولایت څخه وباسي

نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۱۴، ۱۳۹۴ ل): د عراق د بهرنیو چارو وزارت د نینوی ولایت ته د ترکي ځواکونو داخلیدل د عراق د پولو څخه سرغړونه بللي او د ترکیې څخه یې غوښتي ترڅو خپل ځواکونه ژر تر ژره له دې سیمي څخه وباسي.

نژدې ۱۵۰ ترکي سرتیري په نینوی ولایت کې میشت دي او هلته یې د کردي ځواکونو روزنه پیل کړي ده.

له بل پلوه د عراق د لومړي وزیر حیدرالعبادي له دفتره په خپره شوي ویناپاڼه کې راغلي چې موصل ته نژدې د ترکي ځواکونو میشتیدل ددوی له اجازې پرته شوي او د هغوی څخه یې د فوري وتلو غوښتنه کړي.

موصل د نینوی ولایت مرکز دی او په عراق کې د داعش تر ټولو ستر پټنځای دی، ددوی ډیری قومندانان همدلته اوسي او ددې ځای څخه د جګړو قومانده ورکوي.

د ترکیې ځینو امنیتي سرچینو ویلي چې سلګونه ترکي ځواکونه موصل ته نژدې ځای پرځای شوي او هغوی د کردي بېشمرګه ځواکونو روزنه پیل کړي، د موصل نفوس تر یو میلیون تنه اوړي.

د ترکیې اناضول خبري اژانس ویلي چې ۱۵۰ ترکي پوځیان د عراق نینوی ولایت ته لېږل شوي او هلته یې د کردي بېشمرګه ځواکونو روزنه پيل کړي، امریکایې چارواکو هم خبرونه تایید کړي خو ویلي دي چې د ترکي ځواکونو داخلیدل د ناټو ماموریت تر چوکاټ لاندي نه دي شوي بلکه دا د ترکیې خپله پریکړه ده.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د