افغانستان

ارګ د سید اباد په وژل شوو ماشومانو خواشیني وښوده

نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): ارګ وايي چې ولسمشر اشرف غني د سید اباد په وژل شوو ماشومانو خواشینی دی او د پېښې د هر اړخیزې څیړنې امر یې صادر کړی.

هغه اعلامیه چې له ګلخانې ماڼۍ څخه په دې تړاو خپره شوې لیکي چې د ګډحکومت ولسمشر د قربانیانو کورنیو ته تسلیت وايي، وژل شوو ته فردوس جنت او ټپیانو ته سالمه روغتیا غواړي.

اعلامیه زیاتوي چې اشرف غني د پېښې د ټپیانو د ښې درملنې سپارښتنه کړې او د قربانیانو له کورنیو سره یې د مرستې امر کړی.

د ګلخانې د اعلامیې په وینا اشرف غني ویلي چې که د پېښې عاملین ملامت وپیژندل شي نو عدلي او قضايي اورګانونو ته به وروپیژندل شي.

ياده دې وي په ميدان وردګو کې د وژل شویو وارثینو او قومي مخورو هم ګواښ کړی چې که دولت د دوی د بچیانو قاتلين محاکمه نه کړي، دوی به د دولت پر ضد وسله وال پاڅون وکړي.

تېره ورځ افغان ملي ځواکونو د وردګو ولایت د سید اباد ولسوالۍ په اوتړیو سیمه کې په ولسي خلکو د هاوان بریدونه وکړل او ۱۲ کسان یې ووژل. په وژل شوو کسانو کې ۸ تنه ماشومان او د ښوونځیو زده کوونکي وو.

د سید اباد ولسوالۍ اوسېدونکو له پېښې وروسته لاريون وکړ او د کابل – کندهار لویه لاره يې د شپږو ساعتونو لپاره د ترافيکو پرمخ وتړله. دوی «مرګ پر اشرف غني!» او «مرګ پر مزدورو عسکرو!» شعارونه ورکول او له دولته يې غوښتنه کوله چې د دوی د بچيانو قاتلين ونیسي او محاکمه يې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
jamil

Ka mazloom faqir ghani domra wak walari

البلاغ

غلام په چار خل خلګ غولوی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x