ټولنیزه برخه

پر اروا اغېزې

نړۍ ته نوى راغلى ماشوم په پوره توګه پاک او بې تجربې وي،له هغه سره عقل او ادراک وي، خو د يوې قوې په حيث. دغه قوه په مادې نړۍ کې په کارلوېږي او بالقوه عقل په بالفعل عقل بدلېږي.او همدارنګه د ادراک قوه هم فاعله ګرځي.خو دغه هرڅه ترډېره بريده له چاپيرياله اخلي.د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم مبارک حديث شريف[1]هم په دې ښکاره دلالت کوي،چې حتى د انسان په ايمان کې هم چاپيريال دومره اغېزه کولاى شي چې له يوه باوره يې بل باور ته اړولاى شي.

    ځکه خو نو په اروا باندې باندينۍ نړۍ ډېراغېزه کوي.ځينې پوهان وايي چې اصلاً همدغه انسان دى چې چاپيريال يې جوړکړى، خو نوربيا انسان د چاپيريال په غېږه کې پيداشوى ګڼي.موږ په دې باور يو چې چاپيريال د انساني کړنو،کلتورونو او باورونو له ټولګې څخه عبارت دى.نو چاپيريال د انسان په شتون چاپيريال بلل کېږي. او پر يوانسان  د بل انسان ياټولنې چې د ده له چاپيريال څخه عبارت دى، راشه درشه او اړيکه اغېزه کوي.

    دغه اغېزه د انسان پر ډانچه نه، بلکې پر اروا باندې وي،او اروا له مادياتو نه ، بلکې په مادياتو کې له پټو معنوياتو اغېزمنه کېږي. د بد چاپيريال بده او د ښه چاپيريال ښه اغېزه وي. که له افغانستان څخه يو دوه کلن ماشوم کاناډا ته يووړل شي، شل کاله وروسته به هغه يو افغان نه بلکې، کاناډايي وي. دغه اغېزه که د هغه له ډانچې هرڅومره لري کړى شي،خو په ارواکې به يې اغېز نغښتى وي.

   د چاپيريال په اغېزه سربېره ډېرى ارواپوهان ارثي ځانګړنې هم په اراو باندې اغېزه کونکې بولي. د راواپوهانو له نظره د والدينو کړنې،ځانګړنې او خويونه ډېر_لږ په اولاد کې ځکه لېدل کېږي چې ارثيت موجود وي. مګر زه په خپله دې باور يم چې په اولاد کې د والدينو د ځانګړنو،کړنو او خويونو لږ_ډېر شتون ځکه وي، چې همدغه مور اوپلار د اولاد د چاپيريال غړي وي،او دغه اغېزې ارثي نه بلکې چاپيريالي وي.

    اما له بيولوژيکي نظره د اولاد په ډانچه کې د مور او پلارد نښونښانو شتون ارثي سبب لري.لکه:د قد جګوالي ياټيټوالى، د سترګو رنګ او…مګر ډانچه هيڅکله هم د اروا په ځانګړنو باندې اغېزه نه شي کولاى. د استاد رازمحمد فيضي په چپټرکې يادونه شوې وه: که د انسان مغز ضربه وخوري رواني حالت يې ګډو ډېږي.

    د يادولو دى چې په نوموړي چپټرکې د ديکارت له نظره مغز د اروا مادي غړى بلل شوى.ځکه خودوى وايي چې که د انسان مغز ضربه وخوري نو اروايي حالت يې خرابېږي.په داسې حال کې چې که دانسان مغز په ټوله معنا له منځه يووړل شي حتى که انسان ومري،په اروايي حالت کې توپير نه راځي.

دا چې يولېونى سم درک نه شي کولاى،يا ګډې وډې وايي، دغه يې د حواسو د ناسم درک له وجې دي،او دغه ناسم درک ځينې په اروايي حالت اطلاق کوي. په داسې حال کې چې د اروا خپل حالت د ډانچې د ننه دى،هغه کولاى شي د باندې هم تاسې ته هم سم حالت درښکاره کړي، خو د حواسو غړي ناسم معلومات ورکوي، او هغه د حواسو له ناسم درک سره سم تاسې ته هماغه رنګ حالت درښکاره کوي.

    ځينې هغه خلک چې موږ يې اروايي ناروغان بولو، په دې معنا نه دى چې د هغوى اروا ناروغه ده، بلکې د هغوى حواس سم نه وي. ځکه خو د هرڅه په وړاندې هغسې عکس العمل ښيي څرنګه يې چې اخېستنه کړې وي.فرضاً: د يو چا يو نږدې خپلوان مري، هغه يې په غم کې دومره غمجن کېږي چې په هر دېوال ورته دهغه شکل ښکارېږي، هغه وېرېږي اوتل خپه وي. د دغسې چا اروا ته دغسې معلومات ورکول کېږي.د دې کس ټول حواس د مړه شوي خپلوان په غم کې مصروف وي، اروا ته پرلپسې يوا ځې د هغه اړوند پېښې ور رسېږي. او هغه هم پرلپسې د رسېدلو معلوماتو پربنسټ عکس العملونه وړاندې کوي.


 

[1] ((کل مولود يولدعلى الفطره (اى على الاسلام) وانما ابواه يهودانه او ينصرانه او يمجسانه)) متفق عليه.               

—-

لیک: دادمحمدناوک      

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x