افغانستان

ملا اختر محمد منصور د وردګ پيښه په غږیږه وینا غندلې

نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): په دې وروستیو کې د افغانستان رسنیو او ورسره نړیوالو رسنیو داسی خبرونه خپاره کړه چې ګواکي د طالبانو نوی مشر ملا اختر محمد منصور په یوه خپل منځي نښته کې وژل شوی، خو نوموړي نن په یوه غږیږه وینا کې د وردګ پيښه غندلې او ورسره یې د خپل ژوند ثبوت وړاندی کړی دی.

دغه غږیږه وینا تر اوسه د طالبانو د الاماره ویب پاڼي له لوري نه ده خپره شوې، خو نن ټکي آسیا ته نیژدو سرچینو وویل چې د دوی د مشر ملا اختر محمد منصور وینا ثبت شوی او ډیر ژر به د طالبانو په رسمي ویب پاڼه خپره شي.

تېره ورځ افغان ملي ځواکونو د وردګو ولایت د سید اباد ولسوالۍ په اوتړیو سیمه کې پر ولسي خلکو د هاوان بریدونه وکړل او ۱۲ کسان یې ووژل. په وژل شوو کسانو کې ۸ تنه ماشومان او د ښوونځیو زده کوونکي وو.

د سید اباد ولسوالۍ اوسېدونکو له پېښې وروسته لاريون وکړ او د کابل – کندهار لویه لاره يې د شپږو ساعتونو لپاره د ترافيکو پرمخ وتړله. دوی «مرګ پر اشرف غني!» او «مرګ پر مزدورو عسکرو!» شعارونه ورکول او له دولته يې غوښتنه کوله چې د دوی د بچيانو قاتلين ونیسي او محاکمه يې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ahmad mukhtar

سلامونه پیغام څنګه شو

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x