نظــر

افغان سیکولرستان

اوس په ځینو افغانانو کې هم د دین او دولت یا سیاست د بیلتون خبره په اکثره ځایو کې لیدل کیږي، مختلفې ویبپاڼې یې جوړې کړي او په ځینو ټولنیزو سایټونو لکه فیسبوک ورته پراخ کمپائنونه کیږي. داسې څو ویبپاڼې ما ولیدې چې د همدې موخې د ترلاسه کولو لپاره جوړې شوي دي او مختلف لیکوالان په کې د سیکولریزم تبلیغ کوي.

    دوی کې دوه قسمه اشخاص وجود لري، یو هغه دي چې په لویدیځ کې اوسیږي هلته یې د لویدیځ فکر، تمدن، تاریخ او فلسفو مطالعه او زده کړې یې په کې کړي دي، دویم هغه کسان دي، چې بقایا دي او اوس یې د قوم او ژبې په نوم بیرغ پورته کړې او غواړي چې ددې لارې په ټولنه کې نفوذ وکړي دوی اوس په لویدیځ یا هیواد دننه کې ژوند کوي.

   د لومړیو کسانو ستونزه داده، چې دوی هر څه ته د لویدیځ د عینکو له لارې ګوري، هغوی چې د لویدیځ په تاریخ کې د مذهبي واکمنۍ پېر مطالعه کوي؛ نو ګوري، چې کلیسا د اروپا په سیاست او ټولنه باندې مستقیم واک لري او هر څه د خپل فکر، تحریف شوي انجیلونو له لارې وړاندې کوي، کلیسا د پرمختګ او تمدن مخالفه ویني، کلیسا د سائنس او ټکنالوجۍ سره په ټکر کې ګوري، کلیسا پوهان او سائنس دانان وژني او کلیسا د بیان او نورو ازادیو مخالفت کوي.

    دویم هغه ډله دي، چې دوی د افرادو په کړنو باندې استدلال کوي، دوی ددې پر ځای چې اسلام د حاکم په توګه په تیر تاریخ (نبوي او د خلفاوو یا وروسته دور) کې مطالعه کړي، یواځې ځینو دولتونو او افرادو ته نغوته کوي، په داسې حال کې اسلام د افرادو په کړنو او اعمالو کې نه خلاصه کیږي. اسلام داسې دین نه دی، چې د افرادو په کړنو یې قضاوت وشي او وویل شي اسلام د حکومت کولو او واک چلولو وړتیا نلري. که چیرته اسلام په خپل اصلي روح سره واکمن شي، هر چا ته خپل حقوق ورسیږي او هر څوک خپله دنده په پوره صداقت او دین او وطن ته په ژمنتیا سره ترسره کړي، لکه پخوا چې وه، بیا به هیڅکله هم داسې څوک پیدا نه شي، چې په اسلام دې نیوکه وکړي او ووایې، چې اسلام د حکومت کولو وړتیا او صلاحیت نلري.

    د لومړۍ ډلې بله ستونزه داده، چې که دوی اسلام مطالعه کوي؛ نو د هغو ختیځ پیژندونکو کتابونو ته رجوع کوي، چې هغوی اسلام او د اسلام تاریخ ډیر په غیر منصفانه ډول وړاندې کړی، د اسلام په پیغمبر، علماء او نورو باندې یې داسې نیوکې کړي، چې د اسلام د روح او حقیقت سره په ټکر کې دي.

    دویمه ډله چې نشنلستان دي، دوی خو هسې هم ګرم نه دي، ځکه چې د نشنلیزم غوښتنه هم داده، چې باید د بل قوم د دین، اخلاقو، تمدن او تاریخ سره باید دښمني ولري.

    د دوی نه مو غوښتنه داده، چې دین باید د افرادو د شخصي کړنو سره مقایسه نکړي. په لویدیځ کې چې دین او دولت سره جلا شول، وجه یې دا وه، چې تحریف شوي عیسویت د واک چلولو وړتیا نه درلوده او څرنګه چې یو دین باید د یوې ټولنې د ټولو سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي اړخونو لپاره قوانین ولري، په عیسوي دین کې یې موجودیت نه درلود. عیسوي دین د کلیسا د پاپانو د لاس وهنو په نتیجه کې خپل ارزښت دلاسه ورکړی وه، کلیسا چې د خپل واک او تسلط لپاره څه غوښتل هغه یې په انجیل کې ځای کول او په دې ډول یې حکومت چلاوه. د همغه عصر یو پوه وایې، چې کاتولیکي عقائد د کلیسا د پاپانو لخوا وضع شوي نه د انجیلونو په اساس او یو بل پوه وایې، مسیحیت یانې د تمدن او پرمختګ دښمن.

   مګر ددې برعکس که اسلامي تمدن او اسلامي تاریخ مطالعه کړو، داسې هیڅ به په کې ونه لیدل شي، چې اسلام دې د پرمختګ او تمدن مخالفت کړی وي او اسلام داسې هم ندی لکه عیسویت، چې د واک او حکومت کولو وړتیا ونه لري؛ خو په هغه صورت کې چې اسلام په خپل اصلي روح سره پلی شي.

    سلطان محمود صلاح د خپل یو ژباړل شوي کتاب په سریزه کې لیکلي (اسلام چې د خوړو، ویده کیدو او دیته ورته مسایلو په هکله لارښوونې او ځانګړې لاره لري، څنګه امکان لري، ټولنه هیره کړي او خپل خاص سیاسي نظام ونلري؟ څنګه ممکنه ده، د انساني غړیو پالونکی دین د امت سیاسي برخلیک له پامه وغورځوي).
 

  د دوی ټولو نه مو هیله داده، چې د اسلام مختلف سیاسي، ټولنیز، اخلاقي، اقتصادي او نور اړخونه دې ژور مطالعه کړي، ددې پر ځای چې د افرادو په کړنو بسنه وکړو، بهتره به وي، چې د اسلام په تاریخ کې اسلامي نظامونه په ژور ډول وڅیړو.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x