نظــر

صمد حامد په زړو سیاستوالو کې یو پاک سیاستمدار

hamid

تېره هفته مو په خواشینی خبر واخست چې د ظاهر خان د دوران په پاتو سیاستمدارانو کې پاک سیاستوال صمد حامد د ورپېښې اوږدې مریضۍ په پای کې خپل ژوند مولا ته وسپاره او د دې فاني نړۍ نه یې د وروستي ځل لپاره سترګې پټی کړې.

انا لله وانا الیه راجعون

که څه هم د شوروی ډوله کودتاو او بیا د شوروی د اشغال وروسته صمد حامد یو د هغو سیاستوالو نه و چې همیشه یې له وطن، هیواد او مهاجرینو سره نژدی رابطه وه.

هغه له هماغه اول پیل نه قضیې پوره مصروف کړی و ولی بیا هم هغه په ډیرو مناسباتو کې په هغه ټیم کې حاضریده چې د ظاهر خان په نامه یې کار کاوه.

که څه هم هغه خدای بښلی همیشه د یوه ټیم په لړ کې پېښور ته یا ځينې بین المللی کانفرانسونو ته چې د افغانستان په باب هغه مهال جوړیدل راته ولی هغه د خپل ټیم په منځکې هغه ورین او متوازن سیاستمدار و چې په یوه پتمنه او عزیزه طریقه یې د افغانستان لپاره کار کاوه.

هغه په هغو افغانانو کې چې غرب ته تللي ؤ له هر چا یې زیات د مجاهدینو سره مینه او رابطه درلودله. زه چې د اوږدې مودې لپاره په پېښور کې پاتې شوی یم او ما سره پېښور ته د راغلیو مهمو رجالو په رابطه حافظه همکاری کوی، صمد حامد مرحوم تر ټولو زیات پېښور ته راروان ؤ.

هغه د پېښور په ډلو کې د جناب مولوی صاحب خالص بابا له ډلی سره زړه لګیده او د هغه سره یې آزاد ګپ درلود.

صمد حامد د جهاد په لومړیو کلونو کې د افغانستان په باب په ډیرو غونډو کې شرکت درلود. هغه مهال چې په پنډۍ کې د مدینة الحجاح په محوطه کې د مشورتي شورا غونډه جوړه شوه هغه د یو ګروپ راغلیو افغانانو سره یوځای دغسې شورا ته راغی، هغه که څه هم د شورا بهر او د شورا دننه په جوړیو شویو تصمیمونو کې ملاحظې درلودي ولي په هغه کې هومره تمکین ؤ چې خپل ملاحظات وزغمي او د ډله ایزي پریکړي درناوی وکړي. ولی د هغه بل ملګري له عجلي کار واخیست او د مجاهدینو او شورا د مزاج خلاف نظر یې ورکړ او په هاغه ځای د عکس العمل ترخه یې وڅښل.

له هماغه ورځې پوه شوم چې خدای بښلی صمد حامد یو دروند ملي شخصیت دی.

زه چې د هغه له نامه سره د ظاهر خان له وخته اشنا وم او د هغه مهال چې هغه په نظام کې د صدارت عظمی معاون ؤ او د چغچران د قحط ځپلو د احوال لپاره چغچران ته تللی ؤ او یو پنډ عرائيض پر شا کابل ته راغی، هغه مهال هم هغه په نسبي ډول تر ډیرو نورو دروند غږیده او سوچه یې عمل کاوه.

د ګډوډۍ په مهال او بیا د امریکا د مداخلو په دوران کې صمد حامد هغه دریځونه درلودل او هغه اظهارات یې وکړل چې هغه یې نور هم د پرګنو زړونو ته نژدي کړ.

که څه هم صمد حامد په جرمني کې اوسیده او هغه یو ډير پخوانی سیاستمدار ؤ ولی په وروستي پړاو کې او د امریکا د اشغال په دوران کې هومره مخالف او هومره باعزمه پخپل عملي دریځ کې پاتي شو چې آن د ظاهر خان هڅو او کابل ته تګ هم هغه له خپل دریځ نه بی ځایه نه شو کړای.

دا په ځای خبره نه ده چې ټول غرب ته تللي د امریکا د اشغال کوربانه دي، په دې غرب ته تللیو کې ډیری داسي هم شته چې د ډیرو نه یې د امریکا د تجاوز په نسبت د کرکي پله درنه ده او له دغو له جملی نه یو هم خدای بښلی صمد حامد ؤ چې تر پایه یې برګه نیکټايي غاړی ته وانه چوله!

په افغانستان کې د لومړیو انتخاباتو په دوران کې یو ټیم وروڼو مشوره وکړه که صمد حامد صاحب تشویق شي او په دې روانو انتخاباتو کې ځان کاندید کړي کیدای شي په کابل کې داسې سیاستونه پر مخ بوځي چې بهرنی اشغال پکې له منځه ولاړ شي.

کله چې د ماښام د لمانځه وروسته له هغه سره مشوره وشوله هغه د ټليفون پر کرښه په صفا صفا ټکیو کې وویل:

« نه مونږ امریکا غواړو او نه هم امریکا مونږ زغملی شي. په روانو او له درغليو ډکو انتخاباتو کې به هغه څوک په یقیني ډول راځي چې امریکا یې غواړي‎.
داسی په کابل کې به مونږ هم د دغو جعلي او غیر ملي انتخاباتو میدان تود کړو نو هغو ته به پخپل حضور اعتبار ورکړو. دا به مو له ملت سره خیانت کړی وي.
زما له نظره له دې نه دا ښه ده چې یوه ابتدائي حلقه په کوم جومات یا مدرسه کې ولرو چې د دغه نظام او د دغه اشغال پر ضد خپله واضح خبره پرګنو ته ورسوي »

کله مې چې ټلیفون د هغه خوریي خالد صاحب ته ورکړ نو د تأثر نه په ډکه لهجه مې وویل، دغه باایمانه محمدزی د ډیرو هغو پیکه اخوانیانو نه سل ځله دروند وخوت چې د کابل رژیم او امریکا ته په ارزانه په لاس ورغلل.

روح دی ښاد وي یاد دې باقي (آمین)

استاد محمد زمان مزمل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x