نظــر

له کميټې سره د اداري فساد مبارزه

داهغه الفاظ دي چې په اصطلاح د (اداري فساد سره د مبارزې خپلواکې کميټي ) لپاره کارول کيږي ، دا دې اداری فساد پر وړاندی د څارنی او ارزونی خپلواکه او ګډه کمیټه ده چې د موجوده اداري د فساد سره د مبارزي لپاره جوړه شويده ، خرنګه چې داسې ویل کیږي چې افغان حکومت په ادارې فساد کې اخته شوی ده دا داسې نه ده چې صرف يو اورګان يا يوه اداره بلکې ټول حکومتی دوایرو په یو یا بل ډول په فساد کې اخته شوی دی بلکې ټول افغان دولت د ملی شورا (ولسې جرګه او مشرانو جرګه) څخه نیولې تر عدلی او قضایی نظامه پورې ټول په اداري فساد اخته  دي .

له بلې خوا په اصطلاح افغان ملی سودا ګر هم په قاچاقو ، رشوت ورکولو او نا انډوله غیر منصفانه سوداګري باندې لګیا دي، ښوونکو هم په صادقانه توګه زده کوونکو ته زدکړې نه ورکوي او پوهنې تجارتی بڼه غوره کړی چې په پوهنیز نظام يو ‌‌ډول فساد ګڼل کیږي  .
کله چی په افغانستان کی  د فساد پر وړاندی د کړنو خپلواکی څارنۍ او ارزونۍ ته اړتیا  ولیدل شوه نو د فساد پروړاندی د څارنی  او ارزونی خپلواکه او ګډه کمیټه (MEC)  منځته راغله .  
خو په عمل کې داسې نه وه، اوس د اداري فساد سره د مبارزې کميټې ته چې پخپله په فساد کې ډوبه ده له ځنيو خلکونه يي رشوتونه اخيستي دي د فساد سره د مبارزي پر ځاي يي همدغې نموړې اداري چې پخپله يي ادارې فساد ته زور ورکړي دي، يعنې اوس پخپله نوموړې اداره په فساد کې ښکيل شوي ده خلک د طنز په ژبه ورته (له کميټې سره د اداري فساد د مبارزې اداره) وايي هغه وخت چې دغه اداره رامنځ ته کيده نو ځني کارپوهانو مشورې ورکړې چې ګوري دي د دغې اداري په اداري تشکيلاتو کې بايد چې يو شمېر بهرنيان هم بايد شامل وي تر څو د فساد مخه په ښه توګه ونيول شي ولي چې! مونږ خو خپل د فساد روږدي شوي يو ، روږدي  چې کله له  يوه عمل نه لاس واخلي بيا چې کله پري توانمن شي بيا يي لږ څکه وکړي ، بيرته د وړاندې په څېر په ړومبني عمل وروڅرخيږي، او پرې اخته شي، نو دغه د څارنی او ارزونی کمیټه شپږ غړی لری چی  دری  یی د افغانستان د  حکومت په وړاندیز  او دری نور یی د نړیوالوپه وړاندیز ټاکل شویدی .
د  څارنی او ارزونی  کمیټه د فساد پر وړاندی ادارو ته سپارښتنی  ورکوی او دهمدغه سپارښتنو د  پلی کیدلو څخه  څارنه او ارزونه کوي،نو تر دې پورې يوه ټوکه وه که ټاکه وه راپه ياد شوه ، هغه دا چې يوه ورځ مې د يوې شکېدلې مجلې يوه کڼه په يوه دوکان کې وليدله ، هسې مې سترګې پرې واچولې چې په يوه مخ کې يي ليکلي وه ! څه يي ليکلي وه ؟  ليکلي يي وه ، چې د اداري فساد سره د مبارزې کميټې ته ديوه شکايت کونکي حکايت يي نقل کړى وه يو قاضي راغلي وه د يوه څارنوال نه شکايت وکړ چې : صيب څارنوال صيب فلان بسيار يک مرد رشوت خور درفساد اداري غرق است ديگر کارش نيست مگر فساد ! قاضي صيب بائد که در رابطه به اين عملکرد زشتش اقدام شود ، اگر شما مترم نميپزيريد!  شما لطف کنيد يک هئت مقرر کنيد تاکه اوضاع را از نزديک بررسي کندصيب ، هغه څارنوال په ډېروبدو اوپه سپکو سپورو ګرم کړ او د ډېرو بډاو په تور يي تورن کړ ، چې هغه څارنوال رشوت خوري کارونه نکوي په فساد کې ډوب دي ، نو! داسې دى هغسې دى، ددې ستونزي د حل مرجع مې تاسو وګڼلى تاسوته مو غږ راورساوه که دغه څارنوال مجازات کړي  له دندې نه يي ګوښه کړي حساب ورسره وکړي! ځکه چې دا تاستونزه تاسو پورې اړه لري ،
نو له لږ مکث نه وروسته د کميټي امرصاحب راته وويل چې : خوب خوب ديگه چه قصه چه حال چه احوال ؟؟ چيطور است کارهاي اداره شما ؟؟؟ اين گپش مفت است کدام گپ ناممکن نيست هيچ غمش نکن! : خه داخو اسانه  کار دي وبه شي داسې کارونه ښيه چې نه کيږي ، ناشونې وي نورې قيصي وکړه څه حال او څه احوال دي؟ تاسو خواته اداره څنګه چليږي؟ هغه وئل چې ماورته وويل : که صيب خير وخيرت  است هيچ کدام گپ نو جديد نيست که صيب برايتان بگويم ، خير اوخيرت دي ، نو بيامي ورته وويل : که رئس صيب نگفتي جواب من که درخدمت تان عارض شدم که به شخص مذکور از سوي کميته شکايت ومبارزه به فساد بايشان چه برخورد خواهد شد ؟؟ دهغې ړومبنۍ خبرې حل خو دي راته ونه وئل چي هغه سره بۀ تاسو کوم چلن کوى؟؟؟؟ شونى دى  که ناشونې ؟ هغه وئل : چراممکن نيست مترم کاري بگوئد که نميشود اين کاري بسيار اسان است مکن است شدني است! شما حالابگوئد که چيقدر پل شما براي من ميدهيد که فورا سلب وظيفه اش کنم وشخصيکه شما ميخواهيد مقررش کنم ؟؟؟ ولي به شوني نوي! ته دا راته ووايه چې څومره روپي به  راکړې چي هغه څارنوال له دندې نه ګوښه کړم او دي ستا د خوښې يو کس وګمارم ؟ ماورته وخندل چې دعوه دي له قاضي سره شي نو عريضه به  پرچا وکړي ،
نو اوس له همدې کبله دغي اداري ته خلک مقلوب نوم کاروي له کميټې سره د فساد مبارزه ،،
چي کله د عدلي او قضايي اورګانونو په اړه پلټنې پيل کړي داسي څه بۀ پکې وويني چي سارى وي چا نه وي ليدلى ، که داجرايي اورګانونو په هکله پلټنې وکړي هغه به له هغې نه بد تره وي په عربي کې يوه مقوله ده چې وايي ( فضله + فضله = فضله ، فضله جمع فضله مساوي فضله ) چي د ادارې بنسټ په فساد بنا‌ء وي نوتر اخره بۀ په فساد کې ښکېل وي ، لکه فارسي کې وايي ( هر که نهد معمار کج ،، تا سريا ميرسد ديوار کج ) ان تر دې پورې چې د چاخبره پوزه يي راپرې کړه ، چې اخر يي په نړي کې يي د فساد په کچه لومړى مقام خپل کړ، داخو څه کوي چې په هر کار کې دا د مختلفو هيوادو له افغاني اجزاء و جوړ شوي  اچار په هر ناوړه کار کې يي لومړي مقامونه خپل کړل ، کله د ښکلا يعني د فحشاء په ډګر کې يي لومړيتوب وګاټه ، په اداري فساد کي يي لومړيتوب وګاټه ، په لوبو کې د نړې په سطحه يو څو تنو د انجنو له جملې لومړيتوبونه وګټل خو داپه اصل لومړيتوبونه نه دي! بلکه دا د فحشاء خواته يوه هڅونه ده ، چې دادي غرب ته وفاداران ديته نوري افغانى خوندي هڅوي ، تاسو به په خپرونو کې ليدلي وي يابه مو اورېدلي وي چې ډېرى په اصطلاح پوليس ملي اوردو نور داسي مامورين دي چې ديو څو روپيو تر لاسه کولو لپاره د خپلو افغانانو د عزت لوټلو لپاره د افغانى خوندو دلالي کوي مجبوروي يي او وحشي امريکايانو ته يي په لاس ورکوي .
ان تر دې پوري چې داسي راپورونه رسنيو نشرته وسپارل چي دريو تنو انجنو پخپله شکايتونه کړي وه چې دوي د پوليسو او اوردو له لوريو مجبوره شوې وې . بيا امريکايانو ته سپارل شوې وې ، چې ځينيو ته يي د پلرونو د وژلو ګواښنه کړيوه او ځينو ته دي وروڼو د وژلوګواښنه کړيوه .
تېره اوونۍ د رويټرز خبري اژانس يو راپورخپور کړ تاسو به  کيدايسي ليدلي وي ! چې د ښځينه پولسيو او د ښځينه ملي اوردو کارکونکو باندې چې کوم لوړپوړي چارواکي مقرر دي ، هغوي د ټيټې رتبې ښځينه پوليس کاکونکي او اد اوردو کارکونکي په ناروا اړيکو مجبوروي او ناروا اعمال ورسره تر سره کوي ، چې کله دوي د رتبو زياتوالي مستحق شي بيا نور لوړ پوړي افسران يي په کارونو کې خنډونه جوړوي رتبې يي نه زياتوي ترڅو ددوي نارواخواهشات پوره نکړي ،څو ورځې د مخه رويټرز د ځيني ښځينه پوليسو او اوردو ښځينه کارکونکيونومونه هم نشر کړل چې ډېر دشرم او تاسف ځاي دي زما خو دهغو نومونو ذکرکول په خوله رانغلل ، ځکه چې دغو ٥ تنو ښځينه کارکونکو خپله يوه جورنالسټ ته شکايت کړى وه ، له چانه وژاړې چاته وژاړې پر چا وژړې  .
دمګړۍ داسې څوک نشته چې د رشوتخورو او ملی خاینینو او غدارانو او بډې اخیستونکو او بډې ورکوونکو مخه ونیسي او ولس یی پر ضد را ؤپاروي .

م سميع شينواري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x