افغانستان

نوموتی شناند،لیکوال او ژباړن غلام محمد زرملوال وفات شو

د هیواد وتلی لیکوال، د سیاسي چارو کارپوهـ، د بي بي سي پښتو پخوانی نطاق او پوخ ژباړن ښاغلی غلام محمد زرملوال صاحب تېره شپه له هېواد ډېر لیرې په لندن کې ساه ورکړه او د اجل داعي ته یې لبیک ووایه . (انا لله و انا الیه راجعون)

ارواښاد زرملوال د هېواد د نن او پرون په چارو ژور نظر ساته او وخت نا وخت یې معقول تحلیلونه وړاندې کول.

د ښاغلي زرملوال ژباړه (د پېریانو جګړې) ،(د بنګله دیش بې ستري) او څېړنې (ارګ یا مرګ) او (افعانستان تر وروستي افغانستانه) خورا مغتنم او په زړه پورې آثار بلل کېږي.

 

د نن ټکي آسیا ویب پاڼه د هیواد او نړۍ په ګوټ – ګوټ کې د خپلو همکارانو او مینه والو په استازیتوب د ارواښاد زرملوال په مړېنه د نوموړي له کورنۍ،دوستانو ، مینه والو او لوستونکیو سره ځان د وېر په ټغر یو ګڼي، پاتي شونو ته یې له الله -ج- څخه د زړه صبر او ارواښاد ته په هغه دنیا کې لوړ مقامونه او جنت غواړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x