شعـــــرونه

غربيـــه ! زمــــوږ دكلي چـنــــارونه لـتــا بد وړي

غربيه !

غربيـــه !زمــــوږ دكلي  چـنــــارونه  لـتــا بد وړي
كــورونه   لتـــا بدوړي  ګـــودرونه   لتــــا بد وړي

ته ورته يې خزان ته چي قدم ږدې سپېرول كـړې
داښـكلي شنې درې او شنـه باغـونه لتــا بدوړي

ته شركـړې ته قاتل يې ته جنګ غواړې فرنګيه!
مكار يې  لــــه   ازلـــــه   بـــاورنه   لــتـــا  بـــدوړي

مغروره مـه غــوليـــږه په لاس پــوڅـــــو اربكيانو
غازيان مو لتــابدوړي سنګــــرونه لتـــــابـدوړي

قاتلـــه   صلــيــبيــه  ته استــازى   دشيــطـــــان يې
زموږ زړونه لتابدوړي زموږ روحـونه لتابدوړي

ښارونــو مو دركـــړي دخـــاردارسيــــم اميلـــونه
په غروكي ته راښكيل يې ځنګلـونه  لتابدوړي

روان  دي  پورته  كيږي  ستا له  لاسه  آسمـانوته
ظـــالمه  دمظــلوم  ســوي  آهــونه  لتـــابـــــدوړي

صنم ته په سجـــــده يې دصــليب ترســايه لاندي
ملـــكې  لـــتـــا بـــدوړي  ايمــانــــــونــه    بــدوړي

خبربه  شې منكـــره په لحـــدكي پس لـــه  مـــر  ګه
چي قــبــر  لــتــا بــدوړي  جـــنــتــونه  لــتــابدوړي

كه پـــوه نه شـــوې نادانه  دالهـــام پـــدې غـــزلـــه
نو پوه سه چي سالم  سالم  عقــلونه   لتا  بدوړي

سید احسان الله الهام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x