نړۍ

اکسفام : یوازې د سلو تنو شتمنۍ د نړۍ غربت له منځه وړلای شي

په لندن کې د اکسفام په نامه یوه مرستندویه ټولنه وايي د نړۍ ۱۰۰ شتمنو کسانو تېرکال دومره پانګه ګټلې چې کولاى شي څلور ځله د نړۍ ترټولو بېوزلو خلکو بېوزلي ورکه کاندي. اکسفام د “نابرابرۍ” تر سرليک لاندې خپل رپوټ کې ويلي په ۲۰۱۲ع کال کې یوازې د سلو شتمنو کسانو خالصه ګټه ۱۵۰ ميليارد پونډه وه. د دې مؤسسې په وینا نړۍ له دې وروسته نشي کولاى چې شتمنۍ د څو ګوتو په شمېر کسانو په لاسونو کې پاته شې اونور خلک دې له هغه څه سره لاس اوگريوان شي چې له دوى څخه پاتې کېږي. دغه ټولنه وايي شتمن چې د نړۍ د وگړيو يوازي یو فیصد جوړوي، تېرو شلو کلونو کې تر ۶۰ سلنې پورې خپله ګټه زیاته کړې ده. اکسفام راتلونکې اوونۍ د سويس په ډېوس ښار کې د نړۍ شتمنو هېوادونو د مشرانو او سترو پانګوالو د اقتصادي سرمشريزې په درشل کې وايي دغه نا انډولۍ د اقتصادي فعاليتونو مخه نيسي او د نړۍ له مشرانو يې غوښتي، چې دا حالت پرشا وتمبوي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close