افغانستان

کابل کې یوې ښځې ځان ته اور اچولی

fireله کابل نه  په ترلاسه شوي خبر کې ویل شوي دکابل ښار په ۱۱ حوزه کې  یوې ښځې ځان ته اور اچولی ،خبر زیاتوي  نوموړې روغتون ته ترانتقال وروسته دژورو ټپونو له امله ساه ورکړې .

تر دې دمه دپیښې علت نه ده څرګند شوي ،ډیری ښځې دکورني تاوتریخوالې او په هغوئ ترتشدد وروسته داسې پیښو ته مخه کوي . دشنونکو په اند په هیواد کې دښځو په نامه جوړ و شویو ریاستونو دښځو په مشکلاتو کې هیڅ دپام وړ کار ندي کړي بلکي  لا یې ستونزې زیاتې کړې دي ،همدا ریاستونه ډيری داسې قضیې څیړي چې له افغاني دود او مصلحت نه لري وي چې راتلوونکې وخت کې لا نور مشکلات وزیږوي .

دښځوچارو  ریاستونه په دې موخه جوړ شوي چې  پرښځو باندی دتشدد اوناوړو تیریو دپیښواواز تریوې  نجات  ورکوونکې مرجع پوري ورسوي ،او داسي مرکزونه دښځو لپاره دساتنې یو خوندي ځاي وي  ،خوپه دې مرکزونو کې هم دډیموکراسۍ له برکته  ښځې خوندي نه  دي ،څو ورځې وړاندې ددایکندي ولایت دښځو چارو په ریاست کې په یوې ۱۵ کلنۍ پیغلې باندي ډلیږ جنسي تیری وشو . چې وروسته یې دریاست څو تنه کارکوونکې  په همدې تور ونیول شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x