نړۍ

د الجزایز د پېښي پړه مختار بلمختار پر غاړه واخېسته

نن ټکی آسیا (دوشنبه): له موریتانیې څخه د وروستیو راپورونو پر اساس د الجزایر د القاعده ډلې مشر مختار بلمختار د امیناس په نوم د ګازو پر مرکز د برید پړه ومنله . نوموړي په هغه ویډیو کې چې د خپل هیواد رسنیو ته یې په واک کې ورکړې،ویلې دي چې فرانسوي پوځیان باید له مالي څخه ژر تر ژره خپل پوځونه وباسي او د مالي اشغال ته د پای ټکی کښېږدي. نوموړي په زغرده وویل چې زه د القاعدې د نړیوال اسلامي تنظیم غړی یم. د الجزایر امنیتي چارواکیو له وړاندې لا ویلي ول،چې د دغه برید قومانده له مختار سره وه. ویل کېږي ښاغلی مختار د تېر کال تر وروستیو پورې په مالي کې د القاعده پورې تړاو لرونکي ډلې (د اسلامي المغرب القاعده) مشر هم پاته شوی؛

خو ګومان کېږي چې نوموړی دا مهال په الجزایر کې د فرانسوي اشغالګرو پر ضد د نویو تکتیکونو او پریکنده حملو پر طرحه کولو لګیا دی. د یادونې وړ ده تېره اوونۍ په الجزایر کې د یرغمل شویو امریکایانو،الجزایریانو او اروپایانو موضوع د اوونۍ تر ټولو توده او خونړۍ موضوع وه، چې تېره ورځ د ګڼ شمېر یرغمل شویو،یرغمل نیونکیو او حکومتي عسکرو په درنه مرګ – ژوبله پای ته ورسېده . داسې رپوټونه هم شته چې لا هم زیات شمېر کسان ترې تم او نادرکه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x