خبرتیاوی او پیغامونه

په سويډن کي دافغانانوعلمی اوفرهنگی مرکز، ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگې اودروزگان ملي مهالنۍ خپرونې دخواشينۍ اوډاډگېرنې پيغام

http://www.nunn.asia/images/35268_140246556004106_7939018_n.jpgدادی دافغان ولس  يوبل خواخوږ ی اودغښتلي قلم څښتن  دابد ی ژوند په لور رانه جلاسو!

دډله ايزورسنيو له لاري موداخواشېنوونکی خبر ترلاسه کړ چې  زموږ نومیالی لیکوال، تکړه  ژورنالیست،ژباړونکی  اوټولنیز شخصیت غلام محمد زرملوال دورپېښې ناروغۍ له امله تېره شپه په لندن کې وفات شو.انا لله وانا الیه راجعون

ارواښاد غلام محمد زرملوال دهېواد په سياسي  ډګر کښې تر ډيره بريده دافغانستان دسياسي اوټولنيزودمسائيلو په اړوند دژور فکر اووسيع درک  خاوند شخصيت وو . دافغانستان اوسيمې دسياسي اوټولنيز وحالاتوپه اړوند يې ډيري گټوري څېړنيزي  علمی ليکني کړي چې په هغوي باندي پوهېدل زموږ دځوان نسل لپاره حياتی ارزښت لري  .

مرحوم غلام محمد زرملوال  د خپل ژوند زیاته برخه دډله ايزورسنيوسره دکاراوهمکاری ترڅنگ د ګران هيوادافغا نستان کښي ددې غمځپلي ولس دځوان نسل سالمې روزنې اوپوهاوي په خاطر زيات شميرکتابونه ليکلې،اوله انگريزي ژبې نه ئي پښتوته راژباړلي دي .

مرحوم  زرملوال صاحب  دخپل توان اوامکاناتوله مخې،دافغانستان  په اړوند په  زياتو ټولنیزو غونډواوکنفرانسونوکښي  فعاله ونډه اخيستې ده .

مرحوم زرملوال صاحب که څه هم سپينږ يری اوناروغ  وو،خودهيوادلپاره په  علمی اوفرهنگی چوپړ کښي تر ډيروځوانانو تکړه ، فعال اودعالی لوړ مورال خاوندوو . هغه به دخپلونږدې دوستانوسره تل داخبره کول کول ،ويل به يې چي تاسوخفه نسۍ زمانږدې ملگري اودوست  کتاب ،قلم ،کاغذاوڅراغ  دی .

دا رښتياده چې ارواښاد زرملوال د ډیورندکرښې د دواړوخواووپرتوپښتنو قومونود یووالي او لوی افغانستان د داعیې لپاره ډېرې هڅې کولې اوتل یې په خپلو لیکنواودنظرخاوندانو سره په مخامخ ليدنوکښي  پر دې موضوع  ټینګار کاوه .

مرحوم زرملوال صاحب د افغانستان په کورنيو چاروکې دپاکستان په بې شرمانه او بربنډو لاسوهنواودهغوپه منفی تاثيراتوډير ښه پوهېده ،ځکه خو یې په خپلو لیکنو کې پاکستان د افغانستان ددرو لسیز یو بدمرغیو د لوی عامل په توګه  معرفي کاوه.

ارواښاد غلام محمد زرملوال په خپلې کمينۍ اوخاکساری،نېک برخورد،دوستۍ،صمېميت ،پاکۍ اوعالي انساني اخلاقودهرچازړه ته لارپيدا کول اودټولولپاره يودقدر وړشخصيت وو. هغه له وطن سره رښتيانۍ مينه درلوده اوهيواد والوته پر ورپېښوناخوالولکه بل هر وطنپرست افغان زورېده .

په سويډن کي دافغانانو علمی اوفرهنگی مرکز ،ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگه اودروزگان ملي مهالنۍ خپرونې اداره پداسي حال کښي چي دارواښاد غلام محمد زرملوال   بېځايه اوناببره مړېنه ،دارواښاد دغمځپلې کورنی ،دوستانو، دعلم اوفرهنگ دپرمختگ اوډله ايزو رسنيولارويانو اوافغان روڼ اندولپاره لويه  اوجبېره نه کېدونکې ضايع  اوله ټولوسره پدې ستر اودردونکی غم کي ځانونه  شريک بولو .

د لوی خدای ( ج ) له دربار نه  مرحوم غلام محمد زرملوال  صاحب ته فردوس جنت  اودکورنۍ پاتې کسانو ته دجمیل صبر غوښتنه کوو. روح دې ښاد اويادې ابدي وي .الحکم الله 

دافغانانودعلمی اوفرهنگی مرکز ، دوستۍ فرهنگی ټولني دمشرتابه جرگه گيواوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې دادارې  په استازيتوب  .

حبيب الله غمخور

سويډن / دمالمو ښار

د۲۰۱۳ زکال دجنوري ۰ ۲

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x