نظــر

د محور ورځپاڼې ګيډي تحلیلونه

کلونه وړاندې افغانستان ته له دیموکراسۍ سره یوځای دبیان ازادي هم  دیرغل په ټټوسپره راورسېده ، زموږ یوشمیر ژورنالیستانو  چې له ډیره وخته یې دبیان په ازادۍ پسې ارمانونه کول ،

اودانتظار سترګې یې پسې شپاړس شوې وې ، دا وخت له یوسخت ازمېښت سره مخامخ شول .

ځکه پخوا دوی  دعوا کوله ، چې زموږ ژورنالیستیک استعدادونه  د مس عینک دکان غوندې همداسې سلامت ذخیره پراته دي او هیڅ کار ترې وانه خیستل شو ، ځکه چې یو مناسب چاپیریال ( دبیان ازادي ) نشته ، مګر داوخت چې دپراشوټ شوې دیموکراسي له برکته دبیان له چتې وتې ازادۍ نافذه شوه ، او د ژورنالیزم له پښو ټولې زولنې او دوربلونه لرې شول ، نو دافغان ژورنالیستانو لپاره  دامتحان خورا سخته شیبه وه ، ځکه دامهال په دوی لازمه وه  ترڅو خپله مدعا ثابته کړي ، او دنړۍ سره سیال افغان مطبوعات  او خبریالي راوپنځوي .

خو په تیرو یوولسو کلونو کې موږ ولیدل چې دغه دتیوریک ژورنالیزم د ډګر پړانګان  هسې نېغ نېغ غورځیدل ، ځکه دغرب زده تکنوکراتانو غوندې دوی هم په عملي ډګر کې پوچ وختل او هیڅ داسې مطبوعاتي اډانه یې رامنځته نه کړه چې دڅلورمې قوې په توګه دافغان درد دوا کاندي .

ځکه دتیرې لسیزې په یرغلیزه دوره کې زموږ یوشمیر ژورنالیستان او مطبوعات ددې په ځای چې دخپلې ټولنې ترجمانان اود هېلو مطبوعاتي ممثلین واوسي ، ځانونه یې یوازې  دبهرني یرغل دمیډیايي اړخ چلولو ته وقف کړ ، نو ځکه ژورنالیزم او خبریالۍ هم خپل حیثیت له لاسره ورکړ، او د جنګ او سیاست حربه ترې جوړه شوه .

په دې مهال نو خبریالان که څه هم داطلاعات و کلتور په قانون کې ازاد وو ، خو ضمیرونه ، سترګې ، ژبې او قلمونه یې  د ډالري حق الزحمو زیندۍ داسې غاړبوجن کړي وو ، چې په خپله اراده یې حرف قدرې هم نه شوای خپرولای  ، بلکې هرڅه یې باید دنورو په سترګو لیدلي ، لمس کړي او خپاره کړي وای .

ددې مهال ترټولو تاواني اړخ  دمطبوعاتي اخلاقو له منځه تلل وو ، دروغ چې افغانان یې دناځوانۍ نښه بولي ، په ژورنالیزم کې یوه روا چاره وبلل شوه ، نو ځکه دګیډي راپورونو ، خبرونو او تحلیلونو میدان هم ګرم شو ، له همدې ځایه  افغان ژورنالیستانو ځیني خندني او تاریخ جوړونکي راپورونه هم خپاره کړل ، چې ښایي ترډیره وخته د ژورنالیزم په تندي دتور داغ په توګه پاته شي ، لکه دهلمند کجکي ولسوالۍ په اړه هغه راپور چې په کې ویل شوي وو هلته طالبانوله پنځلس کسانو څخه سرونه غوڅ کړي ، خو د کجکي دهمدې کلي روشن اباد یوه  اوسیدونکي دوه اونۍ وړاندې په دې اړه زما دپوښتنې په ځواب کې له اوږدې خندا وروسته وویل ، چې کیسه سراسر دروغ وه او هیڅ جزئي حقیقت یې هم نه درلود .

راځم عنوان شوې موضوع ته ، محور ورځپاڼه په دې وروستیو کلونو کې رامنځته شوې ده ، او له چلند اوهیئت څخه یې داسې بریښي چې نیت یې دی ، له ځانه  دګارډین  او نیویارک ټایمز غوندې  یوه وتلې او مشارالیه ورځپاڼه جوړه کړي ، له همدې امله دخدمتګار په شان اپلتې او له املایي تیروتنو ډک خبرونه ، برسیرن تحلیلونه ، معلومداره خبرې او ماشومانه سرمقالې نه نشروي ، بلکې کوښښ کوي ، چې په تول توره ، نوي  ، جالب ، کشش لرونکي او تریوه حده معیاري خبرونه او تحلیلونه خپاره کړي .

دمحور ورځپاڼې په خبري ژبه او دتحلیلونو په لیکنیز سبک کې هیڅ دویلو ځای نشته ، کټ مټ د جرمنۍ شپیګل مجلې غوندې  راپور له منځه شروع کوي ، ناڅاپي نقل قول پرې ګډوي ، جالب عنوان ورته ټاکي ، اود سترو رسنیو پېښې او اکټونه یې  ټول زبردسته اوبریالي دي ، خو مشکل داده چې هغه دخوشال بابا خبره :

تش په نقش او لباس یې خطا مه شه

منځ یې ګوره چې چغزۍ  دی که مټاک

دمحور ورځپاڼې تحلیلونه مخامخ ټول سم او خورا ښه ډیزاین شوي وي ، خو متاسفانه چې منځ یې ګوګ او چینجن  وي ، مطلب داچې   واقعیت نلري .

دبیلګې په توګه محور یو وخت خورا توپان تحلیل لیکلی وو او عنوان یې ورته ایښی وو ( دولسي پاڅونونو توپاني څپې ) که تاسو پام وکړئ په دې عنوان کې  ولس ، پاڅون ، توپان او څپې ټول په ځواک او قوت دلالت کوونکي لغتونه دي ، نو له دې نه معلومیدله چې په غزني کې دافغان اولس دپاڅون داسې توپاني څپې را پورته شوې ، چې افغانستان څه بلکې  شاوخوا هیوادونه به هم لاندې کړي ، او یوځل بیا به له دریایی خزر نه تر  بنګال پورې دمحمود غزنوي امپراطوري راژوندۍ کړي ، مګر په واقعیت کې هغه څه چې ددې تحلیل موضوع وو ، دڅو تنو چرسیانو او لودګانو دلوپرۍ او بدمعاشۍ نمایش وو چې له ګوډلو   ښکته شلګر  ورباندې خبر هم نه وو.

تېره ورځ محور ورځپاڼې یو بل خورا دلچسپ عنوان لګولی او بې مقدمې یې لیکلي وو چې ( طالبان په پنځلسو ډلو ویشل شوي دي )

معمولا  که یو حرکت یا تنظیم ویشل کیږي ، نو لومړی دوه یادرۍ یا حد اکثر څلور ډلې کیږي ، په کوم ګوند یا تنظیم کې به داسې انشعاب فکر کوم هیڅ ځای هم نه وي راغلی ، چې بیګا یو ګوند وي خو چې سهار خلک راپاڅيږي ، نو پنځلس ګوندونه ترې جوړ شوي وي ، دا نه عقل مني اونه منطق او نه تراوسه چیرې داسې پیښ شوي دي .

هو که چیرې کوم ګوند لکه دمحور خېلو ګوند ( نوم  یې نه اخلم ) یوازې پنځلس افراد ولري ، او هر یو ددوی غوندې په خپله لار لاړ شي ، نو بیا ورته ویل کیدای شي چې ګوند پنځلس ټوټې شو، خو دې ته بیا دګوند انشعاب نه بلکې  انحلال ویلی شو ، ځکه په یوه اوزه اصلا جشن نه جوړیږي .

محور ورځپاڼې چې دطالبانو دپنځلسو ټوټو لپاره کوم ګیډي نومونه وضعه کړي دي ، خوره جالب دي مثلا محور لیکلي (په دغو ډلو کې جیش الهدا، لشکر فدایان، سلفي طالبان، جمعیت الطلبه، جیش السلفیه، جماعت دعوه، د القاعدې افغان ټیم، د حقاني نیټورک، د پېښور جبهه، حزب اسلامي پاکستان او یو شمېر نورې مبهمې ډلې دي)

ساینسي تجربو ثابته کړې چې دروغجن له هرڅومره بیدارۍ سره سره  هم نه شي کولای  د دروغ ویلو یا لیکلو په مهال خپل دحرکاتو ، سکناتو ، خبرو یا لیکلو توازن وساتي ، ځکه دا مهال نوموړی تر سخت رواني فشار لاندې راځي او خبره ترې ګنګوړه کیږي ، محور چې وړاندې یې ما داملاء ستاینه وکړه ، جیش الهدی  یې په الف ممدوده سره لیکلی چې فاحشه املایي غلطي بلل کیږي ، ورپسې یې   اهل حدیثو طالبانو ته  څلور نومونه ورکړي دي  چې خدای شته بیخي زیات دي  ، دالقاعدې افغان ټیم   غوره کړی نو م یې خورا خندنی دی ، آیا تاسو تراوسه داسې جهادي ډله یا سیاسي حرکت لیدلی چې ځان دحرکت ، تنظيم یا تحریک په ځای  ( ټیم ) بولي ؟؟  دخدای انصاف دارو !! فوټبال خو نه دی جهاد او مبارزه ده ، دحقاني نیټورک  نوم یې خورا عجیب دی ، دپیښور جبهه او حزب اسلامي پاکستان یې هم هغه ګیډي نومونه دي چې که یې ګوګل سرچ ته ورکړئ ، دمحور له همدې  مقالې پرته به یې هیڅ ځای هم پیدا نه کړئ .

خو په ټوله کې له دې ټولو خندوونکو مخترعو نومونو سره سره دمحور چلوونکي  نه دي توانیدلي ، خپل ادعاشوي پنځلس نومونه پوره کړي ، دوی یوازې لس نومونه لیکلي ، او پنځه قرض پسې پاته دي ، چې باید په راتلونکې ګڼه کې یې له خپل بطن شریف څخه راوباسي .

دروغ ننني مطبوعات اکثره وایي ، خو خپل د دروغو بار ته دومره اوږد پړی نه اچوي چې بیا دمحور غوندې خاشاک ورکم شي ، او حیران دریان ورته ولاړ وي چې اوس یې نو څنګه پوره کړو ، که دوی ویلي وای چې طالبان په اوو یا  اتو ډلو ویشل شوي ، ښایي دومره مقدار ګیډي نومونه یې پوره کړي وای ، علاوه به  دالقاعدې ټیم  او حزب پاکستان خندني نومونه بچت ورسره پاته وای ، مګر دوی دنر زامنو  دومره ستره دعوا کړې ده ، چې فکر نه کوم که په بله ګڼه کې یې هم پوره کړي .

وایي کارغه دزرکې تګ  زده کاوو خپل یې هم هېر کړ ، نوځکه اوس لکه تړلی چرګ  ټوپونه وهي ، محور خېل غواړي دنادرو او نایابو معلوماتو او تحلیلونو په ارائه کولو سره ځان دنړیوالو مشهورو رسنیو په کتار کې ثبت کړي ، دوی ته به مشوره ورکړو  چې همدا دخدمتګار غوندې  شناخته ، دودیز او زده ژورنالیزم مو ښه دی ، که نړیوال شهرت او وطني نوم  مو پیدا نه کړ لږترلږه خو به په کې د اوس غوندې شرمنده نه وئ .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x