طالبانو د خپل مشر غږیز پیغام خپور کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو د خپل مشر ملا اختر محمد منصور د تازه غږیز پیغام په خپرولو سره هغه راپورونه ناسم بللي چې له څو ورځو راهیسې د نوموړي د وژل کیدو په اړه ورکول کیدل.

نوموړي د ځان په اړه وروستي خپاره شوي راپورونه د دښمن تبلیغات وبلل، چې په وینا یې ځینو کمزورو خلکو په ښکاره او پټه بدرګه کړل او هدف یې د طالبانو ترمینځ د اختلافاتو ژور ښودل و.

په دې غږیز پیغام کې ملا منصور د میدان وردګ ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې د تېرې ورځې هغه پېښه هم غندلې چې په ترڅ کې د افغان ځواکونو له خوا د ۸ ماشومانو په ګډون ۱۲ تنه ولسي خلک ووژل شول. نوموړی وايي چې د پېښې له قربانیانو سره په غم کې ځان شریک ګڼي او زیاتوي چې «اسلامي امارت به د دغسې مظلومانو اوښکې پاکوي».

ملا اختر محمد منصور په داسې حال کې د تېرې جمعې ورځې په پېښه غږیزه تبصره کوي چې د پنجشنبې په ورځ د افغانستان مرستیال ولسمشر جنرال دوستم ویاند (سلطان فیضي) ادعا کړې وه چې منصور په کویټه کې د ملا عبدالله سرحدي په کور کې په ډزو وژل شوی.

د طالبانو مشر یو ځل بیا ټینګار کوي چې «مونږ د امارت ټولو منسوبینو ته اطمنان ورکوو چې دا موضوع حقیقت نه لري او هیڅکله به د طالبانو ترمینځ داسې برخورد رامینځته نه شي».

ملا اختر محمد منصور وايي چې نه یې غوښتل په دې اړه خبرې وکړي، خو د «مجاهدینو ترمینځ د تشویش د رفع کولو» لپاره مې دا څرګندونې وکړې. نوموړی په طالبانو غږ کوي چې په راتلونکي کې هم د طالب ویاندویانو سپیناوي ته اعتبار ورکوي او د ده غږیزو څرګندونو ته دې انتظار نه باسي.

د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور بشپړه وینا د لاندې لینک په مټ اوریدلی شئ:

avatar
6 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
معان الرحمن
میلمه
معان الرحمن

خوشحاله شولو خدای ج دی فوره ږوند ورکړی خو درواغجنی رسنی خصوصا تاند منافقه رسنی داسی درواغ وایی چی له اسلام اباد سخه دبی بی سی خبریال چی فه درواغو کی شهرت لری خلکو ته نور هم شه دروغجن ثابت شول

مسلم
میلمه
مسلم

که د نن ورځې رسنیو کوم معیار درلودلای : پژواک، تاند، دغلامۍ راډیو، بي بي سي، اونورې،،،،،،،،،،،،،، باید ددي دروغو له امله تړل شوي وای، او د دوستم ویاند باید تر أبده سلب اعتماد او شړل شوی وای، خو: پوزه پرې کړي که شرم درلودلای نو بیا به یئ دچړې نوم هم نه اخیستو.

محمدصادق
میلمه
محمدصادق

الحمدلله چي دخپل خوژ اميرالمؤمنين داخوژ غږمې واوريده الله پاک دې په ټول دکفارو منافقينو اومرتدينو له شرنه محفوظ وساتي زما خو داول نه همدا يقين وو چي هيڅکوم پيښه نده شوې داهسې دکفارو اومرتدينو له طرفه يوه دروغژنه اوازه چي په دې سره ددوۍ دا ذليله او نا مراده څهرې نورې هم ښې بربنډې شوې

عمروردګ
میلمه
عمروردګ

هو بلکل په مکمل ډول مو د امیرالمومینین حفظه الله وینا واوریدله هره خبره یی زمونږ د زخمونو لپاره ملهم وه الله ج د راته ژوندی لري بیا هم ویاړو چی نن زمان کې داسی اتل اومیړني مشر لرو.
خو افسوس د هغه چا په حالت چې ټول عمر یی په درواغو او پوچو تبلیغاتو کې تیر کړ
همغه د اوس را شې او دخپل درواغجن خبر ځواب دی ووایی

قدیم احمدزی
میلمه
قدیم احمدزی

شکر الحمد لله چې زمونږ د خوږ امیر الؤمنین هیبتي ناره مو یوځل بیا واورېدله، او که رښتیا راباندې وویاست سره له دې چې زموږ د سمستر د پای ازموینې هم روانې دي، خو ولاکه مو په ملګرو وخت ښه تیرېدلو تېرېدلو په داسې حال کې چې د دغه درواغجن حکومت او رسینو درواغجنه څېره هم راڅخه پټه نه وه، خو چې کله مو د امیرالمؤمنین د پیغام خپراوي خبر وکتلو په یوه چیغه مې چپټر قات او ملګرو ته مې زیري ورکول شروع کړل. کامیاب او بریالی دې زمونږ خوږ امیر المؤمنین او د رسنیزې برخې فعاله ملګري مجاهدین… نور لوستل »

الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

جنګ کی حلوا نه ویشل کیږی له هری خوا او هر اړخ ته چه وی مرګ او درد د جنګ سره ملتیا لری ، او له جنګ غیره هم هر نفس د مرګ څکونکی دی مونږ مرو هغوی مری او د هغوی دشمنان او دوستان مری ، مهمه خبره د رسنیو او اړخونو ريښتینولی ده چه تر کومی کچی دروغ او رښتیا وایی ، دا هم منو چه اسلام کی هغه دروغو ته جواز شته اسلامی حکمت هم ورته ویل کیږی چه نورو ته یی تاوان نه ګټه ولری لکه د دوه انسانانو تر منځ د روغی او جوړو په… نور لوستل »