نظــر

د سیاف صاحب د شیطانی فتوی ګانو په هکله

بسم الله الرحمن الرحیم
  الله ج دی نعمانی صاحب ته اجرونه ورکړی ،  اوس  نو د  سیاف   وار دی چه ددی کتاب اسلامی  استدلال ته  د امریکایی اسلام څخه ځواب ورکړی  .
خو ما اوریدلی دی چه هغه د ډار او بی باوری په عصبی ناروغی اخته دی یعنی  له انسانانو خو څه کړی له مرغانو او قارغانو هم ویره لری او ځان پټوی ، هغه داسی عالم دی لکه په خره چه کتابونه بار شوی وی هغه پوهیږی لکه په ابرهه چه هغه واړه مارغان د هغه د عذاب د پاره الله ج نازل کړل ، نو دا چه په هوا  کی ګرځی داسی نه چه د سیاف  د پاره  نه وی رالیږل شوی ، ما په یوه لیکنه کی لیدل چه د سیاف صاحب پالنګی  کوټی ته اوه دروازی  دی  چه ښحه یی هم له هغو دروازو باید تیره شی .

  خو د هوا له مرغانو ډیر په تشویش کی دی  څو ځلی یی  کرزی صاحب ته لیک استولی او یا تلیفون کړی  چه که د هیوا د مرغانو  مخه هم بنده کړی چه دی یی نه ګوری  او که یی ګوری  خو هغه امریکایی مرغان وی  چه دی په ارامه ویده پاتی شی..

دا ناروغی ورته د هماغه چیلنج څخه وروسته پیدا شوی ده ،  ، دا جنیلنج د مسلمانانو او یا استشهادیانو مقابل کی نه بلکه د الله ج په مقابل کی وو او د الله ج  به مقابل کی یی له دوه مخی کار واخست . وایی فرعون  د الله ج  په ربوبیت قانع وو ، خو شیطان په دغه غضب چه ځان ته یی خدای ویل ، اخته کړی وو   فرعون به د ورځی ځانته خدای وایه ( چه زه ستاسی لوی رب یم) خو د شپی له خوا  به یی ځان په رسی کی تاړه او الله ج ته به یی  د منت او  زاریو لاسونه بوړته کړی وو  چه اوس ما ستا نوم به خان ایښی دی ما خپل قوم ته مه شرموه  .

خو د دده خبره د فرعون سره  لږ توپیر لری ، هغه خو به خپله د خدای دعوی کړی وه او دی امریکا ته په خدایی قایل شوی دی او غواړی چه اسلام  هم د لویدیز خدای تابع کړی. .

مګر دا چه سیاف په دی هم پوهیږی چه د الله ج د عذب نیول هم دیر سخت کار دی ، الله ح خو  سرکشو انسانانو ته وخت ورکوی  چه یا اصلاح او یا لا نور د خپلو سرکشیو په دریاب کی لاهو شی  .
سیاف په دی هم پوهیږی چه د الله ج یو عذاب نه وی  ځکه خو  د هوا له مرغانو او حتی له ویده کیدو ډاریږی  (
خوب یی هم نشته) دا خو یی داخلی عذابونه دی ، داچه طالبانو ورته ځواب رالیږلی دی  چه له خالد او ربانی وروسته  ستا نوبت رسیدلی دی ،   دی  وایی چه بی له هغی می طالبان وژنی  ژوند او مرګ خو می هسی هم د خباثت دی  نو راځه ځان وژنه وکړه  خو امریکایان یی ځان وژنی ته هم نه پریږدی ، امریکایان وایی چه ستا په مرګ خو زمونږ مورال راپریوزی او مونږ د پاره به  څوک فتوی ورکوی  او دا نور ملایان لکه کشاف ، قاضی وقاد ، عبدالرحمن هوتک او داسی نور به هم راڅخه وتښتی  ، او  او او ….  
لنډا داچه ستا مرګ زمونږ د ناکامی سره مساوی دی  .  امریکایان وایی مونږ ته وخت راکړه بیا به دی مونږ په ګوانتانامو کی د لیونو سپو سره  په یوه کوټه کی واچوو ،  چه  ښی پښه او کیڼ لاس او یا دهغی سرچپه دی قطع کړی  او یا په قرار قرار دی ټول اندامونه وشپیلی  او په جسه یی متیازی وکړی.
دا نو دا چه  نعمانی ( زما خیال چه زه یی  له نزدی پیژنم که هماغه نعمانی صاحب وی )  صاحب  دده د شیطانی چیلنج په مقابل کی  چه د امریکایانو د پاره یی له خیټی څخه فتوی صادری کړی وی  نعمانی  صاحب یی فتوی په نقلی او قولی استدلال ځواب او یا ردی کړی دی  ډیره مننه کوو ، خو پوشتنه داده چه دغه مبارک کتاب څرنګه لاس ته راوړو  او سیاف صاحب یی هم وګوری  کیدی شی له مرګه مخکی یی الله ج توبه قبوله کړی او له دی حالته  چه دی ورسره مخ دی راوګرځی  او نور د شرمیدلو له لسته خپل نوم لری کړی  او که دی ازلی بدمرغه وی  نو بیا خو دی الله ح هماغه د فرعون ، نمرود ، شداد  ، قارون
او نورو  کفارو  او منافقینیو سزا ورکړی .

یو وخت چه  زه کابل کی ووم ، دده  د دعوت تلویزون ته ورغلم  دهغه تلویزون چلونکی زما شخصی دوست او عالم سړی وو خو هغه ته هم دده د خاطره الله جزا ورکړه  ( وسوځید ) الله ج دی روغ کړی ډیر شه سړی وو او سیاف تر دی  بخیل انسان وو چه د هغه سره ییی په دغه لویه حادثه کی هم مرسته ونکړه  ، ما ویل چه پروفیسر سیاف  سره به له نزدی خبری وکړو  او دده د اصلاح  او د ګران هیواد د سولی په حالاتو به څه وړاندیزونه ورته وړاندی کړو ، هغه ورور په  دی کوشش کی وو چه مونږ د باره د لیدلو زمینه برابره کړی ځو هغه بیچاره ته دا تراجیدی پیشه تر څنګه شوه  زه نه پوهیږم  اوس به یی حالات څرنګه وی زړه می دی  چه ورورسره یی تماس ونیسم  .  
خو څو ورځی وروسته سیاف دومره مرداری وکړه چه  اوس له بخښلو او وړاندیزونو  ووت  اوس یو مسلمان ته هم د پښلو وړ نه دی  حتی دی خپله ځان نور د پخښلو وړ نه ګڼی رښتیا خبره ، چه الله ج د عزت او ذلت ورکونکی دی ، یو وخت وو چه ما سیاف له نورو ټولو جهادی رهبرانو  ښه ګاڼه ، ما ویل چه ده د کمونستانو وخت زندان کی شپی کړی دی ، ددی په سر مو د خلکو سره منازعی او مجادلی  کولی ،  خو اوس معلومه شوه  چه دی له اوله بدمرغه  ( د کا ج بی ) آو یا د( سی ایی  ایی)   او یا د دواړو  بتده وو ،  یعنی له اوله  د انسان په جامه کی شیطان وو ، زمونږ منازعه په همدی وه ،  چه سیاف کله امریکا ته  برس واخست ، د کابل هوایی ډګر کی د کمونستانو له خوا په دی تور چه دی د اخوان المسلمین غړی دی او اړیکی لری  ونیول شو  ،  له هغی وروسته د  داود ، ترکی او امین  دوره تیره شوه  او دی زندان کی  زوندی پاتی وو  په داسی حال کی چه دده  څخه ښکته اخوانیانو د شهادت جامونه وچښل .اول دی څرنګه بی مرګه  پاتی شو او  نه ورته کومی شکنجی لکه  خسی توب ، نوکانو ویستل ، د مخ ګونه بدلول او .. نوری  ورسیدی  او تر دی روغ رمټ په موټر کی یی پاکستان ته سفر وکړو ، پاکستان کی  د جمیعت او حزب دده په معاون  کولو خپل منځ کی  رقابت وو    ،  خو بیا ده د خپلو غربی او شرقی بادارانو به دستور او لار شودنه  د یووالی پروسه رامخی ته کړه  ،  پروسه بریالیتوب ته ورسیده او دواړو خواو دا شیطان د  اتحاد اسلامی د یواځنی نوی ګوند مشر کړو  خو څو هفتی وروسته  بیا یووالی مات شو  حزبیان او جمیعتیان  و تښتیدل ،  او سیا ف  هماغه ګوند د اتحاد اسلامی په نوم د ځان د پاره پریښود ،  ډیر خلک هم د سیاف سره پاتی شول  تر دی چه د استاد یاسر په شان قهرمانان  هم ورسره تیروتل  ، ټولو خلکو د هغه اتحاد د ماتولو پړه په حزب او جمیعت ورا چوله  خو اوس معلومه شوه چه اصلا سیاف له هغه ابتکاراتو کار اخستی وو چه  د ځان ډ پاره یی د نوی ( اسلامی ګوند په ڼوم ) ګوند جوړول غوشتل  چه غړی یی هم باید پخوانی اخوانیان وی  ، نو سیاف اول دواړو خواوو ته ځان  خوږ کړو ، بیا یی د اتحاد په نوم  نوی ګوند  او بیا یی  د دوی تر منځ نزا ع واچوله  ، حزب او جمیعت یی نه یواځی سره بیل کړل بلکه د اتحاد د ماتوالی پړه یی هم  د دوی په اوږو واچوله   او دوی دواړه یی یواځی د قدرت غوشتونکی خلکو او اسلامی نړی ته ورو پیژندل  او په دی واسطه یی د جمیعت او حزب ډیرهغه غړی   د ځان سره ملګری کړل  چه سعودی  او مصر کیی یی خپلی زده کړی اخر ته رسولی وی ، په یوه غشی یی څو شکارونه وکړل .
کله چه( د تش په نامه مجاهدینو) حکومت شو  ،  استعمار له خوا د سیاف او نورو رقیبانو   دنده دا وه چه  کابل کی جنګونه جاری وساتی  ترڅو مجاهدین او جهاد نوم بدنام او عوامو ته  شکنجی ، او ربړونه خلق کړی ،  دا مرحله په بریالیتوب پای ته ورسیده    تر دی چه  د خلکو په  مال او ځای برسیره د خلکو ناموس هم  خوند ی نه وو  ،  په دی لویه فتنه کی ټولو ګډون درلود  خو مبتکر او مسول  یی  سیاف صاحب وو اوو ددی  لوی فتنی  پړه  یی هم د جمیعت او حزب په غاړه واچوله .

د استعمار هدف په افغانستان کی د اسلامی نظام  او مجاهدینو بد نامول او پرځای یی د سکولریستی  او دیموکراسی نظام رامنځته کول وو  او نزدی وو چه استعمار په دی کار بریالی شی  خو دا چه  الله ج زمونږ ګران هیواد  د زمکی د لوی طاقتونو د مړو د پاره  هدیره ټاکلی  او الله ج د خپل دین ساتنه په خپله ذمه اخستی ده   چه  د لویدیزد  استعمارد قدرت  مړی  به هم لکه د ختیز د استعمار په شان په افغانستان کی خخیږی  نو هغه وو چه د نوو ځوانو مجاهدو طالبانو غورزنګ  را وخوټکید ، د  زوړ او نوی استعمار مهری یی پسی واخستی او په ډیر کم وخت  کی  یی د پنجشیر په یوه کوچنی  دره کی  فلعه بند کړل (  لکه پیریان چه څوک په بوتل کی فلعه بند کړی ) ، سیا ف د هماغه مسعود دشمن  سره ( چه کابل کی ورسره په جنګ کی وو)  په پنجشیر کی ملګریوو  .
دا ځکه چه د روس او امریکا دواړو  له خوا ورته دستور ورکړی شو  او د جنګ دستور مو اخر ته رسیدلی دی اوس ستاسی د اتحاد  دستور دی  .
دا چه  ددی څو روسی او امریکایی بړیڅو هم پوره نه شوه ،  لویدیز او روس په دی ویریدل چه  دیره نزدی ده چه مجاهدین  اسلامی نظام به ګران هیواد کی پلی کړی  او د دوی دغه  څو بړیڅی  به ژوندی نیسی  او د عبرت سزا به ورته اوروی  او بیا به  د استعمار د پاره څوک نه وی  چه کار وکړی او که یوځل اسلامی نظام  افغانستان کی  پیاده شو نو  د کمونیزم څخه خو مو ستورو ته پناه وړله  له مسلمانانو څخه  به کومه خوا پناه وړو  او  زمونږ  د  حریصو سرمایدارانو د نړیوالو د استثمارولو دروازی به د تل د پاره  وتړل شی او نړی ته به د اسلامی نظام په واسطه دایمی سوله او هوساینه رامنخته شی او نړیوال انسانی یووالی  به رامنځته شی .  
(دا کار دا نتیجه دوی ته په هیڅ ډول او په هیڅ قیمت د منلو وړ نه وه ). نو محکی له دی چه پنجشیر سقوط وکړی زمونږ د ګران هیواد د یرغل او اشغال د پاره یی د سپټمبر  تراجیدی واقعه جوړه کړه   چه خپل دوه یا دری زره بی ګناه امریکایان یی هم په دی
خاطرپه دی جهانی فاجعه کی ځکه  قربانی کړل چه  د خپلو خلکو او یا نړیوالو ذهنیتونه زمونږ د ګران هیواد په هکله بدل کړی  چه لږ مخکی یی  ټول مظلوم بشریت د کمونستی  استعمار له سرو منګولو وژغورو ، د شرقی اروپا ، مرکزی اسیا او  د نړی نور لری  او  نزدی  ملکونه او قومونه ازاد کړل، د برلین دیوال چه  لویدیز یی د  نړیدولو توان نه درلود  ، د افغانستان مسلمانانو را وغورځوو او ….    .
نو اوس چه په داسی قهرمان او ویاړلی قوم  داسی ظالمانه او وحشیانه یرغل کوو نو نه به یی  راسره  خپل هیواد وال او نه به
یی راسره نړیوال ومنی  نو ځکه یی د  سپټمبر په پیشه کی د څه کم دری زره بی ګناه امریکایانو د وژلو نیت او تکل وکړو .

په هر صورت ، د یرغل کولو زمینه برابره او زمونږ ګران هیواد  ددی پرځای چه د کمونیزم د ماتی په خاطر ورته انعامونه او د خساراتو جبران ورکړی شوی وی اشغال شو  او لکه د روسانو  په مقابل کی چه مو څو میلونه  شهیدان ورکړل  یو څل بیا مو د شهیدانو ورکول لړی پیل شوه   ، همدغه خبیثان لکه سیاف ، ربانی ، مجددی ، افندی …. او نور او نور چه  پنچشیر کی قلابند
وو سیاسی قدرت وروسپارو .  قران عظیم شان فرمایی چه ( الخبیثین للخبیثات ) او ( اطیبون  للطیبات ) ، خبیثان د خبیثانو سره  او مجاهدین د مجاهدینو سره یو ځای شول  یوځل بیا د حق او باطل  جګړه په جدیت او شدت سره پیل شوه  او لا روانه ده .

سیاف  او  نور خبیث ملګری یی چه د باطل سره ودریدل  ،دا چه د خره په شان اسلامی کتابونه یی په شا پراته دی  د هماغه  اسلامی کتابونو څخه د مسلمانانو او مجاهدینو په ضد شیطانی او منافقانه  فتوی ورکوی  او ددی پرځای چه دده پښی او لاسونه  قطع شی  د مجاهدینو د لاسونو او پشو د قطع کولو  فتوی ورکوی  . نو دا هماغه خبره شوه  چه الله ج ابلیس ته وویل چه
زما مخلوق کی که داسی څوک پیدا شی چه زما  د امر نافرمانی وکړی ته به ورته څه جزا تجویز کړی ، ابلیس چه د سیاف په شان د ډیر علم څښتن وو ، الله ج ته وویل چه ددغه دول مجرم سز ا به  دهغه ملعون کیدل یعنی د الله ج له رحمته رټل او شړل وی .
نو سیاف صاحب هم د ابلیس په شان د ځان د پاره په خپله جزا خوښه کړی ده چه هغه د ده  د اندامونو قطع کول دی  زه باور
لرم چه انشالله دهمدی جزا سره به یوه ورځ مخامخ شی  .

له نیکه مرغه اوس چه د سیاف صاحب باداران په ټولو ډګرونو کی د ماتی په درشل کی دی  کوم چه سیاف او ملګر وو  یی په خدایی منلی وو  وایی ( د شیطان خپل نه شو او الله ج ته یی مخ تور شو) نو اوس چه له الله څخه هم لعنتی شوی او شیطان هم په ماته کی دی ( او شیطان د  خپلی ماتی اصلی عامل هم د دوی هر اړخیز فسادونه ګڼی) نو څوک چه سیند واخلی  هر شی حتی تشی هوا ته هم  لاس اچوی  نو مونږ یی نه ګرموو ،  سیاف او د هغه ملګری  اوس بی ځانه او بی ایمانه  دی  هغوی په ژوند ځانونه مړه ګڼی او قران هم ورته مړه وایی  ، هر څه چه قران  پیش بینی کړی وو هغه ورته عملی شول  ، هغوی اوس په لیونو کی حساب دی  ، د لیونو شاهدی د اعتبار وړ نه ده  نو فتوی ورکول خو لویه خبره ده  ، همدا ویره او شرم یی کافی دی . مونږ باید له اوسه ورته فاتحه خوانی وکړو  دوی  په ژوند مړه دی . نو مسلمانان باید  د داسی خبیثانو په فتوی غوږ هم  ونه ګروی.
 په درناوی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x