غزل

غزل – حامدالله ستون

خاموشي درسره ښه ده خو دېوال به درسره وي
چې غزل ته ننوځې یو څه خیال به درسره وي

بیا به سترګو نه مسکا ورله په شونډو کې را اخلې
په لاسو کې به دې زنه وي او خال به درسره وي

ښایي دا به د دیدن یو ډول نوې طریقه وي
په اوږو به څادر نه ګرځوې شال به درسره وي

د وړوکي سیند څپه وه او کبان په کې خواره وو
چا ویلي وو چې راشه مګر جال به درسره وي

بیا به ته یې بیا به غم وي بیا به اوښکې وي حامده
اوس که ډېره درته پاتې شي یو کال به درسره وي

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د