افغانستان

بیړنی خبر: په کابل کي د چاودنو وروسته د ډزو غږونه اوریدل کیږي

http://msnbcmedia.msn.com/j/MSNBC/Components/Photo/_new/120415-kabul-attack-story-6a.photoblog600.jpg

نن ټکی آسیا: نن د سهار وختي شپږو بجو څخه د کابل ښار د همزنګي څلور لاري په سیمه کي د چاودنو او ډزو غږونه واوریدل شول.
د کابل د پولیسو لوړ رتبه افسر جنرال محمد ظاهر ویلي چي برید کونکو د ترافیکو په عمومي دفتر نن سهار برید کړی، چي اوس هم دوام لري.
نومړي ویلي چي لومړی چاودني وشولې، او بیا د بریدګرانو له خوا ډزي پیل شوي.
د هغه په وینا تر اوسه دوه تنه بریدګران وژل شوي، او هم څو تنه دولتي قواوو کي ټپيان شوي دي.

که څه هم نومړي ویلي چي برید د ترافیکو په عمومي دفتر تر سره شوی خو تر اوسه په دقیقه نه ده معلومه چي برید اصل هدف کوم ځای دی، ځکه چي په سیمه کي د سرحدي پولیس، د پولیسو د چټک غبرګون او نظمه عامه پولیسو مرکزونه هم وجود لري.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه وروستي خبر کي چي نن ټکی آسیا ته یی هم را لیږلی ویلي:

(نن سهار ۵ بجې دکابل په زړه   دهمزنګ سیمه کې يوې لوړې  ودانۍ ته  ګڼ شمير فدايې مجاهدين چې په سپکو او درنو وسلو، فدايې واسکټونو ، اور غورځونکو وسيلو، راکيټ لانچر ، پيکا اونورو وسلو سمبال دي  ختلي دي او دغه ځای ته نيږدې يې دبهرنیو ځواکونو دسپيشل فورس روزونکواستادانو  مهم مرکز ، دپوليسو مرکز او ځينې نور  امنيتي ځايونه ترهدف  او بريدلاندې نيولي دي ، دلومړنيو معلوماتو په بنسټ  تراوسه پورې هم دخارجي خاصو روزونکو او هم دپوليسو اکادومۍ  افسرانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده ، جګړه لا تر اوسه په شدت کې روانه ده او سيمې ته چې  کوم امنيتي کسان هم راغلي بيرته په شاشوي  اودتيښتې لاره يې خپله کړې ده ).

نومړي ویلي چي ددي پيښي نور جزئیات به وروسته خپاره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x