خبرتیاوی او پیغامونه

دارواښاد غلا محمد زرملوال دمینوالو او وطن پالو هېوادوالو لپاره اړینه خبرتیا:

قدرمو او زړه ته رانږدي دوستان او  په لوی افغانستان مینو ملګرو، دارواښاد زرملوال صیب دکورنۍ او دهغه دوستانو لخوا پرون په جوړه شوې
غونډه کې ماته دنده وسپارل شوه ترڅو دارواښاد زرملوال صیب  په اړه دټولو هغه ټولنو،حزبونو،مفکرینو او لیکوالو تاثرات او لیکنې چې دارواښاد دژوند او مړینې په اړه یې کړي او یاهم داوراښاد کومې خاطرې ورسره وي راټولې او په نژدې راتلووکي کې به په کابل کې دفرهنګي کړیو لخوا دارواښاد په اړه په یوعلمي سیمنار جوړ او دغه تاثرات به دیوکتاب په بڼه چاپ ترڅو د نوموړي د ژوند او علمي او نه ستړي کیدونکي ترسره کړي خدمتونو دده دسترو هلو ځلو او دده لخوا په پښتو ژبه کې ۴۴ چاپ شوو کتابونو ترڅنګ دغه خاطرې او تاثرات هم راتلوونکو نسلونو لپاره په میراث پاتي شي.

په همدې موخه له ټولو لیکوالو او دارواښاد له مینوالو هیله لرم چې خپلي لیکي مقالې،تبصرې، انځورونه  او خاطرې په دغه امیل ادرس(adamkhanserat@gmail.com) باندي راولیږي او ددې مسولیت په ښه ترسره
کولو کې زما ملا راوتړئ.
هیله ده مې ده چې همدغه خبرتیا څومره چې کولی شي دخپلو دوستانو او ملګرو سره شریکه کړئ
دغه خبریتا دمشر سپین ږیري په دغه خبره پای ته رسوم چې پرون یې په یوه غونډه کې دارواښاد په اړه وویل: زرملوال صیب نه یوازې زموږ د دورې او وخت سړی وو بلکي زرملوال خپل ژوندی تاریخ خپلو راتلوونکو نسلونو ته  دیو ستر
میراث په توګه پریښې او پدغې کار سره زرملوال صیب خپل ځان د راتلوونکو ټولو نسلونو  سره د یوه همغږی او په وطن مین شخص په توګه ملګری  کړې دی.

روح یې ښاد

ادم خان سیرت،

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x